ارګ: د ګل آغا شيرزي استعفاء ومنل سوه

لراوبر ډاټ کام (کابل) | اکتوبر 3rd, 2013


ولسمشر حامد کرزي نن د ننګرهار د والي او سلاکار وزير ګل آغا شيرزي استعفاء ومنله، چي پرون يې د ولسمشرۍ را روانو ټاکنو ته د کانديدۍ په خاطر جمهوري رياست ته وړاندي کړې وه.
ګل اغا شيرزى د ٢٠٠١ کال له اواخرو راهيسي چي د طالبانو نظام چپه سوى تر اوسه دوه واره د کندهار د والي، د فوايد عامې او ښارجوړوني د وزير او له ٢٠٠٥کال راهيسي د ننګرهار والي په توګه دندي اجرا کړيدي.

ګل اغا شيرزی وایي چي پخواني پاچا محمدظاهرشا او ولسمشر کرزي د بیا جوړوني په چارو کي د لاسته راوړنو له امله د بلدوزر لقب ورکړی دئ او وایي که ولسمشر سو ټول افغانستان ته به د بلدوزر په رقم د آبادۍ کار وکړي.
نوموړی چي د يو شمېر امريکایي چارواکو سره شخصي شناخت او اړيکي لري یو له شتمنو او په نسبي توګه د بیا جوړونې شوقي افغان چارواکی بلل کيږي.
په کندهار او ننګرهار کي د ښاغلي شيرزي د بیا رغوني کارونه اوس هم د پام وړ بېلګو په لیست کي راځي.

د ګل آغا شيرزي په اړه ويل کيږي چي ځانته یې شاهي قصرونه جوړ کړي او زياتره وخت د شپې تر ناوخته موسيقۍ ته ناست وي، خو خپله شېرزی وايي چي په موسيقي هم پوهېږي او ولس ته دخدمت چاري يې هم له خلګو پټي نه دي، نوموړی وايي خلک دي په ننګرهار او کندهار کي د بیا رغوني چاري د ده د دورې څخه مخکي او وروسته سره پرتله کړي او بیا دي قضاوت وکړي.

ګل آغا شيرزى د حاجي عبداللطيف چي بهرنۍ نړۍ ته د کندهار په زمره او په جبهه کي په حاجي بابا مشهور وو، مشر زوی دئ، پلار یې د روسانو د یرغل پر مهال د افغانستان د اسلامي محاذ په چوکاټ کي په کندهار کي یو له وتلو مجاهیدینو څخه بلل کيدئ، چي د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د هغه وخت د خاد په دستور د خپل انډیوال نادرجان لخوا په زهرو ووژل سو او پر ځای یې ګل اغا شیرزي د جبهې چاري پر غاړه واخستې.

ګل آغا شيرزى په ١٣٧١ کال د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر چپه کېدو وروسته هم د کندهار د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي پرون ولسمشر کرزي ته د ننګرهار له ولايت څخه استعفاء وړاندي کړه او غواړي د را روان کال ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کانديد کړي.
ګل آغا شيرزي په ٢٠٠٩ کال هم د ننګرهار له ولايت څخه په دې موخه استعفاء کړې وه، خو هغه وخت چي ولسمشر کرزى خپله هم کانديد وو، د ښاغلي شيرزي استعفاء يې نه وه منلې.

Copyright Larawbar 2007-2024