اختطاف كوونكو ١٠كلن ماشوم وژلى دى

د لراوبر اداره | سپتمبر 12th, 2013


په کندهار کې د تېرې يوې مياشتې راهيسې دانسان تښتونې پېښې زياتې شوي دي او لا هم په دغه برخه کې ددې ولايت اوسېدونکي اندېښمن دى.
په ډېرو مواردو کې انسان تښتوونکي د شتمنو خلکو ماشومان تښتوي او بيا يې په بدل کې دومره زياتې ورڅخه غواړي چې هغوئ يې د ورکولو توان نه لري.
په ډېرو دغه ډول پېښو کې غله د ماشوم د کورنۍ څخه د پيسو اخيستلو سره سره بيا هم ماشوم وژني.
ددغې لړۍ يوه نوې پېښه د کندهار ښار د نهمي ناحيې اړوند په تيري اډې سيمې کې سوې ده، چې پر مهال يې غلو د مدرسې يو لس کلن زده کوونکي وژلي دى.
دغه ماشوم، چې سيد هارون نومېږي پنځلس ورځې مخکې د غلو له لوري د مدرسې د مخې څخه وتښتول سو.
د ياد ماشوم پلار سيد خليل وايي، چې غلو د غير راجستر سيمکارټونو او ليکونو د لارې د هغوئ څخه د ٨٠ لکه پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کول.
دده په وينا، چې غلو په لومړي سر کې ځان ورته وسله وال مخالفين معرفي کول او ويل يې، چې تاسو د ملي امنيت کار کوونکي ياست.
هغه زياته کړه، چې وروسته يې بيا د پيسو غوښتنه کول ، خو داچې کورنۍ يې په موټر چلولو دومره توان نه درلود، چې پيسې ورکړې، نو ځکه يې هغه وواژه.
د هغه زوى نن سهار د لويي ويالې اړوند د تېرې اډې د جادې په ګلدان کې وموندل سو، چې د غلو لخوا په غاړه کې ځنځر په وسيله وژل سوى وو.
د وژل سوي ماشوم پلار وايي، چې دولت نه يوازې داچې د هغه د زوى د تښتونکو په نيولو کې پاتې راغلې، بلکې د غير راجستر سيمکارټونو مخه يې هم نه ده نيولې.
هغه وويل، چې غلو د غير راجستر سيمکارټونو څخه ګټه اخيستل او د دوى د کور مخې ته يې هم دغه ډول سيمکارټونه غورځولي وه، ترڅو ونه نيول سي.
په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکي انسان تښتونې پېښو اندېښمن کړي او د دولت څخه غوښتنه کوې، چې په اړه يې جدي مبآرزه وکړي.
هغوئ په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ فساد او د امنيتي ځواکونو پر غفلت نيوکه کوي او زياتوي، چې مجرم ته سزا نه ورکول کېږي.
د دوى په وينآ، چې دغه ډول کسان بايد د شرعي اصولو مطابق اعدام شي، ترڅو نور ترې پند او عبرت واخلي.
په دغه اوسېدونکي، چې يو شمېر سوداګر دي وايي، چې که حالت همداسې دوام وکړي، نو نور به خپل ماشومان حتى د ښوونځيو له تګ څخه را وګرځوي.

ومو غوښتل په دې اړه د کندهار د ولايتي ادارې نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.
د يادونې وړده، چې يوه مياشت وړاندې هم د کندهار د ګمرک د مرستيال اته کلن زوى د غلو له لوري وژل سوى او بيا يې جسد په لويه وياله سيمه کې موندلى وو.

Copyright Larawbar 2007-2024