طالبانو ته په دوبۍ کي د نوي دفتر پر جوړېدو خبري رواني دي
عطاالله محمدي
کابل چاپ یو شمېرورځپاڼو د طالبانو له یوې نوې ډلې سره د افغان حکومت د سولې د خبرو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي طالبانو ته په دوبۍ کې د نوي دفتر پر جوړېدو خبرې روانې دي.
ورځپاڼه دا هم لیکي، ازبکستان د ترکمنانو د یوې ټولنې مشر اکبر بای ته پیسې ورکړې، چې دغه ډله په تاشکند کې د دفتر پرانیستو ته وهڅوي.
سرنوشت وړاندې لیکلي پاکستان د طالبانو د هغو ډلو په را غونډولو لګیا دی چې له ملامحمد عمره خفه دی، دغه هېواد تېره اونۍ د طالبانو مشران هم په همدې هدف ازاد کړي او ملا برادر هم ښايي خوشې کړي.
همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي له پاکستاني زندانه د ملا منصور دادالله خوشې کول، هغه شکونه زیات کړل چې د ملاعمر له خوا څنډې ته شوي او له ملا عمر نه لرې شوي، طالب چارواکي په یوه ډله کې راټولېدونکي دي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې ملا منصور دادالله څو کاله وړاندې له هغه وروسته د ملاعمر د یوه فرمان په اساس له دندې ګوښه شو چې؛ په هلمند کې یې له بریتانوي جاسوس مایکل سېمپل سره پټې اړیکې رسوا شوې.
د سرمقالې د لیکوال په اند ویل کیږي چې؛ دې ډلې ته به یو دفتر پرانیستل کیږي او وروسته به د سولې له بهیر سره یوځای کیږي.
د لیکوال په باور داسې هم ویل کیږي چې؛ دغه کسان به له امریکا سره د کېدونکي امنیتي تړون ملاتړ وکړي.
ویسا ورځپاڼې د کره سرچینې له خولې لیکلي، د معتصم اغاجان، مولوي عبدالرقیب، عبدالمنان نیازي په ګډون د طالبانو شاوخوا ۱۰ تنه استازي همدا اوس په دوبۍ کې په همدې هدف سره غونډ شوي دي.
محور په خپله سرمقاله کې لیکلي افغان حکومت په تازه څرګندونو کې ویلي ټول طالبان مزدوران نه دي او د دې خاورې له بچیانو سره به د سولې مذاکراتو ته دوام ورکوي.
لیکوال پوښتنه کړې له دولسو کلونو راهیسې چې؛ د طالبانو واکمنۍ ړنګه شوې بیا ترننه افغان حکومت د طالب په یارانۍ او دوستۍ پوه نه شو چې طالب مزدور دی او که مزدور نه دی؟
د محور د سر مقالې د لیکوال په باور دا ډول ګډې وډې څرګندونې له ولس لاره ورکوي او له هغه مسیر یې چپوي ،چې دهېواد دژغورنې په نوم یې یادولای شو.
د سرنوشت د سرمقالې په پای کې راغلي سوله په پیسو نه اخیستل کېږي او نه هم د ګاونډیانو په شمول بهرنیان په دې تیار دسترخوان موږ خواره افغانان راټولول غواړي.
لیکوال وړاندیز کوي پرمختګ په کار دی، خو لکه د فساد په شان د سولې پرمختګ افغانان نه غواړي، چې هم یې په کې سر ولاړ شي او هم سر سر.