کور / اسلامي / ګاونډیانو ته د ضرر ورکوونکي او نه ورکوونکي مېرمني په اړه ورځنى حديث

ګاونډیانو ته د ضرر ورکوونکي او نه ورکوونکي مېرمني په اړه ورځنى حديث

ورځنى حديث
ليکوال: حکمت الله کندهارى
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه

ګاونډیانو ته د ضرر ورکوونکي میرمن عبادت نه قبلیږي !

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چي یو سړي وویل ، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! د فلانۍ ښځي د ډیر نفلي لمانځه روژو او خیرات یادونه کیږي، خو دومره ده چي ګاونډیانو ته په خپله ژبه ضرر ورکوي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دا ښځه به په جهنم کي وي ، بیا یې وویل یا رسول الله صلی علیه وسلم ! هغه فلانۍ ښځه د ډیرو لږو نفلي روژو ، خیرات او لمونځ یادونه کیږي ، خو دومره ده چي ګاونډیانو ته په خپله ژبه ضرر نه ورکوي . هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل دا ښځه به په جنت کي وي!!!

حدیث صحیح رواه احمد ۹۶۷۵