کور / راپور / كوټه : د موټرو په چلاو كښي كمى راغلئ دئ

كوټه : د موټرو په چلاو كښي كمى راغلئ دئ

په كوټه كې د موټرو په چلاو كښي څلوېښت فيصده كمى راغلئ دئ .


په نړيوال بازار كې د ډيزلو او پيټرولو د بيو د لوړېدو سره كه څه هم په نړۍ به د موټرو په ګرزېدو كې كمى راشي ، نو دا رنګه په كوټه كې هم د موټرو په ګڼه ګوڼه او چلاو كې په سلو كې څلوېښت فيصده كمى راغلى دى ،او په دې ښار كې څلوېښت فيصده خلكو خپل شخصي موټران په كورونو كې درولي او ترپالونه يې پرې را كښ كړي دي. كه له يوې خوا د موټرو په كموالي كې كمى راغلى نو د دې كمي سوب به په كوټه كې د چاپېرچل د پاكوال او د اكثره ناروغيو د كمي سوب هم وګرځي ځكه چې په كوټه او د دې ايالت په نورو سيمو كې د موټرو د زياتې ګڼي ګوڼي او د موټرو د دودونو له وجې خلك له بېلا بېلو ناروغيو سره مخ كړي دي، خو له بلې خوا خلك له ډېرو ستونزو له هم لاس او ګريوان دي .


دا هم بايد ووايم ، چې له تېرو څو ورځو راهسي په كوټه كې د تېلو د پمپونو مالكانو په احتساب لاس پوري كړى او له حكومت څخه يې غوښتي دي چې افغانستان ته دي د تېلو په تللو باندې بنديز ولګولى شي ګنې نو له دې سره به د تېلو په بيو كې نور زياتوالى هم راشي .