کور / هراړخیز / ملي پخلاينې ته ولې اړتيا ده ؟

ملي پخلاينې ته ولې اړتيا ده ؟

له بل هر وخت دا مهال اړينه بلل کيږي،چې ټول افغانان په خپلو منځونو کې يو موټى اوسره پخلا شي،د ټولو افغانانو تر منځ له دې وروسته بايد ملي روغه جوړه او ملي پخلاينه شتون ولري، ترڅو بيا هم د پخوا په شان ناخوالې او بدبختۍ د بيا ځل لپاره تکرار نه شي او د شته نظام د هر ې برخې پرمختګونو ته هم بايد پام وشي، تر څو د تير په څير بيا هم په دې هېواد کې خداى مه کړه ټول پرمختګونه له منځه لاړ نه شي.

که،چيرې تيرو بدبختيو ته له څو اړخونو وکتل شي ،نو ټول افغانان يې سخت ځپلې دي،چې اوس هم زموږ د زياترو کورنيو ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، او تر څنګ يې دلته داسې کورنۍ هم شتون لري، چې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره خپل ماشومان پلوري، هغه ملي اتلان،چې په دې هېواد کې يې يوازې تګلاره دا وه،چې دا هېواد نور له جنګونو خلاص شي، او ټول افغانان په خپلو کې د سولې او ثبات په شتون کې ژوند وکړي ، هغه يې هم په يوه نوم او پر بل نوم باندې ددې ملت دوښمنو کړيو له منځه يوړل.

که په دې يوويشتمه پيړۍ کې زموږ د زده کړو کيفيت او کيميت ته وکتل شي، نو په دې کې به د بل هر هېواد څخه موږ او ستاسو وروسته پاتې وو،ځکه،چې موږ او ستاسو په خپله خاوره او په خپل ټاټوبى کې سره په جنګ يو او د نورې نړۍ بشر هغه څه په لاس راوړي،چې دا وخت ورته اړينه اړتيا ليدل کيږي او هېڅ کله خپل قيمتي وخت له لاسه نه ورکوي؛ د نړۍ د بشر په څير خو بايد موږ او ستاسو وخت قيمتى کړاى واى،چې دټاکلې اندازې مو کار کوله،ځکه موږ او ستاسو هغه وروسته پاتې هېواد کې ژوند کوو، چې هر څه له نورو هېوادونو څخه راوړو او وروسته ترې ګټه پورته کوو،خو موږ او ستاسو بيا هم دا خپل قيمتي وخت په هغه کړنو تيروو،چې نه زموږ لپاره کوم راتلونکي لري او نه له کوم پرمختګ څخه برېمن کيږو.

له دې وروسته بايد ټول افغانان په خپلو منځونو کې سره متحد شو او هغه لار ه خپله کړو په کومه کې، چې زموږ لپاره سوله او ثبات شتون ولري، ټول افغانان بايد د قوي هوډ او د يوه ټاکلى مسير در لودونکي وو ، تر څو له دې وروسته مو په دې هېواد کې دغه تپل شوى جنګ له منځه وړى وي او هم مو خپل پنځه زره کلن تاريخ ژوندۍ ساتلى وي.

راتلونکې ټاکنې هم د ټولو افغانانو لپاره زياتې مهمې د سولې ثبات په راوستو ، او سرنوشت په ټاکنه کې رغنده رول لري ،نو بايد د خپل سرنوشت لپاره هغه چاته رايه ورکړو، چې په دې هېواد کې دغه بدبختۍ ، ناخوالۍ او بې ثباتي له منځه يوسي، او تر څنګ يې شوې پرمختګونه هم وساتل شي، نه داسې څوګ بايد واک ته ورسيږي، چې په رسيدو سره يې دلته ستونزې رامخې او هېواد مو لا پسې بې ثباته او دې پرديو د لاس وهنې مرکز وګرځي.