کور / تازه خبرونه / هالنډ: ملالي یوسفزی د ماشومانو د سولي نړیواله جایزه وګټل

هالنډ: ملالي یوسفزی د ماشومانو د سولي نړیواله جایزه وګټل

۱۶-کلني ملالي یوسفزی د هالنډ د هاګ (دین هاخ) نومي ښار کي د ماشومانو د سولي
نړیواله جایزه ترلاسه کړه. ملالي ته یاده جایزه د ۲۰۱۱ز کال د نوبل د سولي جایزې د
ګټونکي آغلي توکُل کارمن په لاس ورکول سوه او دغه رازه په پروګرام کي د هالنډ د صدراعظم ‘مارک روته’ تر څنګ یو شمېر نورو لوړ رتبه وو چارواکو ګډون کړئ وو.

د جایزې تر لاسه کولو وروسته ملالي د خپلو خبرو په ترڅ کي د ماشومانو لپاره د
ښووني او روزني پر امکاناتو ټينګار وکړ او ويې ویل چي د نړۍ په هر هیواد کي هر
ماشوم ته باید د تعلیم زمینه مساعده وي، ځکه چي حق يې لري.

د ملالي اواز که څه هم د ماشومي دئ، خو دهغه ستونزو په باره کي چي دا خپل ږغ
پورته کوي، هغه یوازي د دې او د دې د هیواد ستونزي نه دي، بلکي د نړۍ په زیاتو
نورو هیوادو کي ورسره خلګ مخامخ دي.

د ماشومانو د سولي نړیواله جایزه هر کال د هالنډ د Kidsright نومي موسسې له خوا
 د نړۍ د نورو ماشومانو لپاره زیار کښونکي، خدمتګار، زړه ور او یو بااستعداد ماشوم ته ورکول
کیږي. د جایزي پروګرام د سولي په نړیوال مرکز هاګ نومي ښار کي وي، چيري چي
نړیواله محکمه ده.