کور / ترخې خبري / مړژوانده ملت !

مړژوانده ملت !

مړژوانده ملت !

که یې پرون په زرهاؤ دوستان او د کورنۍ غړي د همدې جنګي ډلوټپلو په شتون کښي دلاسه ورکړي دي،نو نن یې بیا هغه جنګي مجریمین د سټیج پر سر ورته ولاړ او د سباوون ترانې وایي.
نه دوی د دې ستر جرم مرتکبین و محکمې ته کشول غواړي،اونه یي نړیوال تش په نامه بشري سازمانونه.
که د نړیوال شهرت او که د کلیوال شهرت وال دي ټول د مادي ګټو وټو په لټه کي دي، ملت د هر سیلاب او طوفان مخ ته د سپر غوندي ولاړ دی او لابه دریږي.

د هندي بابا ي ملت خبره ده، وای که په جنګونو کښي د مشرانو او دنیا دارانو بچیان وژل کیدای،نو اوس به هیڅ جنګ نه وای!!!

وینا ته چي یې ګورې،د وطن په غم جلبل دی،پرې مه غولیږۍ غل دی
په ژبه هرڅه وایي، وطن او ملت ستایي، په دې غم مبتلا وي
مجلس د صادقانوته، راغلی په څه چم دی، پرې مه غولیږۍ غل دی

د خپل مطلب دپاره، هرځای ته لیري لاره، تل ګرځي نا قراره
د خپل شخصي غرض نه، نه تیریږي ګوډ او شل دی پرې مه غولیږۍ غل دی
په بڼه د انسان دی، په خوله ښه مسلمان دی، په خوی لکه شیطان دی
هغه به نه غولیږي، چي په عقل مکمل دی، پرې مه غولیږۍ غل دی
(الفت)
که په رشتیا د ملت د ستونزو د حل لاري چاري غواړو او ملت ته پر زخم د ملهم پټۍ لګول غواړو،نود انساني کرامت او عظمت له مخي دي د انسانانو قاتلان محاکمه سي،نه معامله…
که نه نو لاري مو جدا دي،فکر مو جدا دی او راتلونکی مو جدا دی.
مینه او مننه،