کور / تازه خبرونه / په سوات کې ډینګي تبه خپره شوې ده

په سوات کې ډینګي تبه خپره شوې ده

سوات: دبي بي سي دخبر له مخې د خیبر پښتونخوا سوات سیمې په دولتي روغتون کې د ډینګي تبې له کبله دوه نور ناروغان وژل شوي.دې سره د دې وبايي ناروغۍ له کبله سیمه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵ ته ورسېد.بل لور ته د دغې سیمې په نژدې ۳۰۰۰ کسانو کې د ډینګي ویروس شتون تایید شوی.تر اوسه ۱۱ ناروغان په دولتي روغتون کې مړه شوي او پاتې څلور کسان په کورونو کې او یاهم په شخصي روغتونونو کې مړه شوي دي.دا مهال د سوات په بېلابېلو روغتونونو کې زرګونه کسان د دې ناروغۍ له کبله تر درملنې لاندې دي.د سیدوشریف سیمې د مرکزي دولتي روغتون ویاند ډاکټر واصل خان بي بي سي ته وویل، چې دوی تر اوسه د نژدې څلور زره کسانو معاینات کړي، چې د نوموړي په وینا د ۳۶۰۰ کسانو په وجود کې د ډینګي ویروس موندل شوي.د هغه په خبره روغتون کې د بستري شویو ناروغانو شمېر دوه زره پنځو کسانو ته ورسېد.هغه زیاته کړه، ۱۵۴۰ کسان له درملنې وروسته کورونو ته ستانه شوي دي، خو وايي د ناروغانو شمېر پرله پسې په ډېرېدو دی.سوات کې یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي فرخ عتیق بي بي سي ته ویلي، چې د ډینګي ویروس کابو کولو هڅې دوام لري. د نوموړي په وینا د عامه پوهاوي خپرولو لړ کې کوښښونه ګړندي شوي دي. هغه وویل، سیمه کې د ټایرونو پر دکانونو بندیز لګول شوی.د یوه اټکل له مخې ویل شوي، چې د سوات په شخصي روغتونونو کې د بستري ناروغانو شمېر تر ۱۵۰۰ کسانو اوښتی او د اغېزمنو ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی.د عامي روغتیا ځايي چارواکي وايي، د سوات په ځینو سیمو کې یو شمېر ناورغان په کورونو کې پراته دي، چې له ځايي کلینیکونو څخه درملنه تر لاسه کوي.تېر کې د اسیا په جنوب، ختیځ او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې دغې ناروغي وبايي بڼه خپله کړي او ډېر انسان یې وژلي دي.”د عامي روغتیا یوه ځايي چارواکي ډاکټر عبدالخالق بي بي سي ته وویل، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو په لاس د هغو ناروغانو شمېر معلوموي، چې کورونو کې پراته دي.هغه ومنله، چې ۱۵ ورځې مخکې سیمه کې د ماشو ضد درمل پاشل شوي، خو وايي، سیمه خورا پراخه ده، ځکه یو شمېر سیمې د درملو له پاشلو پاتې شوې دي.ډینګي تبه “Dengue fever” د یو ډول خاص ماشي “ایدس” چیچلو له کبله رامنځ ته کېدونکې ناروغي ده، چې سخته تبه، د ملا، سر، بندونو او نور بدن دردونه او کله نا کله خارښ یې علامې بلل کېږي.دغه تبه میکروبي ده، چې د همدې ماشي چیچلو له کبله د انسان وجود ته ننوځي. تېر کې د اسیا په جنوب، ختیځ او نړۍ په ځینو نورو برخو کې دغې ناروغي وبايي بڼه خپله کړي او ډېر انسان یې وژلي دي.