کور / اسلامي / د سړو له پاره د سرو زرو استعمال څنګه دئ؟

د سړو له پاره د سرو زرو استعمال څنګه دئ؟

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (د نارينه وو له پاره د سرو زرو استعمال)
ليکوال: امين الله ازروال
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : پر له پسې لړۍ

د سړو له پاره د سرو زرو استعمال څنګه دئ؟

مفتي عبدالولي :

د سړو له پاره د سرو زرو استعمال حرام دئ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
د ابی موسی الأشعری څخه روايت دئ چي رسول الله وفرمائل چي زما د امت د سړو له پاره د وريښمو جامې او سره زر حرام ګرځولی سوي دي. او د ښځو له پاره حلال ګرځول سوي دي. (ترمذی ).؛ځيني علماء په دې نظر دي چي که يوازي د طلا رنګ ولري مثلا ساعت نو پروا نه لري او که ټول سره زر يا ځيني برخي ئې له سرو زرو جوړی سوي وي بيا حرام دي .
د غاښونو د يوې خرابۍ په سبب د سرو يا سپينو زرو پوښ ورکول روا دي او صرف د ښايست له پاره پوښ ورکول مکروه دي.
(فقه حنفی ابوالمختار په حواله د کفايت المفتی ج ۲ ص ۳۱۳ )

درالمختار ليکي چي د دې خبري د جواز له پاره يو دليل دادئ چي ځينو فقهاؤ پخپله هم دغه ډول غاښونه لګول اوهم ئې د غاښونو کلکول يا تړل د سرو او سپينو زرو په تارونو کړي دي (درالمختار ج۵ ص ۳۱۸).
او همدارنګه د سرو او سپينو زرو په لوښو کي خوراک او څښاک حرام دئ:
له حذيفة (رض ) څخه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ د سرو او سپينو زرو په لوښو کي د خوراک کولو نه او د ديبا او وريښمو ( دواړه د ورېښمو جامې دي ) اغوستلو نه منع کړي يو او پر هغو باندي د ناستي څخه ئې هم منع کړي يو.
(رواه البخاري)