یو امریکایی پوځي ووژل سو
د امریکا د دفاع وزارت د خبر له مخی هغه امریکایی عسکر چی یوه نیمه میاشت مخکی ( یعنی د اګسټ پر دوولسمه ) د لوګر ولایت په پل علم کی ماین چاودنې زخمی کړئ و ، پرون د امریکا د ټکزاس په یو نظامی روغتون کی د زخمونو څخه مړ سو .
پنتاګون زیاتوی چی هغه درې خاص پوځیان چی پرون په ګردیز کی د یو افغان عسکر لخوا ویشتل سوي او له منځه تللي وو ، هم امریکایان وو .
همدار راز هغه دوه نور بهرني پوځیان چی نن د هیواد په ختیځ کی ماین چاودنی وژلی دي ( او لر او بر یې خبر خپور کړی دی ) ، د رومانیا اتباع وو .