کاناډایی سرتیری په یوی څاه کې تر لویدو وروسته مړ شوی.

رحيم ګل څاروان | جون 8th, 2008


تیره شپه یو کاناډایی سرتیری دکندهار ولایت د ژیړۍ په ولسوالۍ کې لومړی په یوې لویې څاه یا کاریز کې ولوید چې بیا وروسته د کاناډایي ځواکونو نظامي اډی ته د درملنې لپاره ولیږدول شو ولې په روغتون کې یې ساه ورکړه او وی مړ.
دغه سرتیری چې کپټان جاناتن سیندر نومیږي په ګزمه بوخت وو چې په څاه کې ولوید ، معمولا په افغانستان کې په ډیرو سیمو کې څاه ګانې یا کاریزونه کومې نښې نه لري.
په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو قومندان جنرال دینیس تومفسان ویلي چې دغه سرتیری د ملي اردو او افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت وو هغه ویلي دا یوه بده پیښه وه او هیڅکله به د خپل سرتیري سرښندنې هیری نه کړي.
ددی سرتیري دوهم ځل ماموریت وو چې په افغانستان کې یې ترسره کاوه.
کاناډا په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې په کندهار کې میشت دي له دوه زره او دوم کال راهیسې کاناډا څه باندې اتیا سرتیري په افغانستان کې له لاسه ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024