صديقه جلالي:په زابل کي د ښځو نوم لیکني ته پاملرنه پکار ده
دزابل دښځو چارو ریسې صدیقې جلالي دلراوبر ډاټ کام دهمکار سره په یوې مرکه کي ویلي دي چی باید پدغه ولایت کي دښځو لپاره دټاکنودنوم لیکني پروسه ګړندۍ سي ځکه دهغې په خبره چې دلیري پرتو سیموښځې نسي کولای چې درایې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دا دانتخاباتو دخپلواک کمېسیون څخه غواړي چي دښځو دنوم لیکني لپاره سیار ګروپونه هم په لاره واچوي ترڅو هري سیمی ته لاړ اوهلته ښځو ته درایې ورکولوکارتونه ورکړي اغلې جلالي په خپلوخبرو کي داهم زیاتوي چي اوس مهال دزابل ښځي پوی سوې اوهغوی به ټولي په راتلونکو ټاکونوکي برخه واخلي .
بلخوا دزابل د ټولټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر قدرت الله نقشبندي وایې چې دښځو نوم ثبتونه ددوی لپاره مهمه ده چې له قوله یې دوی دنوم ثبتوني دسیاروټیمونو دجوړولو تیاری هم لري خو دده په خبره چې پدې برخه کي به امنیتي شرایطو ته په کتوسره اقدام وکړي .
په زابل کي دټول ټاکنو لپاره دښځو دنوم ثبتوني اوهغوی ته درایې اچوني دکارتونو دورکړي پرګړندیتوب پداسي حال کي خبري کیږي چې پدې ولایت کي امنیتي حالات کړکېچن دي اوددولت وسلوال پکښي فعاله دي چې ترډیره حده پوري ښځوته دکارکولو اورایه ورکولو زمینه نده برابره.