دزابل والي ته دمشرانو جرګي لخوا تقدیر نامه ورکړل شوه
جاويد احمد تنوير
په مشرانو جرګه کی دزابل دخلکو استازي محمد داود اساس وایی ددغي جرګي درئیس فضل هادي مسلیمیار لخوا محمد اشرف ناصري ته ځکه تقدیر نامه ورکړل شوه چی په زابل کی یی دخلکو لپاره ښه هماهنګي رامینځ ته کړي ده ، اساس وایی والي یو ملي شخصیت دی او باید نور هم تقدیر شی ، اساس دمشرانو جرګي په نمایندګي ښاغلي ناصري ته دغه تقدیر نامه ورکړه ، کلیپ
ددغه مراسیمو پرمهال یو شمیر قومي مشرانو دمشرانو جرګي دغه تقدیر نامه دزابلیانو یو ویاړ وبلل او زیاته یی کړه چی ددي ولایت والي په رښتیا هم دسیمي په ثبات او ددولتي ادارو سره په هماهنګي کارونه ترسره کړي دی او دخلکو لپاره یی دروغتیا بیا رغوني او پوهني په برخه کی کار کړي دی ، دغه قومي مشران وایی چی دزابل والي باید نو رهم تقدیر شی ترڅو دسیمي لپاره دتشویق په موخه کار وکړي ،
دیادوني وړده چی دزابل والي تردي وړاندی هم دیوشمیر نورو ادارو لخوا تقدیر شوی دی ،