کور / تازه خبرونه / خوست: شپيته کيلو ګرام چاوديدونکي توکي ونيول شول

خوست: شپيته کيلو ګرام چاوديدونکي توکي ونيول شول

د خوست ولايت امنيې قوماندانۍ د امنيت امرسمونوال محمديعقوب وايي چې  پوليسو يې په خوست ښار او ورڅېرمه سيوكې پلټنې پيل كړې وې او د شنبې ورځې په سهار يې د ښارپه مركزي برخه كې يوفلاينګوچ موټر چې شپيته كيلوګرامه چاوديدونكي توكي ، بارود او نور توكي په ښه مهارت سره پكې ځاى پرځاى شوي وو، ونيوو.
  چارواكي وايي چې د موټر چلوونكى په منډه بريالى شوې  خو لدې سره يې د تړاو په توريې درې شكمن كسا ن نيولي.