دخوست ولایت پنځه کلن ستراتیجیکې پلان او پاکستانۍ کلدارې

د لراوبر اداره | اکتوبر 8th, 2013


دخوست ولایت پرمختګ ،بیارغونې په وړاندې نه زغمونکې خنډونه او ستونزې
خوست ولایت دافغانستان د خپلواکۍ په تاریخ کې،د اقتصاد،سیاست او امنیت په برخه کې خورا مهم ستراتیجیکې موقیعت لري . خوست د لراوبرو پښتنو په تاریخ کې د تګ راتګ ،ملي یوالي او ملي سیاسي ویښتیا په لاره کې یوستره نه ماتیدونکي مرکز بلل کیږي . دخوست توریالي قومونه د هیواد دخپلواکي په جګړه کې تل په خپله خوښه د دښمن په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دریدلي دي . عجیبه خبر دا ده،چې دوی دهیواد دبیا رغوني په بهیرکې په ورستي لیکه کې درول کیږي . د ورستیو دولسوکالونو په بهیر کې دخوست ولایت دخلکوله ډیرو ستونزو او شکایتونوڅخه ورسته ایله اوس په پلازمېنه کابل کې دروان کال د وږي په میاشت کې د وزیرانو شورا په ماڼۍ کې د دولت دجګپوړو چارواکو،دیونما استازي، دبیلابیلو مرستندویه بنسټونو غړو،د مدني ټولنواستازو اوګڼ شمیر نورو مسوولینو په ګډون د خوست د وګړو دپرمختګ ،بنستیزو غوښتنو،حقونو، وړاندیزونو شریکولو او اوریدو په موخه دیو پنځه کلن ستراتیجیکې پلان دتطبیق او پرمختیا لپاره یو ورځنې کنفرانس جوړ شو. له کلونوکانو راهیسې دخوست ولایت د مالومواو نامالومو لاسونو له خوا په انزواکې ساتل شوي دی، له همدې امله خوست کې دیو نورمال ښاري ژوند دنه پرمختګ ، دمدني، ټولنیز اوملکې ورځنې ژوند په برخه کې یوه ستره بېساري مایوسوونکې تشه تر سترګو کیږي .
په کومه کچه چې دخوست ولایت دافغانستان له مهمو ولایتونوڅخه بلل کیږي، په هماغه کچه د دولت د ځینو ناپوهه،بي کفایته مسوولینو اوچارواکو له خوا دخوست ولایت دټولنیزي ښاري ژوند اوکلیوالي هر اړخیز ه پرمختیا ته قصدآ پاملرنه نه کیږي .
ما ( لیکوال ) په خپله سږکال دروژې په مبارکه میاشت کې د خوست له ولایت څخه یوځلې بیا لیدنه وکړه . د خوست په ولایت کې د خوست دشریفوخلکو له خوا شوي پرمختګ او مثبت اقتصادي او ټولنیز بدلونونه دستایني وړ دي . دا پرمختګونه په هغه اندازه نه محسوس کیږي،کوم چې په دې ورستیو کالونو کې د افغانستان په نورو ښارونواو ولایتونو کې لیدل کیږي . خوست کې دچښاک پاکې اوبه دنه شتون له امله نن هم خلک،ماشومان،ناروغان د ډنډوناپاکي اوبه چښې، دښوونځیواو روغتیايي کتنځایونوکمښت،د برېښنا نه شتون ،د زخیروي بندنو جوویدل اړتیا، د پلونو، پلچکونو،د استنادي دیوالونو جوړولوکمښت ، د شاړو ځمکونه ابادي او ولسوالیو ته دسړکونو نه جوړیدلو کمښت، هرچاه ته له لیري څخه ډیر ښه بریښې . دخوست میړني او دژوندپه هره برخه کې له پامه غورځول شوي قومونه د خپلو دغو بنسټیزو حقونو،بي برخيتوب،محکومیت اومحرومیتونوسره له ډیره پخواڅخه اشنا دي .
څه شي چې ما ته او بل هر مسافر ته دخوست ښارته د ننوتلواو ښه راغلاست سره سم سخت شووک ورکوي ، هغه د خوست په شان ولایت کې،چې جګه افغاني ملي روحیه لري، په هیواد پالنه ،ملي توب ، دافغاني ملي ارزښتنو،دودنو اودملي هویت په ساتنه کې خورا مهم ځای لري . په دغسي یو ولایت کې دڅه باندې یوې لسیزې څخه خلک خپلي ورځینې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداره یا کرنسۍ باندې ترسره کوي . خوست د هیواد یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې لا هم خلک په کې د ملي کرنسۍ افغانۍ پرځای خپلي ورځینې راکړې ورکړې پر پاکستانۍ کلدارې تر سره کوي . دافغانستان په ډیرو نورو ولایتونوکې هم دغه ملي ستره ستونزه شتون لري ، چې د ملي کرنسۍ افغانۍ په ځای پاکستانۍ کلداره او ایرانۍ ټومان په کې چلیږي .
دافغانستان ختيځ اوسويلي ولايتونوکې پاکستانۍ کلداره او په ځينو لويديځو ولايتونو کې ايرانۍ ټومان د افغانۍ ملي کرنسۍ په ځای چلیږي
ملي کرنسۍ دیوهیواد دولتي ویښ ځواک،ملي هویت ،ددولت دملي حاکمیت اود ځمکني بشپړیتا ساحه تعیننوي . ملي کرنسۍ د ولس او دولت ترمنځ د ټولنیز تړون یوخورا مهم توکې ګڼل کیږي . د ولس او دولت ترمنځ اړیکې اواعتبار لومړۍ په ملي کرنسۍ یا پیسو باندې پیل کیږي . ددولت اورګانونه دافغانستان بانک یا مرکزي بانک، دمالیي ،اقتصاد وزارتونه او ښاروالې مجبوري دي،چې دهیوادپه بازارونواو ماکیټونوکې پر ملي بانک نوټونو،دافغانۍ ارزښت او چلښت باندې مستقیمآ کنټرول ولري . ځکه بانک نوټونه د شخصي بانکونو له خوا بازار ته نه رایستل کیږي .
د افغانستان په ځينو لويديځو ولايتونو کې ايرانۍ ټومان او دافغانستان په ختيځ اوسويلي ولايتونوکې پاکستانۍ کلداره د ملي کرنسۍ افغانۍ په ځای د چلښت له امله ،افغان دولتي او سیمیزو چارواکو ته ستر ملي شرم رامنځ ته شوي دی، چارواکې يي په دې برخه کې له سترو ننګونو او ناکامویوسره مخامخ کړي دي .
افغان مرکزي حکومت دډیورڼد کرښې په اوږدو کې پراته ولایتونو ته، چې دپنجاب دمستقیمي سیاسي، اقتصادي اوپوځي محاصرې لاندې و راغلي، د پاکستانۍ کلداري یا دپاکستان دپیسو دسیاست په وړاندې او دپنجاب دپرلپسې اقتصادي ضربي دمخنیوي لپاره هېچ ډول دولتي امنیتي تدابیر نه دي نیولي شوي . کابل کې د خوست ولایت د پنځه کلن ستراتیجیکې پلان په کنفرانس کې دپاکستانۍ کلدارې یرغل د خوست لپاره دغه مهمه اقتصادي بنسټیزه ستونزه یا موضوع اصلآ یاده نه شوه . دولت دسویل او لویدیځ ولایتونوپه اقتصادي سوداګریزو ستونزو او په بازار ونوکې د راکړې ورکړې د کنټرول هېچ ډول لیوالتیا، سیاسي اراده ، ټولوته منلي شوی جوت او هراوخیز پلان نه لري .
په کابل کې د ولتي مسوولین د خوست ولایت لپاره پنځه کلن سراتیجیکې پلان جوړوي ، دوی د خوست ولایت په ښار، ولسوالیو اولیري پرتوسیموکې ترټولوستره سیاسي،اقتصادي او استعماري ستونزه یعني پاکستان د خپلي کلدارې له لارې موږ پرخاوره اقتصادي برید کړي او ددې نا قانونه اقتصادي برید د مخنوي لپاره دولتي چارواکې او سیمه ایزه مسوولین هېچ ډول جدي پاملرنه او په وړاندې ټینګ جدي اقدام نه کوي .
د خوست شریف عام ولسي وګړې مجبوره کړل شوي دي ،چې دڅو مفسدو،بي کفایته او بډې اخیستونکې چارواکواو د څو تنود ګوتو په شمار دپیسو لیواني سوداګرو له لاسه خپلي ورځنې راکړې ورکړې او چارې دخپلي درني افغانۍ ملي پیسې پرځای په پاکستانۍ کلدارې ترسره کوي .
دیو ویښ ملي دولتي ځواک له خوا به دخوست شریفو وګړوته ، هتیووالوته اوسترو سوداګرو ته د بهرنیو پیسو پرځای د افغاني پیسو یا بانک نوټونو دچلښت ،دملي هویت ارزښت ،ملي ګټې او په خپل هیواد کې دپیسود کارولو ګټي ورښوولي شوي وای . د یوملي ولسي دولت له خوا به خوست او د ډیورنډ کرښې ورڅیرمه ته په ټولو ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې کارولو اومخنیوي په برخه کې عامه پوهاوي او په پرله پسې توګه پراخ ملي کمپاینونه او ملي پروګرامونه پیل شوي وای، هغه ملي ضدلوی سوداګر ،هټیوال او د پاکستاني کلداري مافیايي کړې، چې د افغانستان په ښارونو کې پاکستانۍ کلداره چلوي،ددولت له خوا به لاس په لاس نیوالي شوي وای او د قانون منګلو ته به سپارل شوي وای او دپاکستانۍ کلداروکاروونکې ته قانونآ سخته جزا ورکړل شوي وای . افغانان باید هم له ځانه سره لږ څه فکر وکړي او له ځانه پوښتنه وکړي، چې یو پنجابي یا یو ایراني به په پنجاب او تهران کې په افغانۍ کرنسۍ باندي راکړه ورکړه وکړي ؟ که کوم لیوني سړی داچار هلته ترسره کړي، له هغه سره به ددوی دولتونه او ولسي خلک څه ډول چلن وکړي؟ .
سړي حیران شي، چې افغان کمزوري فاسد دولت پوهیږي ،چې د پنجاب پوځ نه یواځې له ډیورنډ کرښې راتیر شوي دی ، بلکې دوی دافغانستان وسله والو دښمنانو،مخالفینو ته وسلې او لوجیستیکې مرستې برابروي، دوی دافغانستان په خاوره کې نظامي تاسیسات جوړکړي،دوی دافغانستان خاوره په پرله پسې توګه په توغندیو ولي،د دوی له خوا په ځینوسیمو کې پاکستاني تذکرې ویشل شوي دي، ان دافغانستان په ځینو افغاني سیموکې پاکستاني ښوونیزه تدریسې نساب پلې شوي دی ،افغاني غالۍ دپاکستان په نوم نړۍ ته صادریږي او په ګڼ شمیر ولایتونو کې لکه د پاکستان د ښارونو په څیر پاکستانۍ کلداره چلیږي ، دا او داسي نورحرکتونه د پاکستان له خوا د یو ځانګړي اوږدمهال استعماري پلان له مخي ترسره کیږي . داسي نه ده ،چې دافغانستان په کورنیو چارو کې د پنجاب هره یوه لاسوهنه یوه جلا جلا تصادفي پېښه ده .
د پاکستان په بانک نوټونوکې د انګریز علی جناع عکسونه دي .دغه بانک نوټونه د علي جناح له عکسونو سره د خوست ولایت دهر وګړې په جیب کې دي .له دې سره د پنجاب او دپاکستان مرکزي بانک لاس د سیمې دغیرتي خلکو په جیبونو کې دی . د دولتي چارواکو د بي کفایتي له امله د افغانانو ورځینې عادي ژوند پاکستانۍ کلداره ټاکې اوهرورځ په پرله پسې توګه ددغوخلکو بنستیز حقوق تر پښو لاندې کیږي . بیګناه بي دفاع افغانانوله ترهګریزو وژنوڅخه ورسته د ګاونډیو هیوادو له یو بل ستر اقتصادي ګواښ سره مخامخ شوي دي . دهغي ملي مسلمان پښتون افغان لمونځ او روژه به خدای ( ج ) څنګه قبلوي، چې په جیب کې د انګریز علی جناح عکسونه وي ،دی چې داپردې پیسې په خپل هیوادکې چلوي ، دی به څنګه ځان ته پښتون افغان مسلمان او ګران افغانستان ته یو وفاداره افغان وګړي وایي ؟

پوښتنه دا ده، چې افغانان ولې خپلي ملي کرنسۍ ته په درنه سترګه نه ګوري ؟ له ۲۰۰۱ کال څخه په راوروسته موده کې چې افغاني بازارونو ته د امريکايي ډالر او د نویو افغاني بانکنوټونه وړاندې شول ، چې څه ناڅه د ټولو عمده راکړو ورکړو لپاره وکارول شي، د ملي کرنسۍ افغانۍستونزه نوره هم ګرانه او پیچلي شوه .

که څه هم دافغانستان ملي کرنسۍ افغانۍ له تېرو شپږو کلونو راهيسې، خپل ارزښت ساتلی او ورسره پاکستانۍ کلدارې خپل ارزښت ورو ورو له لاسه ورکړی دی . هغه کسان چې پاکستانۍ کلداره کاروي پوهیږي، چې له ماليٍ زيان سره به مخامخ شي. بیاهم دی د کلدارې او ټومان له کارولو څخه لاس نه اخلي .

ولې افغانان په افغانستان کې پاکستانۍ کلدارې او ایرانۍ ټومان دملي کرنسۍ افغانۍ پرځای د راکړې ورکړې پرمهال کاروي ؟ ولې دافغانانو دخپلي ملي درني کرنسۍ پرځای کم ارزښته پردې کرنسۍ خوښیږي؟ ولې خلکو ته په پاکستانۍ کلدارې د ورځینې ژوند توکې ارزانه پریوځي ؟ .
که سړی هغي سیمو ته، چیر ته چې بهرني کرنسۍ په کې چلیږي ،ښه ځیرشي، د خلکو حقوقي ،سیاسي ، اقتصادي ناوړه حالت، د زده کړې خواشینونکۍ تیټه حالت او دولتي ځواک نه شتون یا د دولتي چارواکونه فعالیت . سړی دپوښتني ځواب ته ځښت ډیر ځوابونه موندلي شي . یو ستر لامل یي دا دی ،کله چې دولتي عالي رتبه او ټیټ رتبه مامورین معاش اخلي ، دوی بیا افغانۍ په پاکستانۍ کلدارې بدلوي . په افغانستان کې ځکه خلک خپلي ملي کرنسۍ افغانۍ ته ارزښت نه ورکوي او نه يي اخلي . د ولایتود جګپورې چارواکو په جیبونوکې امریکایي ډالر، پاکستانۍ کلدارې او ایرانۍ تومان دي .
اټکل دوه پاکستانۍ کلدارې په یوه افغانۍ بدلیږي . د خوست بازار په هټیوکې دتوکې بیه په افغانۍ او پاکستانۍ کلداره یو شان ده .د سل افغانۍ توکې بیه هم په سل پاکستانۍ کلدارې ده . دساري په توګه د سلو افغانیو په ارزښت توکې په سلو پاکستانۍ کلدارې پیرودل کیږي . که څوک هتیوال ته د ټوکو اخیستلو په بدل کې افغانۍ ورکړي ،دی به تاسو ته ووايي، چې نه پوهیږم ،چې په پاکستانۍ کلدارې دغه توکې په څومره کیږي ، کلدارې راکړه . دافغانستان په کومو سیمو کې، چې دملي کرنسۍافغانۍ پرځای پاکستانۍ کلدارې او ایرانۍ تومان چلیږي . په دغه سیمو کې افغانان خپل افغاني بانک نوټونه یا ملي کرانسۍ افغانۍ په ډیره سختي سره پېژندلي شي .

د کابل مفسده،کمزوره،انحصاري ماتیدونکې بي کفایته اداره د ډیورنډ پرکرښه دپرتو قومونو بدحالت ته هېچ پاملرنه نه ده کړي او نه يي کوي، له همدې امله د خلکو او دولت ترمنځ ستر واټن رامنځته شوي دی . ځیني ولسي وګړي مجبور کړل شوي دي، چې داسي یو ملي ضد منفي غبرګون د دولت د نه شتون او دبي واکې په وړاندي وښیي . اوسني دولت په دې ورستیو څو میاشتو کې نوره نشي کولاي ،دخلکوترمنځ دغه اوږد واټن بیرته را لنډکړي . دراتلونکې نوي ملي مرکزي پراخ بنسټه افغان شموله حکومت له خوا باید د پاکستان داستعماري پلان په وړاندې د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ولسونوته یو ستراتیجیکې متقابل پلان د ملي ګتو پربنسټ جوړ کړل شي . چې ورسره زموږ ملي کرنسۍ افغانۍ په قبایلي سیمه کې د راکړې ورکړې پرمهال وچلیږي . ازاد قبایلیان باید مجبور کړل شي ،کله چې دوی د خپل هیواد ښارونو او په ځانګړي دول خوست کې توکې اخلي، دوی بایدراکړه ورکړه په افغانۍ تر سره کړي . د افغان دولت له خوا په قبایلي سیمه کې باید افغاني تدریسي نساب پلي شي او داسي نور و ډیرو هغه حرکتونه ،چې پنجاب ځان ته په دیر سپین سترګتوب سره په قبایلي سیمه کې اجازه ورکوي ، دا چارې بیا دافغانانو مسلم حق دي داسیمه دافغانستان د ملي دولت د نفوذ سیمه ده .یرغلګرپنجاب ته باید خپل سرحد ورمالوم کړل شي . دافغانستان نوي ملي دولت باید په ډګر اعلان وکړي ،چې دپنجاب یرغګر پوځ د ازادوقبایلي سیموڅخه ، د افغانستان د اغیزې سیمې څخه ،چې څنګه راغلي باید هماغسي بیرته زر ووځي . ځکه له کلنه چې دپنجاب پوځ دغي سیمې ته راننوتلي دی ، افغانستان ناارامه شوي دی .
د دولت له خوا باید دبهرنیوپیسو د مخنوي په اړه خلکو ته هراړخیزه مالومات ورکړل شي ، په ښارونو کې د بهرنیوپیسو دمخنیوي لپاره دڅار کمیسیون سره یوځای یو ځانګړي روزل شوي ،ضربتي وسله وال ځواک رامنځته شي او یواځي دکلدارې په مخنوي باندې کار پيل وکړي . ملي یا ستر سوداګر باید وپوهول شي،کله چې دوی په بهر کې په هره بهرني کرنسۍ وارداتي توکې پیري ، دوی مجبور دی، دغه توکې د افغانستان په بازارنو کې په ملي کرنسۍ افغانۍ باندې و پلوري .

دافغان دولت اود افغانستان بانک د کرنسۍکمزوري، نیمګړي پالیسي
د نړۍ په ټول هیوادوکې مرکزي بانکونه، په افغانستان کې دافغانستان بانک دپیسو دنده او دپیسوسیاست په خپلواکه توګه پر مخ بیایي .
د افغانستان بانک پالیسي اود پولي سیاست موخې، افغاني بازارونو،مارکیټونوکې،دهیواد اقتصادي بحران او دپیسو پړسوپ ته په کتو سره ، د پیسوتقاضا پوره کول او په کافي اندازه افغانۍ بازار ته وړاندې کول دي . ورسره په نړۍ کې منل شوي نړیواله کرنسۍ امریکايي ډالرو او ملي کرنسۍ افغانۍترمنځ تعادل ثابت ساتل دي . په هیواد كې د توليداتو او صادراتو ترمنځ د بلانس او تعادل ثابت ساتل دي . دافغانستان بانک موخه او پالیسې دا هم ده ،چې دبهرنیو اسعارو د تبادلي نرخ او ورسره د ورځنیوتوکو نرخونه هم ثابت وساتي . د هیواد ملي کرنسۍ افغانۍ د هیواد دملي اقتصادي ودې لپاره وکاروي ، تر څوخلک له اقتصادي او مالي ستونزو څخه وژغول شي . ورسره ملي کرنسۍ افغانۍ خپل ستراتیجیک حالت او نړیوا ل ثابت ارزښت ومومي . تر څوملي کرنسۍ افغانۍ خپل ملي ارزښت دبهرنیو اسعارو یا د ډالرو په مقابل کې عادي او ثابت وساتي .
دافغانستان بانک مجبور دی، په تدریجي ډول هرکال په افغاني بازارونوکې د افغانۍ دخپرولویوه معینه سلنۍ لوړه کړي . اوسمهال دافغانستان په بازارونو کې اټکل ۹۳ ملیارده افغانۍ شتون لري . دافغانستان بانک په تکتیکي ډول امریکايي ډالر په ارزانه بیه پلوري اوخپله ملي کرنسۍ افغانۍ په لوړه بیه بیرته پیري . دافغانستان بانک ستراتیجۍ اودپیسو پالیسي باید د افغانۍ کرنسۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ټوګه د امریکايي ډالرو په وړاندې ثابته وساتي . افغانستان کې باید دتولید او صادراتو کچه لوړه شي، ورسره د افغانۍ ارزښت راښکته کړل شي . ترڅو افغانۍ خپل نورمال حالت ته راوګرځي .
سره له دې چې دلسو کالو راهیسې د افغان دولت له خوا سیمه ایزو چارواکو،پوليسو، څارنوالیو او د بانک کارکوونکو ته د يوې څارني کمېتې د جوړولو سپارښتنه هم شوي ده ،چې د بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې مخه ونيسي ، د افغانۍ ملي کرنسۍ دودلو اوچلند ته پراختيا ورکړي . په ختيځو ولايتونو کې ددغي کمېټې فعالیت او اغیزه تر نننه نه ترسترګو کيږي . دپاکستانۍ کلدارو او ایرانۍ ټومان دچلښت نه مخ نیواي او نه بریالیتوب په لاره کې یو لامل په خپله دکمیسیون په دنده کې نه جدیتوب ، بډو اخیستل او له سوداګرو سره جوړجاړی ښودل شوي دی .
په افغاني بازارونو کې د پاکستانۍ کلدارو مخه د نغدي جرېمې له لارې نشي نيول کېدای . له دې سره هټيوال هڅول کیږي ،چې د جريمې پيسې د توکو پر بيو ورزياتې کړي او د جریمې بدل له پېرودونکو څخه اخلي .
په افغاني بازارونوکې د بهرنیو پیسونورلاملونونه، د حکومت له خوا پر ازاد بازار د کنټرول نشتوالي، بي کفایته مسوولین ، د ښي ادارې نشتوالي له امله د افغانستان ډیري ستونزې ، چی باید تر اوسه حل شوی وای، لا همداسی نیمګړي،نا حل شوي پاتی دي .
د افغان حکومت د پيسو سیاست ثابت او سم نه دی . هغه څه ته چې اړتيا ده، هغه د یواغېزمن ملي قانون رامنځته کول دی،چې پر ټولو افغان وګړو اوافغاني بازار ونوکې، پر ټولو بهرنیواسعارو کارېدونکو باندې په مساوي ډول پلي کیدل دي .
مرکزي حکومت بايد پر ټولو ملي سوداګرو، لويو سوداګرو او د غير حکومتي موسسو یا نجیوګاني پر کارکوونکو باندې فشار راوړي، چې خپله ورځني راکړه ورکړه په ملي کرنسۍ یا افغانيو ترسره کړي، دوی نه باید خپلی راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو، ایرانۍ تومان او امریکایي ډالرو تر سره کړي .

کله چې په افغانستان کې د لوېو راکړې ورکړې تړونونه په افغانۍ لاسلیک شي او هغه کسان چې دافغانستان له قوانیونو اودملي کرنسۍ کارولو څخه سرغړونه کوي،باید قانون پرې پلی کړل شي، افغانستان کې به تر ډېره بریده دپاکستانۍ کلدارې او ایرانۍ تومان د چلښت مخه نیول شوې وي .
افغان دولت بایددافغانۍ کارولو قانون لومړۍ له خپل ځانه پيل وکړي ،دولت مجبوردی، چې دخپلو ملي سترې پروژو تړونونه په افغانۍ نه په ډالرو لاسلیک کړي .
افغان دولت مجبور دی، په هره بیه چې وي، په افغاني بازارونوکې پر بهرنیو پیسو راکړې ورکړې باندې کلک بندیز ولګوي .
دافغانستان بانک او دمالیي وزارت دپیسو پالیسي اوسیاست ناڅرګند ځکه دی، دوی د ټول هیوادکلني عواید او مصارف عامو وګړو ته درسنیو له لارې نه اعلانوي او ولس ته دعوایدو دکمښت او زیاتوالي لاملونه نه ور ښکاره کوي او ولس ته د روڼوالي او دشفافیت حساب نه ورکول کیږي .
ښايي ځینې په دې باور وي، دګاوندیو هیوادواقتصادي ناورین یو لامل په هیواد کې دتولیدي اقتصاد نه شتون وي . دا د بهرنیو پیسو دکارولو لپاره هېچ دلیل نشي کیداي، چې افغانستان یو مصرف کوونکې یا وارداتي هیواد دی او دګاونډیو هیوادو ټوکو یا اجناسو ته یومنحصر هیواد دی . پر بهرنیو پيسو دراکړه ورکړه له امله د افغانستان په بازارونو کې توکې ثابته بیه نه لري ، له همدي امله په افغانستان کې افغانۍ کرنسۍ یوه بي اعتباره شوي کرنسۍ ګرځیدلي ده . افغاني بازارونه او ماکیټونه ملي کرنسۍ افغانۍ ته ځښته ډیره اړتیار لري .
د خوست ــ ګردیزــ کابل دلویې لارې ځنډاو د نه جوړیدو لاملونه
دکابل ــ خوست لویه لاره دافغانستان یوه مهمه نښلوونکې سوداګریزه او ترانزیټي لاره ده . دشمالي وزیرستان ، غلام خان ،خوست، ګردیز،کابل ،مزاري شریف حیرتان دترانزیټ لویه لاره ، دخوست نړیوال هوايي ډګر او یو شمیرنورو ټولګتو ملي پروژو په تطبیق کې ځینې وزارتونه په ځانګړي ډول د ترانسپورت او هوایي چلنداو دټولګټو ورزاتونو دنه پاملرنې له امله دغه پروژې له یو کال څخه بل کال ته دنامالومو لاملونو له امله ځنډیږي . دیادو شویو وزارتونویوشمیر پیژندل شوي چارواکې د مهموټولګټوپروژو لپاره منظوره شوې دولتي بودیجه دخوست ولایت سیمیزو چارواکواو مسوولینو ته دبیلابیلو پلمو او دلایلو په ویلو نه انتقالیږي .
پوښتنه دا ده ، چې حکومت ولې د یوې لویې ملي پروژې په تطبیق کې په پرله پسې توګه خنډ او ځنډ پیښیوي ؟ .
د خوست ولایت قومي مشران او خلک د خوست ګردیز کابل سړک د جوړولو په کار کې د مرکزي حکومت ځینې چارواکي ګرم بولي او په توکمي تعصب او بي کفایتي يي تورنوي او وايي،چې د خوست دلوی سړک د جوړولو د ځنډ لپاره هیڅ ډول امنیتي یا بل کوم معقول دلیل نشته،چې داپروژه وځنډیږي ،بلخوا د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، دوی هم د خوست ګردیز لويي لارې د نه جوړولواو دچټک کار نه کولو په د ځنډاو پټو لاملونو نه پوهیږي . د خوست او کابل ترمنځ ۲۲۴ کیلومتره واټن پروت دی . دکابل، ګردیز او خوست لویه لاره تر اوسه په مکمل ډول دسړک جوړووني چارې له تخنیکي، منهدسي پلوه سمي سروې او په منظم ډول پلان شوي نه دي .
دخوست ــ ګردیز سړک څه باندې ۱۰۱ کیلو متره اوږدوالۍ لري،چې تراوسه پوري د ۶۳ کیلومترسړک جوړولو چارې د ټیټ کیفیت پروژو له خوا کارونه يي تر سره شوي دي او پنځه ویشت کیلومتره سړک لا تر نننه په خامه او کنډ کپر حالت کې پاتې دی . د کابل څخه تر ګردیزه سړک پوخ دی ،له ګردیز څخه تر خوست پوري چې ډیره لاره د ځدراڼو په ښکلو زرغونو درواوجګو غرونو کې تیریږي . دغه ترانزیټي مهمه لویه لاره دومره خرابه ده، چې د دوو ګنټې سفر تر پنځوګنټوپوري اوږدیږي . په دغه لویه لاره کې دومره خاورې ،ګړداودوړې دي، چې په دوه یا درې متري کې بل موټر نه شي لیدل کیدي . په لویه لاره کې زرغونې ونې د ګړداو خاروې له وجهي خړي پړي بریښي اود لمنځه تللوپه حال کې لیدل کیږي .په ټوله لاره کې د مسافرو لپاره یوه چايخونه،یو رستورانټ او یا دتیلو یو چاڼځای نه تر سترګوکیږي .
د کمو سیلابونو یا بارانو په راوتلو سره دلوي لارې پلونه ،پلچکونه ،استنادي دیوالونه له منځه تللي دي . سیلابونو د ګردیز او خوست دلوي لارې پلونه نړوالي دي . د سړک په اوږدو کې د اوړي په موسم د ګردونو او خاورو امبارونه،په ژمي او باراني موسمونو کې ژاولنې خټې او لويې،لويې کندې داسې څه دي،چې خوست ته د مسافرو، ښځو او ماشومانو د تګ راتګ لاره ډیره ستونزمنه کړي ده.
ډیرې ناروغان د بیړنیو درملنې په موخه کابل ته لیږدول کیږي ، دوی دستونزمندي لارې په اوږده کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي . دغه لاره د واورې ،بارانونو یا ورنګیو له امله څو ساعته د ترافیکو پرمخ وتړل شي . په دغه خامه لاره کې دلارې دخرابي له امله لیني مسافر وړنوکو موټرو ته ډیر ژر تخنیکې پیښې ورپیښیږي . له دغي لویه لارې څخه دافغان ملي اردو،د پولیسو جزوتامونه او دبهرنیو ځواکونوقطعات ،وزغروال ګاډې له خوا هم کار اخیستل کیږي . له همدې امله وسله وال مخالفین په دغه لویه لاره کې ډیر فعال دي ، دوی تل په خامه لاره کې ترپلونو او پلچکونو لاندې ماینونه ځای پرځای کوي ، چې د بیګناه مسافرو دو ژنې لامل ګرځي ، دسړک کندو کپر له وجهي ماشومان ،ناروغان ،سپین ږیرې څه، چې لویان د سړک دستړي مزل ته زړه نشي ښه کولاي .
دخوست ولایت دنګو دنګو هسکو غرونه ،په جګو جګو نښترو پوښلي ځنګلونه، ښکلي زرغوني درې اومنظرې،صافه پاکه هوا او ښکلي طبعي غرنیزه چاپریال د سیلانیانولپاره ډیرې په زړه پورې دی . دلویي لارې له جوړیدو سره به سیلانیانو وکولاي شي، چې دښکلي خوست له پرمختګ ، دخوستولو له میلمه پالني او افغانیت څخه له نږدې لیدنه وکړي .
د خوست ګردیز کابل سړک رغونه او دغلام خان ترانزیټي بندر به په سیمه کې مثبته لویو لویو اقتصادي ، سیاسي ،کلتوري او سوداګریز بدلونونو ته لار هوار کړي .

لندیز : په یواسلامي هیواد اویوه اسلامي دودیزه ټولنه کې یو متحد مسلمان ولس د ځواکمن اقتصاد یو مهم اړخ جوړوي . که څوک په دې ملي اقتصادي برخه کې فعاله ونډه وانخلي، بیا ده له ټول مظلوم ولس سره ستره جفا او ګناه کړي ده . دا هم باید په څرګنده سره وویل شي ، په دغه ستونزه کې ولسي عام وګړې ، سیمه ایزه ولایتي چارواکې او د دولت مرکزي چارواکې ګرم ګڼل کیږي . داهم هېچ دلیل کیداي نشي ، چې کمزوري دولت ددغو سیمو دخلکو حقوقي ،سیاسي او اقتصادي ستونزو ته پام نه کوي . دوی مجبوره کړل شوي دي، چې دا ډول منفي ملي ضد غبرګون وښیي . دوی بیاهم د دې ټولو بي عدالتيو سر بیر ه مجبوردي، دستونزو سره سره دخپلي ملي دندې ،افغاني ملي احساس ، ملي هویت او ملي یووالي له مخې په خپله ملي کرنسۍ افغانۍ باندې راکړه ورکړي ترسره کړي . دوی باید دخپلي ملي کرنسۍ څخه په خپل ښار کې دفاع وکړي . دوی باید وپوهیږي، چې افغانۍ د دوی ملي هویت دی او دهیواد په اقتصاد کې دافغانۍ کارول څومره ګټور او ارزښتمن تمامیږي . کابل او دشمال ولایتونه ټول خلک خپلي راکړه ورکړو کې ملي کرنسۍ افغانۍکاروي، دوی هم له لوږې مړه شوي نه دي اوګټه هر چا ته خوند ورکوي .
موږ ټول پوهیږو، چې هر هیواد خپله ملي کرنسۍ یا بانکنوټونه لري . هېچ هیواد دبل هیواد کرنسۍ یاپیسې ته په خپلو بازارونواو مارکیټونو کې اجازه نه ورکوي،چې خلک پري ورځنې راکړې ورکړې تر سره کړي .کله چې څوک دغه ناقانونه عمل یا کړنه تر سره کوي، د دولت له خوا دهغه سره قانوني جدي چلندکیږي . خبره همدا ده، چې ددولت له خوا دپاکستانۍ کلدارې او ایرانۍ ټومان د اخیستونکې او ورکونکې سره قانوني چلند نه کیږي او چارواکې د دوی عمل ته قانونآ د یوجرمي عمل په توګه نه ګوري .

دبهرنیو هیوادو دپيسو د کارولو لاملونه داوږدې جګړې ناوړه اغېزې دي . د يوځواکمن ملي مرکزي ولسي حکومت نشتوالی دی، پاکستان او ايٍران ته د کدوالو تګ راتګ اوله دواړو هېوادونو سره د سوداګرۍ ، په تېره بيا د لګښتي توکو واردول ګڼل کيږي .
که دافغانستان په سویلي او سویل ختیځ ولایتونو او لویدیځ ولایتونو کې همداسي دراکړې ورکړي پرمهال د افغانیو پر ځای کلداره او ایرانۍ تومان وکارول شي ، لري به نوي چې په ټول افغانستان کې ملي کرنسۍ افغانۍ بلکل بي اعتباره شي . دښمن ګاونډي هیوادونه به له افغانانو څخه دا اقتصادي جګړه هم وګټي . دافغانستان راتلونکې حکومت مجبور دي، چې د بهرنیو اسعارو او کرنسۍ دچلند د مخنیوي لپاره یوه بیړني ملي تګلاره جوړه کړي .تر څو افغانستان خپل ملي هویت اوملي اعتبار ترلاسه کړي او هیواد له دغي اقتصادي بد حالت څخه وساتل شي .
د خوست په ولایت کې په پاکستانۍ کلدارې بندیز، یواځینې لاره دخوست ولایت د وګړو عامه پوهونه ، دقومونه ټینګه اراده اود ولسي خلکو،جرګې ،مرکې اوپرېکړې له لارې دغه ستونزه حل لیدي شي . خوستوالوته یوه لاره پاتي ده، دوی باید په خپله خاروه ،په خپل هیواد کې خپله ملي کرنسۍ افغانۍ وکاروي
هیله ده لکه، چې دخوست په ولایت دکوکنارو کړ صفر دی او داچار دخوست ولایت له ویاړنو څخه ګڼل کیږي . همداسي خوست ولایت یو له هغو ولایتونو څخه وګرځي،چې دپاکستانۍ کلدارې پرضد یو ستر ملي هر اړخیزه کمپاین له لارې خپله ملي کرانسۍ افغانۍ د خپل ویاړلي هویت د بیرته اعادې لپاره وکاروي او د خوست ولایت به د پاکستانۍ پرکلدارو د بندیز تاریخ ولیکې . ورسره به ورو ور و په تول افغانستان کې پر پاکستانۍ کلدارې او ایرانۍ تومان ټینګ اوکلک بندیز ولګول شي . که دخوست ولایتي چارواکې په دې مهمه ستونز کې بریالي شول ،بیا به نشاالله په ټولو ولایتونو کې پاکستانۍ کلداره او ایرانۍ تومان ورک شي . له همدې سره به افغانانو کې ملي هویت او دملي وحدت روحیه نوره هم پیاوړي شي .

هیله ده چې دخوست ښار دړې د ماشومانو،ښځو او سړیو پرمخ لکه د کابل ، دوبي ،مکي او دقاهرې اسلامي ښارونو په څیر خلاصي شي او دخوست په ښار کې هره یوه کورنۍ په پښتنۍ عزت ، امن او اسلامي سطر کي ازاده وګرځي .

پای

Copyright Larawbar 2007-2024