کور / راپور / په سهيلي پښتونخوا كښي د شنو فصلونو د وچېدو وېره ده

په سهيلي پښتونخوا كښي د شنو فصلونو د وچېدو وېره ده

په سهلي پښتونخوا كې د زياتي برېښنا د تګ راتګ له وجې شنه فصلونه وچ شول.


كه يو خوا د ګرمي د موسم د راتلو سره سم د ګرمۍ شدت ورځ په ورځ په تېزۍ سره مخ پر وړاندې روان دى نو بلې خواته په سهيلي پښتونخوا كې د برېښنا د زيات تګ راتګ له وجې خلك د اوبو د نښت والي او سختې ګرمۍ له وجې په عذاب دي نو بلې خواته د دې سيمې بزګران هم دا شكايت كوي چې د دوى شنه فصلونه تباه شول .


دوى له حكومت څخه دا غوښتنه كړې ده چې زموږ د شنو فصلونو غم دي وخوري او د بجلۍ په تګ راتګ كې دي كمى راولي .كه نه نو د تېري وچكالۍ ياد به بيا يو ځل تازه شي .


د يادونې وړ ده ، چې څو كاله وړاندې هم په همدې سيمه باندې سخته وچكالۍ راغلې وه چې د كلو كلو او زړې مېوه داري ونې يې وچې كړې .