په كوهاټ كې په وسله وال بريد كې دوولس تنو ته مرګ ژوبله واړوله

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 9th, 2013


د خيبرپښتونخوا په كوهاټ كې په كچارۍ باندې د بريد په درڅ كې د دريو تنو ځانمرګيو په ګډون څلور تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي، لر او بر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: نن د دو شنبې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په نهمه نېټه غرمه مهال د دغه بريد په داسي حال كې ترسره سوى دى چې دريو تنو په ياده ودانۍ كې تر ځانونو الوځولو وړاندې د سپكو وسلو ډزې پيل كړې او وروسته يې خپل ځانونه پسې والوځول، كه څۀ هم پورته مالومات لا هم نه در كول شوي خو د پوليسو په وينا چې په دغه پېښه كې تر اوسه پوري درې تنه بريد كوونكي او يو تن پوليس وژل شوى او نهه تنه نور ټپيان دي او دا چې كېدى سي د وژل شويو كسانو په شمېره كې نور زياتوالى راشي.

Copyright Larawbar 2007-2024