کور / شعر / آې دنګ چناره!

آې دنګ چناره!

د ګودر غاړیته آې دنګ چناره
یوه پوښتنه زه کولای شمه
زما جانان ګودرته کله راځي
منګی راوړي که خالی لاس راځي
چناره دا ووایه !
چې هغه اوس هم
د ګودرغاړیته سندرې وایي
مستې ټپې د یار د مینی اظهار
که ټوله ورځ د غم سندرې وایی
دهجران درد او جدایی سندرې
چناره څنګه ده جانان پوښتمه
د خپلې مینې دنیا
په یکه زار پوښتمه
چناره ته استازیتوب وکړه
زما دمینی رویبارتوب وکړه
تاته یوڅو د عاشقۍ خبرې
کوم جانان ته یوسه
چناره ته خو باوری يې هلته
د ګودر غاړیته مودې وشوې ځایی هلته
د پیغلو حال اخلې
دشنو منګیو هم احوال اخلې
خوته زما مینی ته
داپټ پیغام یوسه
هغه ته ووایه جانان دې انتظار باسي
ستا د راتلو په تمه
کلونه تیر شول د ستا لارڅاري
خوته رانغلې ګرانې
او زه په توره شپه کې
دلته یوازې اوسم
له تانه لرې ډیربې سازه اوسم
نایاب
سپتمبر-۰۴-۲۰۱۳