کور / خبرتیا او پيغامونه / د کرکټ نړيوال جام ته د افغانستان د لار موندني په وياړ د کندهار د والي د مبارکۍ پيغام

د کرکټ نړيوال جام ته د افغانستان د لار موندني په وياړ د کندهار د والي د مبارکۍ پيغام

نېټه: ١٢،٠٧،١٣٩٢

کندهار افغانستان— د خورا فخر ځاى دي، چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي نن د کينيا لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د ٢٠١٥ زېږديز کال په کرکټ نړيوال جام کي د لوبي کولو وياړ تر لاسه کړى.

زه د کندهار ولايت د ټولو ملکي او نظامي مسؤلينو او منسوبينو، قومونو، پرګنو او ولسونو په استازيتوب ددې سوبي مبارکي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي، جلالتمآب جمهور رئيس، د دواړو مجلسيونو مشرانو او اعضاؤ، د کابينې محترمو وزير صاحبانو او د هيواد ټول شريف او متين ولس ته وايم، هيله لرم، چي دغه کاميابي به په هيواد کي د يووالي، اتحاد، اتفاق او ملي پخلايني لپاره زمينه مساعده کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي غړي په ډېر لنډ لوبيز ژوند کي د خپلو خداى ورکړو صلاحيتونو او استعدادونو څخه په استفاده وتوانېدل، چي په دغه ډګر کي د نړۍ ډېر پرمختللي ملتونه شاته پرېږدي او نه تصور کېدونکي برياوي تر لاسه کړي.

د افغان ځوانانو دغي لويي او تاريخي بريا يو ځل بيا نړيوالو ته په ډاګه کړه، چي دغه هيواد د خورا غښتلو او قوي استعدادونو څخه برخمن دى او که فرصت ورکړل سي، نو کولاى سي، چي په ټولو ډګرونو کي خپل سيالان شاته پرېږدي.

د کرکټ نړۍ افغان لوبغاړو په دې او دېته ورته نورو لوبو سره خپلو خلکو او ستړو، خو مينه ناکو ولسونو ته عالمونه – عالمونه خوښۍ ورکړي او د افغانستان يو ښه اړخ يې نړۍ ته ښکاره کړى دى.

زه يو ځل بيا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ددې لويي بريا مبارکي وايم او ورته د ٢٠١٥ کال د کرکټ په نړيوال جام کي د لا ښه لاسته راوړنو او برياوو هيله کوم.

په درنښت

پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا

د کندهار ولايت والي