کور / شعر / د بشير احمد فيضان د كلام بيلگي

د بشير احمد فيضان د كلام بيلگي

غزل

لمبو کی وسومه اورنه دهجران دی :: یو خوا بیلتون بل غمازان دی

یوخوا بیلتون بل دی شیدا کړم :: خپل او پردو ته دی رسوا کړم
پر سرمي وړي تهمتونه دجهان دی یوخوا بیلتون بل غمازان دی

یوخوا بیلتون بل کړي نازونه ::ما زیروي مه کړه ظلمونه
دسترګو اوښکي مي پر سپین مخ دي رواني : یوخوابیلتون بل غمازان دی ،

یوخوا بیلتون بل په ضرور یم :: په دار ختلي لکه منصور یم
رانه تاو شوي هر طرف ته قاتیلان دی : یوخوا بیلتون بل غمازان دی

یوخوا بیلتون بل دي مجنون کړم زه بشیرفیضان دي جنون کړم
زري زري زړه کي زخمونه دفیضان دي یوخوا بیلتون بل غمازان دی .

غزل
دا ستا دعشق له غمه اسیر سومه دزندان : پرما وکړه احسان

جانانه ستا لپاره مي پری ایښي ده جونګړي ستا مینه ده نیمګړي
سوځیږم د منصور په شان په اور کی دهجران : پرما وکړه احسان

اشنا می بی وفا دي زما نکړي تفوسونه : پرما کوي ظلمونه
فریاد فریاد می خیژی څوک مي نه اوري بیان : پرما وکړه احسان

راځه غاړه پر غاړه دجفا نازونه پریږده : لالیه بیلتون پریږده
اوس خلکو تحمتي کړم پرما خاندي ټول جهان : پرما وکړه احسان

پرما سه مهربانه ستا په حسن مبتلا یم : فیضان پر تا شیدا یم
وصال وصال دی غواړمه مدام مدام فیضان : پرما وکړه احسان

غزل

سترګي چی مړي مړي اړوي ښاپیري : زړه دکوګله دچا وړي ښاپیري

ستا اننګوته سپیري شونډي وړمه : که ته بلنه راکوي ښاپیري

دخدای لپاره راته نیغ مه ګوره : خنجر سینه کی ښخوي ښاپیري

باڼه دي غشي ما مین پري ولي :په څه ګناه می زیروي ښاپیري

پر سپین جبین دي توري زلفي زانګي :سیره اوربل کي زنګوي ښاپیري

پرغونډه زنه دي شینکي خالونه : بشیرفیضان بیرانوي ښاپیري

غزل

لیونی زړه به مي خوشحاله نشی : که یار خبر زما له حاله نشی

زما زړګوټی اوس په څير دوریښته : داسی نری دی چی بیحاله نشی

ها چی مدام ورسره مینه لرم : هغه سپیڅلي د زواله نشی

تالا یی کړله زموږ رنګین خیالونه : اخیر رقیب مو منځ مهاله نشی

فیضان به ستوري پر جرګه ورلیږم : ترڅوچی دا زموږ کلیواله نشی

غزل

بیګا چی ما منزل ته خپله لاره لټول : بدبخته رقیبان وه ما ناچاره لنډول

همت چی خدای اوس راکړلو دخیاله مي پری وتي : کنه داستا بریتونه می ښاماره لنډول

الفت خو چا کی نشته دي بدبخته خودخواهي ده : دمیني په نوم لاس یی پرون یاره لنډول

شرنګی دزولنودي رڼي اوښکي را تویږي :داکوم ظالم سپین ستوري دچناره لنډول

تري زار شم ای فیضانه له ها حسن ښکلا ځيني :چی یار دي تور زلفان نن له رخساره لنډول

غزل

پریږده چی دا زړونه درته وزانګي : وزانګي خیالونه درته وزانګي

زما خو له مستاني میني وزي نه : وزي نه غمونه درته وزانګي

کله می دخیال څپی بهر ته وړي :کله مي خوبونه درته وزانګي

ښکلي پر دي تیغ بڼو دی پام کوه : پام چی پرهرونه درته وزانګي

خدای خو دي دحسن قلم تاند لره : تانده چی غزلونه درته وزانګي

فکر دي فیضانه لږ پدی پوه کړه : پوه کړه چی ګلونه درته وزانګي

غزل
شونډي اوربل ښکلي دی رنګ جانانه : کوي په تورو بڼو جنګ جانانه

چی ستا په اوښکو څیره ووینځمه : داسی صفا به شم ملنګ جانانه

زما خو په زړه کی نور څه پاتي نشو : یو په کی غم دی بل ستا رنګ جانانه

چی دي دسترګو زلزلي شی کله : خدایږو په یو دم کړي رنګ جانانه

چی له ساقي نه بینوا راغله : راکړه دمستي میني بنګ جانانه

نور دي فیضانه مینه پال یارکوټي : پلټه لاړي دی دڅنګ جانانه

غزل

ستا چی کاروان دسپینو ستورو له دي ښاره وزي : زموږ هم یو څو سپیڅلي خلک رب لپاره وزي ،

ستا تخیل او تفکر به له حکمته ډک وي : چی دي ښکلادسپین جبین او له رخساره وزي

دهغو زړونه اوس کلک شوی او څرمن یی کله لکه دلاک هګۍ دهره یوه کتاره وزي

زموږه ستومانه ستړي هیلي اوس دترپ لا ندي : کنه غزل مو له نغمو او له ستاره وزي

کړي بغاوت فیضانه تل له میني کرکه کوي : دا ښاپیري چی ددي کلي سندرماره وزي

غزل

یوه مسته نغمه وه سندره تري نه جوړه شوه : جګه سیلاني شوله کوتره تري نه جوړه شوه

راغله ترنم ته زیروبم ته په موسقا شوله : ونڅیده مسته مختوره تري نه جوړه شوه

دلته یوه ښکلي وه لږ مینه مي تري وغوښته : دا راته غوڅه شوه مروره تري نه جوړه شوه

ما ورته دسترګو قاموس پرانیستوموسقي شومه : داخبره نشوله ببره تري نه جوړه شوه ،

داخو نو فیضان دالفت محکمه نشوله : میني په کی سوځي ستمګره تري نه جوړه شوه ،

غزل

دا راڼه ستوري ګرد چارپیره له مدار غواړمه : دغه سپیڅلو ته ته دژوند روښانه لار غواړمه

دا پر ښکلا مین کوي تل دښکلا خبري : دي ته دخیال او تصورڅیښتن سالارغواړمه

لاس چاته نه نسم چی اوس می وي په مټو پوري : زه مي هرڅه دخپل خاق پروردیګار غواړمه

ته مي دخیال یوه نغمه شه زیروم ته مي وړه : زه به حرم کی دازړګوټي سندرمار غواړمه

غورور احساس به یی فیضانه له هوس غورځوي : داسړي خورو ښامارانو ته نور ډار غواړمه

څلوریزه
زه چي خدای کړمه شیدا پر تورو سترګو : اوس به خود لمانځل تقوا دتورو سترګو
را ایستلي می جانان دحس ښار دي : تري فیضان به کړم سودا دتورو سترګو

څلوریزه
دوه سپیڅلي ستوري انتظار دانتقام باسی : مخ ته دبد رنګي بلا توري په قیام باسی
زړه دجل وهلي فیضان وګوره له درده ډک : څه رنګین لفظونه دپښتو په احترام باسی