د غرغښت د اروپایي ټولني غندنليک

د لراوبر اداره | سپتمبر 11th, 2013


بسم الله الرحمن الرحیم:
هالند
۱۳ /۹/ ۱۲ کال
دا حقيقي او رښتيا خبره ده چي د يوی ټولني جمعي اطلاعات وسيلي(راديو،تلويزيون،کاغذي خپروني)هميشه د يوه تاريخي وخت حادٍثي چي پر واقيعت او رښتيا باندي ولاړ وي خپره وي .د دغه خپرونونوموخه دا وي چه راتلونکي نسل د هغه څخه يي زده کړي او پند تري واخلي او په راتلونکي کي د خپل ژوند په کړو وړو ورڅخه ګټه واخلي . د ژوندون تيلويزيون د همدي هدف او موخي په خاطريي د تيرو دريو لسيزو په خاصه توګه د ۷۱ ۳ ۱ کال څخه وروسته د هغه د مستندو اسنادو او فلمونو پیل کړيوه کوم چه د نظار د شورا په ځانګړي توګه د هغوي د ستر قومندان احمد شاه مسعود لخواه په انسان وژ نو اود افغانستان د وروڼو مليتونو په منځ کي د نفاق اچولو څرګندي نښي او نښاني په کښي وي خپرولي.
نو خکه په ژوندون تيلويزون د سپتمبر په نهمه نيټه د يو شمير غلو انسان وژونکو په ډيره بيشرمي سره حمله وکړه .
دغه بيشرمانه حملي يو خل بيا روښانه کړه چي د انسان وژونکي ،د افغان ولس ورک کونکي ،غله رهزنان،دا د سقويانو زامن ،د وطن د جلا غوښتونکي بيراغونو په پورته کولو سره راوښوده چي دوي د علم او فرهنګ دښمنان دي،غواړي چه د خپلو پلارونو د اماني دوري نه وروسته تاريخ را ژوندي او د افغان مجاهد ولس او د ګران افغانستان پوهان،روشنفکران او د افغان ولس يو موټي ساتونکي ووژني او د افغان زوريدلي اولس يو خل بيا د تاريخ تورو کندو ته ورخطا او د خپلو داخلي او بهرنيو بادارانو د ګټو د ساتلو په خاطر يي قرباني کړي .
په دي لحاظ د غرغښت اروپايي ټولنه د دغسي خاينانه اعمالو په ټينګه او زغره غندنه کوي.او د غرغښت د اروپايي ټولني ټول غړي د ژوندون د تيلويزون د رهبري او کارکونکو سره يو ځاي او د هغوي د کارونو څخه ملاتړ کوي.
د حکومت دڅارني او قضایی ارګانو ته وړانديز او غوښتنه کوي چه د دغه خاينانه عمل مسوولين د قانون منګولو ته وسپاري او هغوي ته سختي جزاګاني وټآکل شي .
د غرغښت د اروپايي ټولني د مشرتابه لخوا

Copyright Larawbar 2007-2024