کور / تازه خبرونه / جنرال مشرف داستعفی ورکولو ګونګوسې رد کړې.

جنرال مشرف داستعفی ورکولو ګونګوسې رد کړې.

دپاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف دیوه خبري کنفرانس له لاری هغه خبرونه بې اساسه وبلل او رد یې کړل چې ګواکې دی به استعفی ورکړي او جلا وطنه به شي. نوموړي خبريالانو ته ويلي چې دى غواړي د پاکستان له اوسني نوې حکومت سره چې دپیپلز پارټۍ او نورو ګوندونو له لوري په ټاکنو تر بري وروسته جوړ شوی خپل ملاتړ اعلان او دې لړۍ ته دوام ورکړي .

وروسته له هغه چې د تېرې فبرورۍ په مياشت کې د مشرف پلويان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پاتې راغلل، له ده څخه دا وغوښتل شول چې له خپلې

که څه هم له ده سره د خلکو ملاتړ نشته، خو نوموړى په استعفا نه ورکولو ډېر ټينگار کوي .