د پېښور د چاودنې د مړو او ټپيانو شمېر يو سل لس تنه ته ورسېده

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 29th, 2013


د پېښور د نننۍ بمي چاودنې د قربانيانو شمېره تر يوسل لسو تنو واوښته، د تازه مالوماتو په اساس چې وايي په دغه بريد كې تر اوسه پوري د دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون دره دېرش (۳۳) كسان وژل شوي او شپږ اويا (۷۶) تنه نور ټپيان دي چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي، داسي ويل كېږي چې د مرګ ژوبلې په شمېره كې تر دې نور هم زياتوالى راتلى شي.

Copyright Larawbar 2007-2024