د پېښور د بمي چاودنې د قربانيانو شمېره تر اويا تنه واوښته

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 29th, 2013


څه شېبې وړاندې د پېښور ښار په قصه خوانۍ بازار د كابلۍ ټاڼې په سيمه كې بمي چاودنه وشوه چې ډېرى ځاني او مالي زيان يې اړولى دى، لراوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: نن د يك شنبې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه دغه په ولاړ موټر كې د چاودېدونكيو توكيو د ځاى پر ځاى كېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي چې تراوسه پوري په كې تر اويا پوري كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، راپورونه زياتوي: په دې پېښه كې اته ويشت تنه وژل او تر څلوښتو پوري نو ټپيان دي چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي، ويل كېږي چې د مړو شويو او ژوبل كسانو په شمېره كې وخت په وخت زياتوالى راتلى.

د عيني شاهدانو په وينا چې وايي: چاودنه ډېره زوروره وه چې د پېښې په ځاى كې اور لګېدلى دى او ډېرى موټران هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي، دوى وايي په دغه ورځ بآندې چې په خيبرپښتونخوا كې عامه رخصتي وي او ډېرى كسان په ښار كې ګرځي او په دغه ځاى كې زياته ګڼه ګوڼه وي، نو د زياتو تلفاتو وېره ليدل كېږي.

دغه چاودنه په داسي حال كې ترسره كېږي چې دا په يوه اونۍ كې دريمه لويه چاودنه ده، چې ډېرى كسان په دې باور دي او وايي په پاكستان كې تر عامو ټاكنو وړاندې عمران خان به ويل: كه زما حكومت راشي نو په څو ورځو كې به د ترهګرۍ كمبله ټوله كړم، دا يې خيبر پښتونخوا او دا يې د عمران خان حكومت.

Copyright Larawbar 2007-2024