کور / هراړخیز / د افغاني ټولني ترخه رښتیا او رښتنئ درد

د افغاني ټولني ترخه رښتیا او رښتنئ درد

موږکلونه وړاندي هم د تعلیم او پوهي په ډګر کي د خپلو ګاونډیوو او سیمي هیوادونو په منځ کي ترشا پاته وو ، ځکه خو مو د نوي نړی له نوو زده کړو او نوي تکنالوژی سره مخه ښه کړی وه . دې ورستیو څه دپاسه درې لسیزوو جګړو نور هم له پښو ، لاسونو او سوچونو وغورځولو . زموږ د ټولني حقیقتونو ته یی بیل تعریفونه وبخښل او لا تر اوسه زموږ سیاسي سوچ او کړنه له دی رښتني درد او ترخوو رښتیاوو سره مله ده .
د هیواد د وتلي او منلي، ملي شاعر دروند مشر عبدالباري جهاني لیکني وهڅولم تر څو د دې لیکني په واسطه زه هم خپل ریښتنی درد په ترخو رښتیاوو کي ستاسو مخ ته کښیږدم .
داسي چي کیڼي او ښۍ بنسټ پالي ډلي د افغاني ټولني دښمناني دي ،همدارنګه د دې درو لسیزوو جګړو عاملین او مشران هم تر هغوی کم نه دي ،دا دواړه په جنګ او جګړه کي زیږیدلي دي چي اوس د ټولني تریخ حقیقت ګڼل کیږي . ( دا چي د دی دواړو والدین څوک دي یو بل ټولنیز بحث ته ضرورت سته ) .
تر هغه وخته چي ښاغلي ډاکټر اشرف غني لا د خپلو مرستیالانو سره نوم لیکنه نه وه کړی ، په ټولنیزو رسنیو کي د افغان ځوانانو له خوا ستایل کیده خو د مرستیالانو د پیژندني سره سم ټولنیزو رسنیوو د ځوانانو له ناهیلیوو او شکونو څخه ډک غبرګونونه خپاره کړل . په ټولنیزو رسنیو کي داسي ځوانان هم سته چي له خپلو همفکرو ملګروو څخه یی مخ اړولی او یو بل په سپکو سپورو یادوي ، بیله دې څخه چي د افغانستان د سیاست دا رښتنی درد او ترخه ریښتیا درک کړي .
پوهیږم چي که طالبانو هلمندي ، روزګاني ، کندهاري ، زابلي ، غزنیچي ، پکتیاوالي ، مشرقي …. ځوانان د خپل حکومت او فکر د دفاع او بهرنیو هیوادونو د استخباراتو د لمسون په نتیجه کي ، قندوز ، تخار او مزار ته نه لیږلای ،نو د شمالي ټلوالي لاس به د همدی ځوانانو ستوني نه سوای خپه کولای . په جګړه کي امریکا د شمالي ټولوالي تر شا داسي وخت ودریدل چي جګړه په زور کي وه ، دا وخت د امریکا پوځ د خپلو برجونو او شمالي ټلوالي د احمدشاه مسعود د مرګ د غچ اخیستلو تکل کړی وو . لیلي دښت داسي ځوان ځوان سرونه وخوړل چي نه د پاکستان ، نه د اعرابو او نه هم د ایران په غرض او منافقت پوهیدل .
اوس نه پوهیږم چي خپل ایډیال کاندید ته چي په تیرو اولسمشریزو ټاکنو کي مي هم پلوي کول څرنګه یی تر څنګ ودریږم ؟ پوهیږم چي د ډاکټر نجیب د صلح پر پلان د کودتاه عاملین څوک وه ؟ پوهیږم چي د کابل د چور ، تالان او سوځیدلو مخکښ څوک وه ؟ په داسي حال کي چي لا د ژیړی په کمپونو کي د شمال څخه د راغلو کډوالو ژړا مي انسانیت مخ ته ږدي ! . په داسي حال کي چي شمال ته د طالبانو له خوا په زور د بیول سوو ځوانانو میندي لا د خپلو اولادونو د راتګ لاري څاري ! . پوهیږم چي وینه په وینه نه مینځل کیږي . پوهیږم چي د ټولو جګړو پای ، سوله ده . پوهیږم چي د ټولني پرمختګ یوه او بل ته په لاس ورکولو د عمل جامه اغوندي . پوهیږم چي که تر اوسه د بخښني غوښتلو جرآت ، همت او سیاسي اراده نه وه خو نن دا عزم سته مګر د نن او پرون د بخښني تر منځ توپیر ته خلک څنګه ګوري ؟.
د ټولټاکنو په دی سیالیو کي د ډاکټر اشرف غني احمدزي مشاورینو ډیره دقیقه محاسبه کړی ده . د ټولټاکنو په دی سیالیو کي د قومونو پر بنسټ ( تریخ حقیقت ) جوړي سوي ډلي د یوه ناسم حساب په پایله کي د ماتي سره مخ کیدای سي خو کومه محاسبه چي د ډاکټر اشرف غني ټیم کړې ده ، سمه ده . په داسي حال کي چي د ټولو قومونو رایی به د کاندیدانو ترمنځ ( ریس ، دوه مرستیالان ) تقسیمیږي خو د ډاکټرصیب ټیم د ټولو قومونو له رای څخه علاوه د یوه قوم نیمه رای اود یوه قوم ټوله رای خپلولای سي .
د سیاسي ډګر د مبارزینو څخه مي خواست دا دی چي یو او بل وزغمي ، د یوه او بل سوچ ته احترام وکړي او هر څه تر احساساتو صدقه نه کړي .
د داسي یوه افغانستان په هیله چي د دوو یا درو قوي ګوندونو درلودونکی وي او یوه ورځ زموږ یو وړهندو یا وړسک افغان ورور او یا هم یوه افغانه میرمن د افغانستان د سیاسي واګوو څښتنه وي .