کور / اسلامي / د ايمان بشپړوالى ٣١ م ورځنى حديث

د ايمان بشپړوالى ٣١ م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د ايمان بشپړوالى)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : يودېرشمه برخه پر له پسې لړۍ

د ايمان کاملوالى:

له انس رضی الله عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چي په تاسې کي يو تر هغه وخته پوري نه سي مؤمن کېداى تر څو پوري چي دی د خپل ورور د پاره هغه څه خوښ نه کړي کوم چي د ځان د پاره خوښوي.

(بخاري)