په هلمند کې اتلس ټنه نشه يي توکي وسوځول شول.

رحيم ګل څاروان | جون 7th, 2008


نن له غرمې وړاندې د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار د هوايي ډګر په سیمه کې د دغه ولایت چارواکو اتلس ټنه نشه يي توکي چې په تیرو څو میاشتو کې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړي وو ، وسوځول.
د هلمند والي ګلاب منګل پدی اړه جوړی غونډې ته وویل چې دا نشه يي توکي دهلمند په ګڼو سیمو په تیره بیا د نادعلي په ولسوالۍ زیات نیول شوي ، هغه وویل پدی نشه يي توکو کې مورفین، اپين ، جرس او هیروین شامل دی، نوموړي دا ډول وویل چې دعملیاتو په ترڅ کې دوی پنځلس تنه چې یو یې ایرانی هم دی نیولي .
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزی اداری ویلي چې هلمند ولایت سږ کال یو له هغو ولایتونو څخه دی زیات کوکنار پکې کرل شوي، او دنورو ټولو ولایتونو په پرتله ډیرښت پکې لیدل شوی.

Copyright Larawbar 2007-2024