جنرال رازق اوګڼو زابلیانو دکرکیټ اتلان وستایل

مختار احمد احسان | اکتوبر 5th, 2013


دهیواد دکرکیټ دملي ټیم داتلو لوبغاړو دبریا په مناسبت نن دهیواد دګڼو ولایتونو
په څير په زابل کي هم ددوی دستایلو په موخه پراخ مراسم جوړ سوې وه دملي ټیم
دستایلوداپروګرام چې ټول زابلي وګړي خوراپکي خوشحاله ښکاریدل پکښي دګڼو زابلي
ځوانانو په شمول دکندهار ولایت امنیه قومندان اودسهیل سرحدي زون درستیزوال مل
پاسوال عبدالرازق اڅکزی دزابل دملي امنیت ریس احمدالله نازک قومي مشر محمد
داودګلزار دسیمي ډيری ژورنالستانو اوورزشکارانو هم برخه لرله پدغه پروګرام کي
دګډونوالو لخوا پوره درې ساعته دپښتني دود سره سم اتڼونه وسول چې ګډونوالو په خورا
خوشحالۍ سره دپروګرام شېبې رنګیني کړې وې ځوان قومي مشر محمد داودګلزار په یادسوي
پروګرام کي رسنیو ته وویل چې داډول پروګرامونه دملي یوالي په برخه کي خورا مهم رول
چې په خبره یې ټول هیوادوال باید پداسي مسایلو کي سره همږغي سي

په ورته ومهال دسیمي نور ګډونوال هم وایې چې دوی ویاړي چې دیرش کلني جګړې څپلی
هیواد یې په نړیواله کچه دافغانانو نوم اونښان ته ستره بریا ورپه برخه کړه هغوی
وایې چې افغانانو نړۍ ته خپله اتلولي اومیړانه څرګنده کړه

هیره دي نه وي چې داپروخت تراوسه لاهم په مرکز قلات ښار کي دوام لري

Copyright Larawbar 2007-2024