کور / تازه خبرونه / په کندهار کې یو پاکستانی انجنیر تښتول شوی.

په کندهار کې یو پاکستانی انجنیر تښتول شوی.

د شنبې په ورځ وسلوالو طالبانو د کندهار په ولایت کې یو پاکستانی انجنیر چې د سړک جوړونې له یوی افغاني کمپنۍ سره یې کار کاوه تښتولی، دکندهار امنیه قومندان سید اقا ثاقب رسنیو ته ویلي چې دغه پاکستاني انجنیر د ګریشک او کندهار د سړک جوړونې په پروژه کې کار کاوه، ثاقب ویلي ددی پاکستاني انجنیر موټر چلونکی وسلوالو طالبانو ټپي کړی او دی یې له ځان سره بیولی.
بل لورته وسلوالو طالبانو د همدغې کمپنۍ موټر ته ماین ایښی وو چې د چاودنې له امله یې ددی کمپنی یو ساتونکی وژل شوی او بل یې ټپي شوی.
تیره ورځ د نیمروز په ولایت کې وسلوالو طالبانو یو ځانمرګی برید ترسره کړ او یو هندي سړک جوړونې انجنیر یې وواژه پنځه تنه یې ټپي کړل.