کور / خبرتیا او پيغامونه / صميم: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې بله تاريخي بريا

صميم: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې بله تاريخي بريا

محب الله صميم: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې بله تاريخي بريا مو مبارک شه!
۱۳۹۲کال د تلې ۱۲نېټه
دا چې له څو ورځو راهيسې د محتده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې د راتلوونکو ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ نړيوال جام سيالو لپاره د غوراوي لوبې روانې وې، د همدې سياليو په وروستۍ ورځ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کينيا هيواد د کرکټ ملي لوبډلې ته د يوې تاريخي ماتي په ورکړې سره زمونږ د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي وتوانېدل تر څو ددې نړېوالې لوبې په لړ په سيمه ييزه او نړېواله کچه د بريا وياړ خپل کړ،
ګران هېواد افغانستان په دې وروستۍ لسيزه کې په هر ډګر کې د پام وړ پرمختګونه کړي او اوسېدونکو ته يې د ژوندانه ډيرې اسانتياوې برابرې شوي دي، خو ددې هېواد د ملي لوبو پياوړي اتلان په ډير کم وخت کې داسې لاسته راوړنې لري چې نړيوال هم ورته هک حيران دي، د افغانستان هر ځوان لوبغاړي د نړۍ ګوټ ګوټ ته د سولې، امن، يووالي، ګډنړېوال ژوند روښانه او څرګند پيغامونه رسولي او لا هم دا لړۍ روانه ده
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د يادو سياليو د پای لوبې په ګټو سره د ۲۰۱۵ نړيوال جام سياليو ته چې په استراليا هېواد کې به په لار اچول کيږي لار ومونده او ټولو نړيوالو ته يې وښوده، چې افغانستان اوس مهال هغه څو لسيزې پخوانۍ افغانستان ندی، هر مهال د هر چا سره سالمه سيالي کولای شي.
زه د پکتيکا سيمه ييزې ادارې او ټولو پکتيکاوالو په استازيتوب ددې لويې او تاريخي بريا له امله لومړی د هېواد جلاالتماب ولسمشر حامد کرزي، ټولو هېوادوالو او بيا د لوبو مېنه والو ته مبارکي وړاندې کوم، او له ټولو هېوادوالو هيله کوم تر څو د هېواد په بيا رغونه کې په نړيواله کچه دا ډول سالمې سيالۍ ترسره کړي او خپل پخوانی تاريخ يو ځل بيا راژوندی کړي
زه يو ځل بيا د پرديو په لمسون پر هغو غولېدلو د دولت وسلوالو مخالفينو غږ کوم چې راشئ د خپلو داسې پياوړو ځوانانو ملاتړ وکړئ، له ورور وژنو لاس واخلئ، سولييز ژوند غوره کړئ، له نړيوالو سره په هر ډګر کې داسې سالمه سيالي وکړئ او د افغانانو په خوشاليو کې برخه واخلي تر څو نور په دې هېواد کې د بدبختيو لمن ټوله او ځای تل پاتې سوله او ټيکاو خپل کړي
افغانان دې تل بريالي وي
محب الله صميم
د پکتيکا والي