کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډاکتر احمدزي د نوي کتاب په اړه د پيوستون د مبارکۍ پيغام

د ډاکتر احمدزي د نوي کتاب په اړه د پيوستون د مبارکۍ پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم


 د ښاغلی ډاکتر اشرف غنی احمدزي د نوي کتاب دليکلو په هکله د پيوستون موسيسی د مبارکی پيغام


 په اروپا کی د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسه دافغانستان وتلی نامتو شخصيت ډاکتر صاحب احمدزی او د افغانستان د چارو يوې بلې کارپوهې کلير لوکهارټ، ټولو په  هيواد مينو افغانانو او په خاص ډول د افغانستان داوسنيو حالاتو دسياست د ډګر دسالم اند خاوندانو ته ددغه علمی ارزښتناک اثر


 (د ناکامه هېوادونو سمول يا Fixing failed States)


 د چاپيدو او خپريدو له امله خپلی نيکی هيلي او د زړه له کومي مبارکی  وړاندی کوو٠


او هيله مندي ښايو چې د افغانستان د دولت چارواکی ددغه علمی ځيړنو ځخه د اوسنی وخت په پام کی نيولو سره پوره ګټه واخلی تر ځو چی زمونږ د هيواد د اوسنېو ناخوالو دوا  شي، او د افغان ولس شمله او جنډه د تل لپاره لوړه وساتل شي. 


په هيوادنۍ مينه