په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۵
د يرغلگرو لښکرو په بشري ضد او جنگي جنايتو کي د مربوطو دولتي ادارو او لوړو چارواکو لاس لرل
ډان ډيوالټ د« امريکايي وژني: که موږ په ريشتيا سره دا نه يو، نو څوک يو؟» تر سرليک لاندي په خپله علمي مقاله کي د امريکايي لښکرو په بشري ضد او جنگي جنايتو کي د متحدو ايالتو د مهمو دولتي ادارو او لوړو سياسي – نظامي چارواکو د گډون په اړه خوندور بيان لري، چي يادونه يې گرانو لوستونکو ته بې گټي نه ده. دی کاږي:« دا د اوباما، هيلري کلينټن، پنيتا او جنرال جان الن دوه مخي او منافقت دئ، چي ځانونه د خپلو لښکرو له بشري ضد او جنگي جنايتو څخه بېل او مبرا ښيي. دا جنايتونه د متحدو ايالتو د نظامي او خارجي سياست مستقيمه نتيجه ده. کله چي ډيک چيني(Dick Cheney) [ د امريکا د پخواني دولتمشر، جورج ډبليو بوش، مرستيال ] او جان يو(John Yoo) [د بوش د دولتمشرۍ په زمانه کي د لوی څارنوال د مرستيال معاون ] په خپلو خبرو او ويناوو کي د شکنجې ژبه او منطق کاريي، بيا نو دا څنگه ممکنه ده، چي د ابوغريب د محبس امريکايي ساتونکي د داسي فاسد او غير انساني فکر پيروي و نه کي؟! په ويتنام کي د امريکايي قواوو قومندان، جنرال ويسټمورلنډ، هم د هغه هيواد په« مي لای »کي د امريکايي عسکرو له خوا د کليوالو ويتناميانو تر قتل عام وروسته ادعا کوله، چي« موږ داسي نه يو» خو وروسته کرَه اسنادو او شواهدو و ښوول، چي جنرال ويسټمورلنډ په خپله د جنگ د قواعدو په اړه و خپلو پوځيانو ته امر کړئ ؤ، چي له هر هغه ملکي ويتنامي سره د دوښمنو جنگيالييويا ويټکانگ په څېر چلن وکي، چي د کمونيستانو تر واک لاندي« مي لای » يا داسي نورو سوله ييزو سيمو کي و موندل سي.» ډان ډيوالټ زياتيي:« امريکايي او ايتلافي واکمنان کوښښ کيي، چي د دغه راز جنايتو و مرتکبينو او عاملينوته په کرېټ کي د يوې خرابي يا وروستې مڼې بڼه ورکي؛ او د بې واکه کسانو پر اوږو د مسووليت په ايښوولو سره ادعا وکي، چي گواگي بشري ضد او جنگي جنايتونه د دوی د عسکري او خارجي سياست زېږنده نه دي.»۲۲
راسئ يوه شېبه په ويتنام او ابوغريب کي د امريکايي يرغلگرو د بشري ضد او جنگي جنايتو دردونکي واقعيتونه و يوې خوا ته پرېږدو؛ او پر ځای يې د خپل هيواد، وران او جنگځبلي افغانستان، په تېر يوولس کلن تاريخ کي د ځينو خونړييو جنايتو په اړه را ولاړو سوو پوښتنو ته د جواب موندلو هڅه وکو. اوله پوښتنه دا ده، چي د طالب واکمنۍ د نسکورېدو په درشل کي د کندوز په « کلای جنگي» کي د طالب اسيرانو وحشيانه قتل عام د چا په امر، لارښوونه او بالفعل همکارۍ وسو؟! د مزار شريف په« دشتِ ليلي» کي د طالبانو ډله ييز قبرونه څه ډول جنايتونه وه؛ او د چا په دستور او همکارۍ تر سره سول؟! ايا د نړيوالو تلوېزوني شبکو مستندو فيلمو په ډاگه و نه ښوول، چي امريکايي سپېشل فورسيز ( خاصو يا ځانگړو ځواکو ) نه يوازي د دې وحشتناکو او شرموونکو بشري ضد او جنگي جنايتو لارښوونه کوله، بلکي په کولو يا ارتکاب کې هم مستقيمه او فعاله برخه لرله. ټول افغانان، په دې حقيقت پوهيږي، چي د دې چنگېز ډوله جنايتو برخه والي جنگي ډلي ټپلي د يرغل له همغه پيل څخه تر اوسه د اشغالگرو امريکايي او ايتلافي لښکرو لاس پر نامه نوکران دي؟!
زموږ ويښو او دراکو هيوادوالو ته به ور په ياد يي، چي يوولس کاله مخکي، د امريکايي او ايتلافي لښکرو د ظالمانه يرغل په پيل کي، د امريکايي ځانگړو قواوو پخواني غړي، جانتن ايډيما(Jonathan Idema)، او ملگرو يې له تروريزم سره د مبارزې په نامه په کابل کي خصوصي محبس جوړ کړئ ؤ. له هيچا څخه پټه نه ده، چي د امريکايي لښکرو دې بې رحمه قراردادي به د خپلو امريکايي ملگرو او پخواني شمالي اتحاد د جنگي ډلو ټپلو په مرسته، انسان تښتوونکو غوندي، د افغانستان له گوټ گوټ، په تېره بيا کابل ښار څخه خلگ برمته کول؛ او په هغه پټ خصوصي زندان کي بې ډول ډول شکنجې او تعذيبونه ورکول، چي په واقعيت کي د همدغو امريکايي اشغالگرانو په امر او لارښوونه جوړ سوئ ؤ. کله چي د ايډيما او ملگرو د خصوصي محبس د شکنجو او تعذيبو رسوايي په نړيوالو مطبوعاتو کي خپره سوه، امريکايي مقاماتو په چټکۍ سره د هغه او همکارانو له ملگرتوبه نټه وکړه. په کابل کي د محکمې په وړاندي د جانتن ايډيما او ملگرو له اعترافاتو څخه له ورايه څرگنده سوه، چي د امريکايي او ايتلافي لښکرو مشران او د کابل د مزدور حکومت چارواکي د هغه په انسان تښتونو، خصوصي زندان، شکنجو او ټول کرغېړن حساب و کتاب پوره خبر وه؛که نه نو ايډيما او نور امريکايي ملگري يې لېونيان نه وه، چي له کور او کهوله زرونه کيلومتره ليري، په خپل خرڅ او خپلو امکاناتو د القاعدې، طالبانو او نورو سياسي مخالفينو په نيولو او شکنجه کولو سره و امريکايي لښکرو، خاصتاً سي. آی. اې. ته خدايي خدمت وکي. ايا دا عقلاً او منطقاً ممکنه وه، چي ايډيما او ملگرو يې و امريکايي مقاماتو ته ډول ډول بنديان او اطلاعات په لاس ورکول، خو بيا هم له دوی سره هيڅ راز سياسي، سازماني او مالي اړېکي و نه لري؟! ايډيما د محکمې په حضور کي ادعا لرله، چي د امريکايي ايف. بي. آی. له خوا يې نيول سوي اسناد او مدارک گرده د دغه راز اړېکو ښکارندوی دي.۲۳
که امريکايي او ايتلافي چارواکو د ايډيما په بشري ضد شکنجو کي لاس نه لرلای، نو څنگه يې و سي. آی. اې. ته اجازه ورکوله، چي له نيول سوو کسانو يا د دوی په اصطلاح شکمنو تروريستاتو څخه د اعتراف اخيستلو يا مالومات ټولولو په مخسد له واټربورډينگ*څخه استفاده وکي، چي د انساني ځوروَني يا شکنجې يوه پېژندل سوې بڼه ده. که امريکايي او ايتلافي مقاماتو د خپلو پوځيانو او استخباراتي کارکوونکو و بشري ضد او جنگي جنايتو ته د رضايت سر نه ښورولای، بيا خو يې د اعتراف اخيستلو، مالومات ټولولو او نورو استخباراتي هدفو دپاره د خلگو برمته کول( چي دوی يې رنډيشن بولي ) هم بايد په زغرده غير قانوني او غير انساني عمل گڼلای؛ حال دا چي موږ ټولو د سر په سترگو وکتل، د امريکا او ايتلافي هيوادو استخباراتي سازمانو له تروريزم سره د مبارزې تر غولوونکي پوښ لاندي، په سوو بې گونا خلگ، له خپلو ښارو او هيوادو څخه و تښتول، چي ځيني يې دوري هوري تر څو مياشتو وهلو، ډبولو او راز راز شکنجو وروسته د بگرام او گوانتنامو په بدنامو محبسو کي و موندل سول. ايا امريکايي چارواکي د نړۍ او افغانستان له گوټ گوټ څخه د خپلو استخباراتي کارکوونکو او پوځيانو په دغه ډول انسان تښتونو او شکنجو خبر نه وه يا تر اوسه خبر نه دي؟! ايا سي. آی. اې. او نورو استخباراتي شبکو و واټربورډينگ ته د يوه مجاز او قانوني عمل په سترگه نه کتل؟! ايا د بگرام او گوانتنامو په محبسو کي له کلونو کلونو ناست افغانان پر خپلسر راوستل سوي دي؟! ايا دا انسان تښتوني، شکنجې، نامالومه بندونه او توقيفونه، پټي محکمې او پټي پرېکړي ټول د امريکايي او ايتلافي هيوادو د سياسي مشرانو د مجرمانه روحيې او رسمي پاليسۍ څرگندوی نه دي؟! ايا هغه سياسي- نظامي مشران چي تر اوسه په بگرام او گوانتنامو کي د افغانانو د بندي ساتلو پلوي کيي، په افغانستان يا نورو استعمارځبلو هيوادو کي د خپلو يرغلگرو لښکرو له بشري ضد او جنگي جنايتو څخه ځانونه مبرا ښوولای سي؟! دردونکې خو لا دا چي په دې بنديانو کي حتا هغه مراهق کوچنيان هم شامل دي، چي منځنی يا اوسط عُمر يې گرسره شپاړس( ۱۶) کاله دئ. ايا تر نامالومي مودې د بگرام په تورو کوټو کي د دغو معصومو افغان کوچنيانو بندي ساتل د بشري حقوقو له ټولو منلو بين المللي موازينو او معيارو څخه ښکاره سرغړونه نه ده؟! ايا همدا يوه فقره د امريکايي او ايتلافي اشغالگرانو د محکوميت دپاره کافي نه ده؟! مگر بشري ضد جنايت څه ښکرونه او لکۍ لري؟! د همدغو دلايلو له مخي ؤ، چي د کولالمپور د جنگي جنايتو محکمې د يوې تاريخي پرېکړي په کولو سره د امريکا پخوانی دولتمشر، جورج. ډبليو بوش او د هغه د حکومت ځيني غړي لکه د پخواني دولتمشر مرستيال، ريچرډ ډيک چيني، د دفاع پخوانی وزير، ډانلډ رمزفيلډ، د بوش پخوانی سلاکار، البرتو گونزالس، د ډيک چيني پخواني سلاکار، ډېويډ اډينگټن، د دفاع د وزير پخوانی سلاکار، دوهم ويليم هېنس، د لوی څارنوال پخوانی مرستيال، جی بايبي، او د پخواني لوی څارنوال د مرستيال معاون، جان چون يو د جنگي جنايتو په کولو گْرَم وبلل.۲۴د امريکا د ايلنوی د پوهنتون د بين المللي حقوقو استاد او د کولالمپور د ټرايبيونل د څارنوالانو د ډلي مشر- پروفيسر فرانسيس بويل (Prof. Francis Boyle) په يوه تلوېزوني مرکه کي يو پلا بيا په ټينگار سره تکرار کړه، چي بوش او بلېر د عراقي اولس په جېنوسايډ او د سولي او بشريت پر خلاف جنايتو کي د لاس لرلو له کبله محکوم دي. موږ هر ځای په دوی پسې يو. يوه ورځ به هرومرو د قانون و منگولو ته په لاس ورسي.۲۵
د کوللامپور تر محکمې وروسته، په جنوبي افريقا کي د اپارټايډ رژيم زړور مخالف او د نړيوالي سولي نوميالي مبارز، سراُسقف، ډيزمينډ ټوټوDesmond Tutu) (هم د برتانيې په« ابزرور»ورځپاڼه کي د يوې مقالې په ترڅ کي يادونه وکړه، چي د امريکا پخوانی دولتمشر( جمهور رييس )، جورج ډبليو بوش او د برتانيا پخوانی حکومتمشر( صدراعظم )، ټوني بلېر، بايد په ۲۰۰۳ع کال کي پر عراق د خپل پوځي يرغل له امله د هالنډ په هېگ ( دينهاخ ) کي د جزا و بين المللي محکمې ته حاضر کړل سي. ده زياته کړې ده: دغو دوو مشرانو د عراق د ډله ييزي وژني د وسلو(WMD) په باب و خپلو خلگو او گرده نړۍ ته درواغ وويل.د ده په نظر پر عراق تېري، د هري بلي شخړي او جگړې په پرتله، نړۍ له ستر گواښ سره مخامخ کړې ده.»۲۶
هو، امريکايي سياسي او عسکري مشران هيڅکله په ښکاره نه وايي، چي د خپلو پوځيانو په بشري ضد او جنگي جنايتوکي ونډه لري؛ خو کله چي د دوی سياسي او پوځي تگلاره په غَوَر وکتل سي، بيا نو د عقل او شعور خاوندان په اسانۍ قضاوت کولای سي، چي د يرغلگرو دولتو سياسي او نظامي مشران تر څه حده په دغه راز جرمو او جنايتوکي ښکېل دي. همدا اوس امريکايي لښکرو زموږ د هيواد په ځينو ولايتو( کابل، کندهار، ننگرهار، خوست، کونړ، پکتيکا او داسي نورو) کي د خپلو مزدورانو داسي پټي ملېشې جوړي کړي دي، چي د کابل د مزدور حکومت تر چوکاټ او څارني دباندي، د امريکايانو د سپېشل قواوو په امر او قومانده کار کيي. دا مزدوري ملېشې نه يوازي په هيواد کي دننه، بلکي کله کله د ډيورنډ تر کرغېړني کرښي آ خوا هم د خپلو امريکايي بادارانو په گټه حملې او غوټې وهي. د دې مزدورو ملېشو په هر راز جرمو او جنايتو کي د امريکايي او ايتلافي قوتو مستقيم لاس دئ.۲۷
پروفيسر جېمز پيټرس د کندهار په زنگاوات کي د کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون زموږ د بې گونا افغانانو د وحشيانه قتل عام په اړه، په خپله مقاله« د اولسي افغانانو وژنه او د اوباما پرده اچوَنه »کي کاږي:« امريکايي پوځ او د اوباما جرمي رژيم په کندهار کي د اولسو کليوالو افغانانو تر بې رحمانه وژني وروسته د شواهدو او مدراکو د نست کولو، د حقايقو د سرچپه ښوولو او عدالت د مخنيوي دسيسه وکړه، چي دا ټول تورونه په واقعيت کي د جنايي تعقيب او استيضاح دلايل دي.»۲۸
جو بېکر او سکاټ شېن(Jo Becker and Scott Shane) په نيويارک ټايمز کي ليکلي دي، چي اوباما له ځانه سره د انسانانو« د وژني ليست يا فهرست» ايښئ دئ. هغه، په تروريستي ضد چارو کي له خپل سلاکار- جان برېنن(John O. Brennan) سره تر سلا مشورې وروسته په خپله د خلگو د وژني په اړه پرېکړه کيي. برېنن، د بوش په اداره کي په شکنجو، پټو محبسو او فوق العاده رنډيشن يا انسان تښتونو پېژندل سوئ شخص ؤ. اوباما د روان کال ( ۲۰۱۲ع ) د جون پر پينځلسمه په ډاگه ومنل، چي اداره يې په يمن او سوماليا کي د مخالفينو په وژنه کي مستقيمه برخه لري؛ په داسي حال کي چي متحده ايالاتونه له يوه هيواد سره هم په جگړه بوخت نه دي.»۲۹
دا ټول په داسي حال کي کيږي، چي د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د « ج » فقرې څلرم( ۴ ) جزء په واضح او روښانه ټکو د هغي منظمي او باقاعده محکمې له ابلاغ سوي مخکني قضاوت پرته، چي په دغه راز جرايموکي ټول ضروري او منل سوي قضايي ضمانتونه برابريي، د اعدام د احکامو تصويبول او عملي کول، جنگي جنايت بولي.
په دې ترتيب نو زموږ ويښ او آگاه لوستونکي د وړاندي سوو شواهد او دلايلو پر بنسټ په څرگنده گوري، چي د امريکايي او ايتلافي لښکرو په بشري ضد او جنگي جنايتو کي د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي او اتمي مادې تسجيل سوي متشکله عناصر ( رسمي پاليسي او پراخوالی ) دواړه بشپړ مصداق لري.
______
لمنليکونه
22 Dan DeWalt, “American Atrocities: Not Who We Are? Really? So Then Who in the Hell Are We? ”, Information Clearing House, n.d.: http://www.informationclearinghouse.info/article31262.htm
23 Pamela Constable,“U.S. Knew All About Private Jail in Kabul, American Tells Court: Seized Material Is Said to Show ‘Constant Contacts”, Washington Post Foreign Service, Tuesday, August 17, 2004: http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/articles/A4821-2004Aug16.html
*واټربورډينگ (Waterboarding)د انساني شکنجې يوه پېژندل سوې بڼه ده، چي جورج ډبليو بوش او د هغه د حکومت ځينو نورو غړو د خپلي واکمنۍ پر مهال د پوښتني گروېږني پرمختللی تکنيک باله. د ربړوَني او تعذيب په دې ظالمانه او قانوني ضد طريقه کي شکمن کسان ستوني ستخ پرې ايستل کيږي؛ او اوږده موده يې پر مخ او خوله اوبه اچول کيږي. دا پرله پسې اوبه موقتاً د شکنجه کېدونکي کس تنفسي لاري بنديي؛ او شخص عملاً د مرگ احساس کيي.
24 Tony Cartalucci, “Former-US President George Bush Officially a War Criminal”, May 17, 2012 Global, Reasearch.ca: http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=30885
25 ــــــــ,“Bush, Blair Wanted For Crimes Against Humanity: Boyle”, Information Clearing House, October 21, 2012: http://www.informationclearinghouse.info/article32818.htm
26 Desmond Tutu, “Why I had no choice but to spurn Tony Blair”, Sunday 2 September 2012,The Observer: http://www.guardian.co.uk/commentisfree/2012/sep/02/desmond-tutu-tony-blair-iraq
27 Nick Turse, “Washington Puts Its Money on Proxy War: The Election Year Outsourcing that No One’s Talking About, Information Clearing House”, August 10, 2012: http://www.informationclearinghouse.info/article32139.htm
28 Prof. James Petras,“The Massacre of the Afghan 17 and the Obama Cover-Up”, globalresearch.ca, March 26, 2012: http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=29982
29 Marjorie Cohn and Jeanne Mirer, “Obama’s Killer Drones”, www.counterpunch.org, JUNE 25, 2012: http://www.counterpunch.org/2012/06/25/obamas-killer-drones/
پاته په بله برخه کي