کور / راپور / [افغانستان کښي دي لاس وهنه بنده کړل سي]

[افغانستان کښي دي لاس وهنه بنده کړل سي]

افغانستان کښې دي لاس وهنه بنده کړل سي، پښتونخوا ایس او


دپښتونخوا سټوډنټس آرګنایزیشن ایالتي سیکتري کبېر افغان،مرستیال محمود کاکړ او مرکزي سیکتري احمدجان په کوټه کښي وخبري غونډي ته دویناکولوپه مهال وویل چې دپښتونخواایس اودسهیلي پښتونخواغونډه په ۳م جون په کوټه کښې ترسره سوه.په غونډه کښې په سهیلي پښتونخواکښې دپښتونخواایس اوپه تنظیمي،سیاسي اوعلمي هڅواوهلوځلوجاج واخستل سوو.


په غونډه کښې دپښتونخواوطن ملي وحدت په ځاي کولودپښتونخوا،پښتونستان اوافغانېه په دپښتنوګډخپلواکه قامي وحدت جوړولواوپښتوژبه دپښتونخواوطن سرکاري،تعلیمي،عدالتي ژبه ګرځولو پر پښتونخوا وطن او ښتمنیو د پښتون قام واک واخیتارمنل اوپښتنو ته خپل حق ورکول.تعلیم مفت ورکولواوقامي جمهوري مرام ترسره دکولواودلوستونکوبې دڅه توپېره خدمت کول لوستونکي یومټي کولودپاره وهلوځلوته وده ورکولوپرېکړه سوې ده.


دپښتونخوا ایس او په غونډه کښې غوښتنه وکړه چې په پاکستان کښې مېښته قاموته دي دبرابري په بنسټ حق ورکول سي.رېښتني مرکزي پارلیمان جمهوري نظام رامخته کول دي باوري کړل سي.


نوي آساسي قانون دي جوړکړل سي؛ په آزاد او جمهوري افغانستان کښې دي داسلام آباد استعماري واکمنو او د پټو ښبکو لاس وهنه دي بنده کړل سي.په پښتونخوا وطن په خاصه توګه په منځنۍ پښتونخوا(قبایل)کښې دي دترهګري اوبدامنیت چاپېرل دي ختم کړل سي .


اودټولي نړۍ ترهګرد اېستلو او په افغانستان لاس وهنه اډې ختمول دي باوري کړل سي.


په غونډه کښې آمرواکمنوله خوادتعلیم دښمنه کړن لاره په کلکه وغندل سوه.
دپښتونخواایس اوپه غونډه کښې دپاکستان داوسني حکومت څخه غوښتنه سوې ده چې اوسنې حکومت دي په بودېجې کښې وپوځ ته کمه برخه ورکړي اودتعلیم دپاره دي لوي برخه وټاکي.


او په سعیلي پښتونخواکښې دپښتونخوادتعلیم دپاره پرمختګ دپاره دي ډيري کالداري ورکول سي.په ټولي سهیلي پښتونخواکښې دي دانجونواوهلکوانودپاره دي نوي تعلیمي څانګي پرانستل سي.


دپښتونخواایس اومامورینوپه دې خبري زورورکړې چي حکومت دي پښتوژبه تعلیمي ژبه وګرځوي.