کور / د ماشومانو نړۍ / راځۍ چی پټ مخونه لوڅ کړو !

راځۍ چی پټ مخونه لوڅ کړو !


  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو ،چي ګران افغانستان يي په سره وؤر كښي وسوځل او لا يي تر وسه پوري سوځي .

  • راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو،چي پښتانه دتباهي ،دهشت او دوحشت په لور بيايي او دوئ يي له دې ناروا عمله څخه ګټه اخلي .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو، چي پښتانه يي په برخو وه وېشل او دوئ خپل مرام سرته ورسول چي له قبله يي پښتانه وس هم په خپلو كښي جنګېږي .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو،چي ده لوي افغانستان سترسياسي مښران اودپښتنوشاهان يي سرپه دار كړي دي اويايي دهغو په كورونو باندي ګولئ ورولې دي .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو،چي دكوچني افغان معشوم له سره يي دپلار سايه واخيسته او هغه يي نه يوازي يتيم كړ بلكې هغه يي دخپل پلار ده دښمنانوپه درګاكښي خيرات ته هم مجبوره كړ

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو،چي پښتنې سر توري يي دخپل تورمخي دښمن په در كښي خيرات ته مجبوره كړې او يايي داغيارو په كور كښي مزدورئ له…..

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو، چي په لويي افغانستان كښي يي دسرووينو مني (دخزان موسم) راوستل اوده ږړو ګلو ځوانئ يي تر خاورو لاندي كړې .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو ،چي دپښتنو په سترو مښرانو يي دكفر فتوىٰ وركړې اويايي دپښتون په څيره دپښتنو په ضد كارونه كړي دي .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو، چي پښتانه يي دنړئ په غټو پيښو باندي تورن كړه او يايي دوئ ته ترهه ګر ووئيل او يايي پښتانه دوئ ته دترهه ګر و په څېره ور ښكاره كړه .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو، چي په لر وبر پښتنه سيمه كښي امن خرابوي او يا بغاوت او زان مرګي بريدونو ته دوام وركوي .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو،چي پښتانه يي يوالي ته نه پرېښودل او پښتونخوا نېشنل ډيموكرېټك الائنس يي په دوو ټكړو باندي وه وېشل او جلا يي كړ.

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو،چي په  وزيرستان ،سوات ،بنو،پاره چنار او داسي نورو سيمو كښي يي ده بې ګنا پښتنو ويني تويي كړې دې …..  په زرهاوو معشومان يي يتيمان ،تورسري يي سرتوري كړې اودوئ يي بې كوره كړه خو ظالمانو ورباندي هيڅ رحم هم ونه كړ .

  •       راځئ چي هغه پټ مخونه لوڅ كړو،چي دپښتنو په لار كښي خنډ جورېږي او غواړي چي پښتانه ده نړئ له هري سيالئ څخه وباسي .

  •       راځئ چي سره يو سوټول ديوه پښتون په نوم ___نه دخېل او زي په نوم

  •       راځئ دهغه چا مخي له دېوال جوړ سو چي په موږ كښي نفرتونه پيداكوي____موږ په برخوويشي ___ زموږ كور له غم راوړي ___موږپه بمونوشهيدانوي ___ زموږبچيان يتيمانوي___ زموږكورونه ورانوي ___زموږارمانونه نيمه خوا كوي .

  •       راځئ چي سره يو سوټول ديوه قام ديوه ملت ديوه وطن او ديوه جمات په نوم دهغو ټولو سترګي ترخې كړو چي زموږ په سترګو ګښي خاوري اچولېاو يوار بيا نړئ ته داحمد شاه بابا دميرويس خان بابا دخوشحال خان بابا او دداسي نورو سالارانو توري ښكاره كړو او پښتنو ننګ او ور وپېږنو .