کور / رسنۍ / هرات : د هريرود مجلې درېیمه ګڼه چاپ سوه

هرات : د هريرود مجلې درېیمه ګڼه چاپ سوه

د هرات له لرغوني ولايت څخه د خپرېدونكي لومړنۍ پښتو كلتوري، ټولنيزي او ادبي مهالنۍ مجلې (هريرود) درېیمه ګڼه چي د امتياز د څښتنولۍ وياړ ئې د سپيني ادې ادبي او كلتوري ټولنه لري، د محمد نعيم افغان په مسئول مديريت نوې له چاپه راووته چي ټولټال ۶۸ مخونه او ۲۳ سرليكونه لري.
مينه وال كولاى سي چي هریرود مجله په هرات، کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، کونړ، خوست، توره غونډۍ، بادغیس، هلمند، فراه او د جنوبي پښتونخوا د کوټي اوچمن په ښارونو کي دهریرود مجلې له استازوڅخه تر لاسه كړي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.

۰۷۰۸۶۶۲۹۶۶
www.facebook.com/naeemafghan123
naeem_afghan2002@yahoo.com