کور / اسلامي / قيامت څه وخت دئ؟ ورځنى حديث

قيامت څه وخت دئ؟ ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث ( قيامت څه وخت دئ؟)
ليکوال: حکمت الله کندهارى
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : اومه برخه پرله پسې لړۍ

ابوهريره رضي الله عنه وايي چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم خبري کولې په دې وخت کي يو کوچی راغى او د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ئې پوښتنه وکړه

چي قيامت څه وخت دئ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه کوچي ته وويل قيامت هغه وخت کېږي چي کله امانت ضايع سي نو ته د قيامت انتظار وکړه! هغه کوچي ورته وویل چي د امانت ضايع کېدل څه ډول دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي کله کار نا اهله کس ته وسپارل سي نو په دغه وخت کي ته د قيامت انتظار باسه.

رواه البخاري