کور / تازه خبرونه / كندهار:معلم اكبردزرګونوتنوپه بدرګه خاوروته وسپارل سو

كندهار:معلم اكبردزرګونوتنوپه بدرګه خاوروته وسپارل سو


دزر ګونوتنوپه ګډون دمرحوم معلم اكبرخاكريزوال جنازه خاوروته وسپارل سول .


دمرحوم معلم اكبرخاكريزوال جنازه پرڅلوروبجو دخرقي مباركې له مسجدجامع څخه واخيستل سول اوتركلكوامنيتي تدابيرولاندي په رسمي مراسموسره په ارغنداب والسوالۍ كې دمرحوم ملانقيب اخنددمزارترخواخاوروته وسپارل سوه .


دجنازي په مراسموكې دكندهارنږدي ټولوچارواكوګډون كړي اودكندهارله مركزاولري پرتوسيموبرسيره له اوروزګان ،هلمنداوزابل ولايتونوڅخه هم په ستره كچه قومي مخورواوعلماوپكې ګډون كړي و.


دجنازي پرمهال دمرحوم معلم اكبرخاكريزوال ورورمحموددنوموړي لنډي ژوندليك ولوست اوهغه دعلم اوجهاددلاري لاروي وباله .


دجنازي له پيل څخه ترپايه پوري امنيتي مامورينودښارپه ګډون دهدېرې په سيمه  كې دخلګواوګاډوكلكه څارنه كول .


دجنازي په مراسموكې زياتوخلګوپردولت ږغ وكړچې ددغې وژني عاملين دي ونيسي اودقانون منګولوته دي وسپاري .


دغه رازافغان ولسمشرحامدكرزي هم دمرحوم معلم اكبرخاكريزوال پروژل كېدوله ژورخفګان سره سره دكندهارامنيتي چارواكوته امركړي چې دپېښي كلكه پلټنه دي وكړي دقضيې عاملين دي ونيسي .