په شمال ختیځو ولایتونو کې د مثلث په نوم عملیات پيل شول.

رحيم ګل څاروان | جون 8th, 2008


دافغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې دملي دفاع وزارت دمثلث په نوم عملیات پيل کړي، دا عملیات چې دملي اردو په رهبرۍ پيل شوي، نړیوال ځواکونه او ملي پولیس هم ورسره ملګري دي، دملي دفاع وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا عملیات نن سهار په نهو بجو پيل شول ، او داشکمش او نهرین په ولسوالی کې روان دي، له دغو عملیاتو موخه سېمې له ترورستانو پاکول دي.

Copyright Larawbar 2007-2024