کور / نوميالي / ځوانيمرګ شهيد عبدالله خيال

ځوانيمرګ شهيد عبدالله خيال


د نړۍ په هره برخه کې له مېشتو پښتنو شاعرانو څخه هيله کېږي، چي د پښتو ژبې د خوږژبي ځوانيمرګ شاعر ارواښاد عبدالله خيال د ياد د تازه کولو لپاره دي د دۀ پر لاندېنۍ مسرۍ شعرونه وليکي او لروبر ته دي يې را واستوي، چي په يوه ځانګړې برخه کې يې درته خپاره کړو.


د ځوانيمرګ عبدالله خيال لنډه پيژندنه


  تنده   داشعر په موسيقي کي واورئ  
سپور په نيلي يم روانېږم ، بيا ارمان ونه كړې
سترګې را واړوه ستنېږم ، بيا ارمان ونه كړې
زه له توپانه زېږېدلى، د موجونو غر يم
په رپ د سترګو كي ورانېږم ، بيا ارمان ونه كړې
اوس لا راغاړې وزه پلنګ د ګلاب زما و ستا دى
لكه شبنم درنه وركېږم، بيا ارمان ونه كړې
يم د اوبو د مخ هنداره، وربل ژر سموه
په يوه پوه سره ورانېږم، بيا ارمان ونه كړې
په بيړه ونڅېږه ښكليه ! مهال پاتې نه دى
د مجلس شمعه يم ويلېږم، بيا ارمان ونه كړې
دا تورې څڼې دې په مستو څاڅكو ولمبوه
د سپرلي اېښمه يم، تېرېږم، بيا ارمان ونه كړې
يوه شېبه مې پر زنګون باندې سر وزنګوه
يو سيلانى يم روانېږم، بيا ارمان ونه كړې
ژوند دخوبونو سلسله ده، په باور خو نه دى
لكه ويده هسې ويښېږم، بيا ارمان ونه كړې
قلم راواخله يو انځور مې پر كاغذ وليكه
”خيال” د شاعر يم ترې هېرېږم ،بيا ارمان ونه كړې .


“سپور پر نيلي يم روانېږم بيا ارمان ونه کړې”


شاعران کولاى شي چي په خپله خوښه د ارواښاد عبدالله خيال د شعر پر پورتنۍ مځکه شعر وليکي يا هم همدا مسرۍ پکې وتړي او د مشاعرې په طرحه يې وړاندي کړي :


د خيال د شعر پر ليکه

تبصره نسته

  1. سلامونه !
    خوږو او زړۀ ته راتيرو يارانو په ښاديو ښاد اوسی !
    ستاسو له
    غوښتني سره سم خپل احساس درسره شريکوم،مانا د ځواني مرګ شاعر ملګري \\\” عبدالله خيال
    \\\” د شعر پر مځکه خپله غزل په ډېر درنښت درلېږم،
    په احترام
    عادل اڅکزی/چمن
    پښتونخوا

     
    (دځوانيمرګ عبدالله خيال دشعر پر مځکه)
    غزل
    سوز منه اوښکه يم څڅېږم بيا
    ارمان ونه کړې
    په سپېرو خاؤرو کي جذبېږم بيا ارمان ونه کړې

    لکه شبنم د يوې شپې پر پاڼه ژوند تېروم
    په لمر ختو کي فنا کېږم
    بيا ارمان ونه کړې

    پرې سوي پښې که دي په وران وجود راپوري نکړې
    د شل په نوم به تل
    يادېږم بيا ارمان ونه کړې

    د يزيد غشو د حسېن په وينو ځان اوبه کړ
    غمجن داستان يم
    تکرارېږم بيا ارمان ونه کړې

    عادله ؛ ځه چي له تيارو څخه په ګډه وځو
    کنۍ د مرګ کومي ته
    لوېږم بيا ارمان ونه کړې

    ١٥ مارچ ٢٠٠٨م کال (چمن)
    عادل اڅکزی

  2. يوار خو زما دزوکلېدلي زړګي حال ونيسه
    زه د
    اوږو په ساه چوڼېږم بيا ارمان و نه کړې

    ستن – تار را واخله پرهارونه مي ټک – ټک
    وګنډه
    زه خوار کابل – کابل دردېږم بيا ارمان ونه کړې

  3. رڼا کوم خپله سوځېږم بيا ارمان
    ونه کړې
    خواره کۍ شمع يم مړه کېږم بيا ارمان ونه کړې

    زړه دې خالې که نن دې وار ده ښه ديدن مې وکه

    لنډه کيسه يمه خلاصېږم بيا ارمان ونه کړې

    هوس او شوق کې د مخلوقه ورکه شوې موخه
    د
    ژوند نغمه يم غلې کېږم بيا ارمان ونه کړې

    د ښاخو پاڼې مې بادونو د خزان ژېړي کړې
    د
    للمې ګل يمه رژېږم بيا ارمان ونه کړې

    تنده دې ماته که سرې شونډې مې په شونډو کېږده

    د ميو جام يمه تشېږم بيا ارمان ونه کړې

    څومره چې کېږي همغومره رانه ګټه واخله
    د
    سترګو رپ يمه تېرېږم بيا ارمان ونه کړې

    د سترګو کونج کې د اشنا د نازه ډکه وعده

    ځوانه جذبه يمه هېرېږم بيا ارمان ونه کړې

    د زړه ارمان به د ف – ث ځداييګو پوره شي هله

    چې په خندا ګور ته ستنېږم بيا ارمان ونه کړې

    ډاکټر فيض الله (ثاقب)
    نېټه: 15.
    جوزا.1387

  4. دمـيـني بـڼ  مـي تــالاکېـږي،بـيـا
    ارمـان  ونه کړې
    سپـور پـه نيلي دی روانېـږي، بيا ارمـان  ونه
    کړې

    حـلـقــې جـوړېــږي، بـېـړه وکـړه  ژر
    ديـدن ته  راځــه
    دار ولاړدی،پـورتـه کېـږي، بـيـا ارمان  ونـه
    کـړې

    را ګـړنـد ۍ شـه  ليـږ څـه وايــه
    فـريــښتـو تـه وايـه!
    دهـيـلوګل مې خــزانـېــږي، بيا ارمـان  ونـه
    کــړې

    توفان يمه اخيستی،موجونه مې په غېږکې
    نيسي
    دنـوح کښتۍ دلته غرقـېږي، بيا ارمـان ونـه کړې

    دوزخي اورکې مې،چې ستا دميني
    زورسوځوي
    تـابوت داوښکوپورته کېږي، بيا ارمان ونه کړې

    ستـاديـدارتـه  لـه  اسمانـه
    خــودبـه فــرښتې راځـي
    په تـورو سترګو ديـدن کېږي، بيا ارمان ونه
    کړې

    شـهـيــده! اې  دحـمـاســـو، د
    ارمــانــو شـهـيــده
    درود،د سلام  در روانېږي، بيا ارمان ونه
    کړې

     
    080605
    Sweden – Malmö


    سلامونه او احترامونه! دلراوبر برېښنايـي پاڼـي چلونکې محترم احسان جان او
    ملګرو ته ټول خدمتونه  اودا ډول نوښت يې  ډېر د درناوي او قدر وړدئ
    .

    لابرياليتوبونه مو په برخه شه.
    په درناوي
    عبدالسلام اندړ

  5. *** دلته يواځي په طرحه شعر ليکلائ سئ !