کور / خبرتیا او پيغامونه / عبدالجبار نعيمي:دنړيوال ډګر بله ستره بريا مو مبارک شه

عبدالجبار نعيمي:دنړيوال ډګر بله ستره بريا مو مبارک شه

درنو هيواد والو او دنړۍ په هرګوټ کې مېشتو افغانانو !

دافغانستان دکريکټ دملي لوبډلې هغه بريا او وياړ مو مبارک شه ،چې په نړيوال ډګر کې يې دکينيا هيواد څخه په ډيره اتلولۍ سره ترلاسه کړ او يوځل بيا يې دافغانستان بيراغ دنړۍ په ورغوي کې ځلانده او اوچت کړ.

درنو هيوادوالو! دنړۍ ټول ملتونه په دې پوهيږي چې افغان ځوان نسل ، لوبغاړي او اتلان کولى شي په کم وخت او په کمو امکاناتو سره په هره نړيواله سيالۍ کې خپلو سيالانوته ماتي ورکړي ،خپل ولس ،خاورې او تاريخ ته بريا په برخه کړي، ١١٤کاله کيږي چې په کينيا هيواد کې دکريکټ لوبې کيږي اودياد هيواد لوبغاړي ډيره تجربه او ښه امکانات لري، مګر له نيکمرغه دافغان ملت ځوانو اتلانو په ملي عزم ،هوډ ،ارادې او يووالي سره له يوې خوا يواځې په دې وروستۍ لسيزه کې په هرډګر کې نړيوالې برياوې او وياړونه خپل هيوادته وګټل او دنړۍ ټولو ملتونو ته يې دنړيوالې سولې ،امن ،ثبات ،همکارۍ ،بشر دوستۍ او نيکمرغۍ پيغامونه واستول او دادي دا ځل يې ددوست او ورور هيواد متحده عربي اماراتو په شارجه نړيوال ډګر کې دکينيا هيواددملي لوبډلې لوبغاړوته سختې ماتې ورکړه اوپه دې بريا سره يې د٢٠١٥ميلادي کال نړيوالو ٥٠ اوريزو سياليوته لاره پيدا کړه، بشپړډاډه يو چې راتلونکې بريا اوجام به هم زمونږ په برخه وي.

زه يو ځل بيا ټول افغان ملت او ځوان نسل ته ددې سترې نړيوالې بريا مبارکي وايم ، په ټولو ځوانانو باندې غږ کوم چې په ورته توګه په هرډګر کې خپل هيوادته وياړونه راوړي او خپل ولس ته دهمداسې اتلانو په شان دخدمت جوګه شي .

دخوست دولسونو په استازيتوب د((1 ټلويزيون)) له مشرتابه او درنې ادارې څخه هم دزړه له کومې مننه کوم چې په قانون بڼه يې دخپلو اتلانو دبريا دډګر هرشېبه ،ننداره او نځور خپل هيوادوالو اونړيوالو ته وړاندې کړ ،له نورو رسنيو غواړم چې په ورته توګه دخپلو اتلانو برياووته انعکاس ورکړي او ديک ټلويزيون په شان دملي ګټو ،ملي هويت ،ملي ارزښتونو او ملي وياړونو دساتنې ،پالنې ،درناوي ،خپراوي او فکري رغونې لپاره ملي سنګر او هنداره شي.

په درناوي

الحاج عبدالجبارنعيمي

دخوست والي