کور / هراړخیز / خپل ځان به څنګه خوشحاله ساتو؟

خپل ځان به څنګه خوشحاله ساتو؟

ډېر خلګ دژوند کولو څخه ناخوښه وي، ځیني ئې حتی هیلي هم نه لري او ځیني بیا غواړي چي ځان وژنه وکړي چي دژوند له ستونزو څخه ځانونه خلاص کړي ځکه چي په ژوند کښي ئې خوشحالي نه وي. خوشحالي هغه څه ده چي موږ ئې ټول دپیداکولو او ساتلو کوښښ کوو. هرڅوک هر وخت خوشحاله نه وي. څېړني ښئي چي خوشحالي دمادياتو او سترو بریاو (high achievements) سره لږ اړیکه لري. دانګلیسي څخه غه  لینکه ووایاست چي ستاسو سره دخوشحاله ژوند په کولو او ساتولو کښي کومک کوي:

اول- خوشبینه اوسئ  Be optimistic: په امریکا کښي څېړونکو هغه خلګ تعقیب اووڅېړل چي لاټریاني ئې ګټلې وې. ددوی دڅېړونو په نتیجه کښي څرګنده سوه چي دغه ګټوونکي یوکال وروسته دهغو خلګو په مقایسه چي لاټرۍ ئې نه وې ګټلي، زیات حوشحاله نه ول. دغه څېړنه  ښئي چي هرڅوک دخوشحالۍ یوه خاصه قاعده لري چي دشیانو په ښه او بد پوري اړه نه لري. دخوشحالۍ تاثیرات موقتي وي. دیوچا زیاته او لږ خوشحالي دهغه دارثي خواصو او فکر کولو تابع وي. که غواړئ چي ځانونه خوشحاله وساتئ نو دورځي کوچنۍ کوچنۍ خوښۍ مو سره راټولي کړئ چي لوی- لوی خوشحالۍ  ځني جوړي سي. دمثال په توګه: نن پرسړک زیات بېروبار نه ؤ، تاسو ژر دفتر ته ورسېدلاست، سهار مو دخپلي مېرمني سره ښه ناری وخوړئ، خپل دوست  درته یوه خندوونکې خبره وکړه چي ته ئې ډېر وخندولې، دخپلو اولادونو سره دباندي ولاړست اوداسي نوري کوچني خوښۍ سره ټولي کړئ او ځان ته داسي حالت جوړ کړئ چي له دې څخه وروسته ښه والی راځي. مثلاً تاسو خپله دنده له لاسه ورکړه اوس داسي فکر وکړئ چي تردې به بله ښه وظیفه پیدا کړئ. په ژوند کښي خوشبینه اوسېدل اسانه دي که چیري تاسو خپل ذهنیت (mentality)  دکامیابۍ لور ته عیار کړئ.

دوهم- په پرېکړه کولو کښي جرءت ولرئ: کله چي تاسو دژوند ديوې مسئلې په اړه پرېکړه کوئ، نو دسمي پرېکړي کولو جرءت ولرئ. هیڅکله پرهغو پرېکړو مه پښېمانه کیږي چي تاسو مخکي کړي وي ځکه چي تاسو پرېکړئ ددې له پاره کوئ چي ژوند مو سم سي. دژوند ددرو سيګانو(3 C’s) لکه (choices, chances, and changes) پراساس ژوند وکړئ.

دريم- داساسي ضرورتونه دپوره کولو له پاره پوره پیسې ترلاسه  کړئ: دامریکا په متحده ایالاتو کښي داساسي ضرورتونو (خوراک، پوښاک او سرپناه) کلنی مصرف شپېته زره ډالره دئ. په امریکا کښي تر دغه اضافه پیسې درلودل دهر چا دخوشحالۍ سبب نه ګرځي. دلاټرۍ ګټوونکو مثال درپه یادکړئ چي دیوه کال وروسته ترهغو خلګو حوشحاله نه ول چي لاټرۍ ئې ګټلي نه وې. ستاسو خوشحالۍ ستاسو دډېرو پیسو دترلاسه کولو تابع نه دي. ستاسو دمعاش دزیاتېدو سره به ستاسو استراحت زیات سي خو استراحت همېشه خوښي نه راوړي.
څلرم- دخپل جسم سره مو مناسب چلند وکړئ: څېړونو ښوولې ده چي تمرین یا ورزش، سم پرهېز، منظم خوب دخوشحالۍ اساسي عوامل دي. ساینس پوهان وايي چي تمرین زموږ ددماغونو کېمیاوي مواد (chemicals) چي ورته (endorphins) ویل کیږي ازادوي چي زموږ موډ ارزیابي کوي. وچه اولنده مېوه خوړل ستاسو دماغ او بدن ته انرژي ورکوي. ناسم پرهېز او داسي خواړه خوړل چي زیات کاربوهایډریېت او شوګر ولري دخپګان دناروغي سبب ګرځي. څونده چي تاسو په کافي اندازه خوب کوئ، په هغه اندازه به خوشحاله یاست. یو ساعت اضافه خوب کول سړی تر دې خوشحال ساتي چي شپېټه زره ډالر پیداکړي. دمنځني سن خلګ باید دشپې اته ساعته خوب وکړي. کوچنیان او بوډاګان باید نهه الی یوولس ساعته خوب وکړي. که داسي وکړئ نو به په ژوند کښي خوشحاله یاست.

پنځم- دکورنۍ او دوستانو سره مو نزدې ووسېږئ: دکورنۍ او دوستانو سره مونزدې ووسېږئ چي ډېر ئې ووینئ. موږ په حرکت درلودونکې ټولنه (mobile society) کښي ژوند کوو، خلګ په ټول وطن یا ځیني وخت په ټوله دنیا کښي په وظیفو پسي ګرځي چي زیات معاش تر لاسه کړي خو ډېر تنخوا ستاسو پرخوشحالي دونده تاثیر نه لري لکه څونده چي تاسو خپلو دکورنیو او دوستانو سره نزدې وسېږئ. که په اوسنۍ وظیفه کي دکال شپېته زره ډالر در کوي او تاسو ددوستانو څخه لیري ولاړ سئ چي دکاله یولک امریکايي ډالر وګټئ نو دا څلوېشت زره ئې بیرته باید ددوستانو او دکورنیو دغړو سره په لیدلو مصرف کړئ.

شپږم- خواخوږي اوسئ Be compassionate: دبل چا سره مهرباني کولو ته خواخوږي ویل کیږي. یوې څېړني ښوولې ده چي انسانان په دې ډېر خوشحالیږي چي یا نورو ته خیرات ورکړي او یا وویني چي دنورو خلګو سره ښه کیږي ددې پرځای چي دوی ته دي خپله یوڅه ورکول سي. دخپل وس او امکاناتو سره سم دهغو اسانه، چټکو او اغېزناکو لارو په اړه فکر وکړئ چي تاسو دهغو په وسیله دخپلي ټولني سر مرسته کولای سئ. دمسجد،مذهبي او په اجتماعي فعالیتونو کښي مفت ګډون وکړئ. ډېر کوچنیان سته چي سمي لاري ښوولو ته انتظارکوي. تاسو ورسئ، دغه کوچنیان پر صراط مستقیم باندي برابر کړئ. خپل ولس ته کوچني قرضونه(microloan) په پور ورکړئ چي دهغو اقتصاد پیاوړی سي. غریبو خلګو ته ډوډئ، کالي او سرپنا برابره کړئ. ددغو کارونو څخه چي مو هر یو په وسه پوروي، وې کړئ، دغه کار ستاسو دخوشحالۍ سبب کیږي.

اووم- خپل په اوسنۍ وظیفه کښي خوشحالي ولټوئ: ډېر خلګ توقع لري چي سمه وظیفه یا مسلک به ددوی دخوشحالۍ په لېول کښي ډراماټیکي تغیر راولي مګر څېړنو دا واضح کړې ده چي ستاسو خوشبیني او داړیکو کیفیت هغه خوند پټوي چي تاسو ئې له خپلي وظیفې څخه تر لاسه کوئ. که چیري تاسو مثبته نظریه (positive outlook) ولرئ، له هري دندي څخه ښه پوره خوند اخیستلای سئ. دا خبري په دې معنی هم نه دي چي تاسو باید په داسي وظیفه پسي ونه ګرځېږئ چي هغه دي تاسو خوشحاله کوي، ځکه چي ډېر خلګ په دې باور دي چي سمه وظیفه دخوشحالۍ یو ستر عامل دئ.  تاسو باید پوه سئ چي ستاسو وظیفه تاسو دونه نه سي خوشحاله کولای لکه ستاسو مثبت فکر او ښې اړیکي.

اتم-خاندئ: ساینس وايي کله چي تاسو خاندئ، ستاسو موډ ارزیابي کیږي. که مو په وسه پوره وي نوټول وخت خاندئ ځکه چي خندا خوشحالي تقویه کوي. هغه خلګ چي ددرد په وخت کښي خاندي تر هغو خلګو ئې لږ تکلیف لیدلی وي چي نه خاندي.

نهم- بخښه وکړئ: بخښه زړونه رغوي/جوړوي خو تراوسه معلومه نه ده چي بخښنه (forgiveness) ستاسو پر زړونو څرنګه مستقیم تاثیر کوي. څېړني وايي چي بخښنه د فشار/هیجان درک (perception of stress) کموي. کله چي په ژوند کښي یو څوک درسره بې انصافي او یا نامردي وکړي، تاسو عکس العمل مه ښکار کوئ، بلکي بخښنه وکړئ، هغه خوند چي په بخښنه کښي سته په قصاد اخیستلو کښي نه سته. قصاد یو طرف د څو شېبو له پاره خوشحاله کوي خو بخښنه دواړه طرفینو ته دتل له پاره خوشحالي راوړي.