کور / هراړخیز / ليكواله تاته وايم

ليكواله تاته وايم

انصاف او عدل هغه دوې کلیمې دي چي په یوه انساني ټولنه کي باور، ریښتنولي، مینه، اخلاص، ثبات، امن او ډیري نوري نیکمرغی په وجود راوړي او تر ډیره بریده یوه انساني ټولنه سم لوري ته سموي، خو د انصاف او عدل برعکس کلیمې بیا پورتنی ټولي پدیدې له منځه وړي او د نابودۍ د بې شمیره عواملو څخه يي یو ستر لامل ګڼلای سو.
نن که په عراق، افغانسان، مصر او دې ته ورته نورو هیوادونو کي هر ورځ چاودني کیږي او په سلګونو بې ګناه انسانان وژل کیږي، ټپیان کیږي، بې کوره کیږي، یتیمان کیږي او د غربت، جهالت او ذلالت په تیارو کي پاته کیږي یو ستر لامل يي دا دی چي له دې خلګو سره بې انصافي سوی ده، دا چي ددوی په منځ کي د بې انصافۍ او بې عدالتۍ ټغر چا غوړولی دلته نه پر ږغیږو ځکه چي دا د موضوع بل اړخ دی او موږ د خپلي موضوع څخه لیري کوي.
نن سبا زه په مختلفو ویباڼو کي مختلفي لیکني لولم په ځانګړی توګه هغه لیکني چي موضوع يي پر روانو سیاسي حالاتو او ټولنیزو ستونزو باندي راڅرځي ځکه دا ډول لیکني پدې هیله لولم چي ښايي زه ځیني داسي معلومات پکښې ومومم چي زموږ ټولني ته د یو سالم جهت په ښوولو کي مرسته کوي، کیدای سي ځیني داسي لیکني هم پکښې شاملي وي چي یوازي د سړي وخت نیسي او کوم ځانګړی پیغام نلري خو زیاتره يي داسي لیکني دي چي د لیکوالۍ فن تر ډیره بریده پکښې پرځای سویدی یوازي یو اړخ يي زما په اند پیکه ښکاري چي هغه په یو اړخیز ډول د یو موضوع تشریح کول دي.
زما د لیکني ګوته هغه لیکوالانو ته نیول کیږي چي په اوسنیو وختونو کي د افغانستان پر روان کړکېچ او سیاسي بحران باندي لیکني کوي، زه په ځانګړی توګه د چا نوم نه اخلم ځکه ټول لیکوالان زما د سر سترګي دي، زه یوازي یوه عمومي فارموله وړاندي کوم چي هر څوک کولای سي کار ځیني واخلي، اوس راځم اصلي خبري ته هغه دا چي زیاتره هغه لیکوالان چي د لیکنو موضوعات يي پر پورته ذکر سوو بحثونو باندي راڅرځي یوه موضوع یوازي له یوې زاويي څخه تشریح کوي او نور اړخونه يي له پامه غورځوي او دا طبعي خبره ده چي هره موضوع مختلف ابعاد لري نو که یو څوک د خپلي لیکني لپاره یوه موضوع ټاکي لومړی باید د هغې موضوع ټول ابعاد په ګوته کړي او وروسته يي هر بعد په جلا ډول تشریح کړي چي په دې کار سره به يي د لیکوالی رسالت هم په بې پرې ډول سرته رسولی وي او ټولي هغه مثبتي پایلي چي د بې پرې لیکوالۍ په نتیجه کي لاسته راځي هم ترلاسه کړي وي.
زه د خپلي موضوع د ښه رڼولو په خاطر د بیلګي په ډول له یوې موضوع څخه یادونه کوم هغه دا چي زه غواړم پر یوې موضوع باندي لیکنه وکړم او موضوع مي (د افغانستان د اوسنی جنګ عوامل) ده، په لومړي سر کي زه باید ټول هغه عوامل په ګوته کړم چي د افغانستان په اوسني جنګ کي رول لري لکه:

لومړی: د افغانستان په دولتي او غیري دولتي ادارو کي د اداري او اخلاقي فساد پراخ شتون.
دوهم: د ګاونډویو او نورو بهرنیو هیوادونو لاس وهني او هڅوني.
دریم: په جنګ کي د ښکیلو طالبانو فعالیتونه.
څلورم: د افغانستان د پخوانیو جنګي ډلو او جنګسالارانو شتون او فعالیت.
پنځم: د مخدره موادو پراخ تولید او قاچاق.
شپږم: د افغاني او بهرنیو پوځیانو لخوا د بې ګناه افغانانو وژني او ځوروني.
اووم: د بې سوادۍ د کچي لوړوالی.
اتم: غربت، بې کاري او ………………
دا چي په افغانستان کي د اوسني جنګ ټول عوامل په ګوته سول اوس نو ماته لازمه ده چي پورتني ټول عوامل یو په یو تشریح کړم او د افغانستان په اوسني جنګ کي د هغوی رول وښیم او که زه له پورتنیو عواملو څخه یوازي یو رامخته کړم د بیلګي په توګه (په جنګ کي د ښکیلو طالبانو فعالیتونه) او دا ووایم چي د افغانستان د اوسني جنګ او ناخوالو یوازینی عامل همدغه دی نو دې ته بې انصافي وايي ځکه ما پر نورو عوامل باندي سترګي پټي کړی او دا کار که په ناپوهۍ کي کوم، که يي په ناپامۍ کي کوم او که يي د پلان له مخي کوم ښه نه کوم او زما دا کار کیدای سي چي د بې شمیره کسانو د ګمراه کیدو لامل وګرځي او په ورته وخت کي به مي خپل ځان د ناپوه، بې پروا او یا هم د پیلي لیکوال په بڼه خلګو ته پیژندلی وي.
نو زما اخیري خبره دا ده چي په لیکنه کي هم باید له انصافه کار واخلو او تل باید داسي لیکني وکړو چي په حقایقو سمبالي وي او په عین وخت کي خلګو ته یو پیغام هم ولري چي پدې اړخ کي هم زما نظر دا دی چي له داسي لیکنو باید نور لاس واخلو چي په هغو کي چیغي، نارې، فریادونه، غمونه، جنګونه، وژني او داسي نوري ناخوالي نغښتي وي ځکه دا اوس ټوله بیخي تکراري سوي دي او زموږ د کلتور یوه برخه ګرځیدلې ده، موږ باید اوس داسي لیکني وکړو چي د ټولني لپاره د پورتنیو ناخوالو څخه د خلاصون لاري ولري چي دا کار به مو هم د دنیا او هم د اخیرت لپاره توښه له ځان سره ولري.
مننه

انجنیر محمدخان واصفي- هلمند
نیټه: ۶- عقرب ۱۳۹۲