هلمند: پر بهرنیو پوځیانو ځانمرګي بريد سوی
طالبان وايي په هلمند كي يي بهرنیو پوځیانو ته دځانمرګي بريد له امله مرګ ژوبله اړولې،قاري یوسف احمدي وايي برید تېر ماځيګردهلمند ولایت مرکز دلښکرګاه په دوه لارې کي دکابل کندهار پر لویه لاره دخارجي عسکرو دقرارګا ومخ ته وسو چي د نوموړي په وینا بهرني پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دنوموړي په وینا دهلمند په سنګین موساکلا ولسوالیواو باباجي کي نن په پنځمه ورځ هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، قاري يوسف په دې جګړه کي د افغان امنیتي ځواکونو د څو قومندانانو د وژل کيدو خبر هم ورکړی دی.
د طالبانو ددغو ادعاو په اړه د دولتي چارواکو غبرګون نه دی ښوولئ.