کور / اسلامي / هغه کس به د ايمان په خوند پوه سي چي …. ٢٧ ويشتمه ورځنى حديث

هغه کس به د ايمان په خوند پوه سي چي …. ٢٧ ويشتمه ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (هغه کس به د ايمان په خوند پوه سي چي ……)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : اووه ويشتمه برخه پر له پسې لړۍ

انس رض له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه نقل کوي چي فرمایي: د ایمان په خوند به هغه څوک پوه سي چي لاندي درې صفات پکښي پیدا سي:
۱. الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ورته تر هر چا زیات محبوب وي.
۲. د هر شخص سره یوازي د الله تعالی د رضا په خاطر محبت ساتي.
۳. له کفر څخه د نجات اخیستلو وروسته بیا ورګرځېدل داسي بد ګڼي لکه په اور کي چي غورځېدل بد ګڼي.

بخاري شریف ، ۱ ج ، ۱۰ ص