کور / نوميالي / د هلمند وتلی خبريال ، شاعر او ليکوال عبدالصمد روحاني

د هلمند وتلی خبريال ، شاعر او ليکوال عبدالصمد روحاني

د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه او ټول کارکوونکي د خپل همکار عبدالصمد روحاني پر مړينه د غم اوښکي تويوي ، د نوموړي له کورنۍ ، دوستانو او انډيوالانو سره يې په دې لوی غم کي ځانونه شريک ګڼي ، د ارواښاد پاک روح ته د لوی خدای له درباره د مغفرت غوښتنه کوي .


 


د لراوبر اداره او ټول همکاران په يوه ږغ له افغان دولت ، طالبانو او بي بي سي له ادارې غواړي چي د شهيد عبدالصمد روحاني د وژني په اړه دي جدي پلټني وکړي ، قاتلين پيدا او ددې ناروا او ناځوانمردانه عمل سزا ورکړي تر څو زموږ د هيواد ژورناليستان په اغېزمنه توګه د خپل ولس او هيواد خدمت وکړائ سي .


د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول همکاران نه يوازي تر خپله وسه د شهيد روحاني ياد تلپاتي او تازه ساتلو ته ژمن دي بلکي له ټولو ژورناليستانو او مطبوعاتي ادارو ورته تمه لري.


 


هغو چي روحاني وواژه په حقيقت کي زموږ د قام او ولس سره دښمني لري ، هغوی په دې ډول د ټول ژورناليزم سره خپله دښمني وښوده . موږ د روحاني قاتلينو او هغو ته چي په دې قتل کي يې لاس لاره ، هيڅکله تر دې ګنا نه ورتېرېږو .


 


روحاني چا وواژه ؟


سرکاره زموږ عبدالصمد روحاني چا وواژه ؟


د آی ايس آی په امر مــړ، که امريکا وواژه ؟


دلته خو ته يې ، طالبان دي، يا انګريز، مافيا


قاتـــل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه !


عبدالله احسان


د لراوبر ويبپاڼي چلوونکی


هالنډ ۲۰۰۸ د جون اتمه






ځوانيمرګ شهيدعبدالصمد روحاني د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۷مه ترې تم او د جون پر ۸مه يې جسد د هلمند د بولان په هديره کي وموندل سو ، نوموړي په غاړه کي د چړې زخم او پر ځيګر د توپنچې ۳ مرمۍ خوړلي وې .


 


دموضوع اړوند نور سرليکونه :


 


1.       د شهيد عبدالصمد روحاني د هېرېدو هڅه کېږي ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۸د احمدشا پاڅون راپور


2.     د هلمند مېرمني او لاسي صنايع – د شهيدعبدالصمد روحاني وروستی ږغيږ راپور


3.     د ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني … عكسونه – حکمت سروش


4.     لومړۍ او روستۍ ليدنه [احمد شا پاڅون]


5.     د شهید عبدالصمد روحاني په ویاړد غونډې پرېکړه لیک


6.     د عبدالصمد روحاني ژوند ليک – جلالزی


7.     يوۀ بل ريښتياسپړونکي خپل سر وخوړ – بارکوال مياخېل


8.     د کورنیو چارو وزارت دعبدالصمد روحاني شهادت دطالبانو کار بللئ – لراوبر


9.     د روحاني شهادت افغان ژورناليستانو ته نه جبرانېدوكې ضايع ده ! – عبدالاحمد محمد يار


10. سرکاره ! قاتل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه ! عبدالله احسان


11. دده بي ازاري اوعاجزي به مي له ياده ونه وزي – عزيزالله پوپل – كندهار


12. د جنوبي اسيا د رسنيو د خپلواک کمېسيون مطبوعاتي اعلاميه – حفيظ الله غښتلی


13. روحاني به ويل : زۀ مچ نه شړم ما څوک څه کوي ! – ايمل پسرلی


14. دا ياران لكه ګلونه د بهار دي… – حکمت سروش


15. د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلاميه – عبدالکريم خرم


16. د عبدالصد روحاني د ناځوانمردانه شهادت غندنه کوم ! – هدايت الله هدايت – استريا


17. د سفما د سيميز دفتر خبرتيا [کندهار : دوشنبه ۱۰بجې …] – د سفما سيميز دفتر


18. زما په اند صمد روحاني د طالبانو په مینځ کښي د … – بسمل – جرمني


19. د صمد روحاني سره مو ستونزه نه درلوده – طالبان


20. د روحاني شهادت، د قلم ماتول – رحيم ګل څاروان


21. روحاني ! یاد دي تلپاتي ،ځای دي جنتونه !!! – خالق رشيد


22. دده هڅي اوريښتونى كاربه تل دواقيعي ژورناليزم يوسرمشق وي – زابليان


23. A tribute to Abdul Samad Rohani bbcnews.com


24. د ګلاب قتل (مرثيه) – محمد نعمان دوست – کابل


25. د ګلاب قتل ( مرثيه) د احمد شاه پاڅون په ږغ کي


26. ( پنجشنبه له اوريدونکو سره ) شهيد روحاني ته ځانګړی پروګرام بي بي سي ۱۲ جون ۲۰۰۸


27. اوومه سټوډيو – شهيد روحانی ته ځانګړی بي بي سي ۱۳- جون – ۲۰۰۸


28. افغان خبريالان څوک ګواښي ؟ د ډاکټر عبدالغفور سعيد ليکنه


29. روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې _ محمدحسن حقيار


30. د خبريال روحاني وژنه او د ژورنالستانو انديښنې احمد فرزان – کندهار


31. ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني ته زرلښته حفيظ – کاناډا


32. شهيد روحاني ته ډالۍ _ پوهاند دوکتور زيار


33. The government is not paying attention to case of Rohani حنان حبيبزی


34. دخبريالانو په ضد پلان شوى تشدد روان دى ۵۰مه ورځ جلال مېړنی


35. دهلمندوالي:پلټني رواني دي خو، لا بشپړي شوي نه دي د ازادۍ راډيو راپور


36. روحاني د لښکرګاه یوه مړه خاطره ؟! ميرويس جلالزی


37.   د ارواښاد روحاني په اړه د پيغامونو ټولګه بېلابېل


تبصره نسته

  1. زه دخپلې ژورې خواشیني په ترځ کې دشهید روحاني کورنۍ او ټولو خواخوږو ته یې له پاک اللّه څخه جمیل صبر او ځوانیمرګ ته پردوس جنت غواړم.
    محمدامین بسمل له جرمني څخه

  2. زه د ځوانيمرګ ليكوال او خبریال عبدالصمد روحاني پر شهادت خواشينيم او د نوموړي مړېنه د خپل هیواد ژورناليستانو دپاره يوه نه جبرانېدونكې ضايعه ګڼم.ازادخبریال فضل الرحیم رحیم

  3. د عبدالصمد روحاني په وژلودسهیلي پښتونخواژورنالسټان اودپښتونخواادبي غورځنګ ټوله ملګرې خفه دي
    لوې څښتن دي دعبدالصمدروحاني ارواښاده کړي.

  4. انا لله و انا اليه راجعون
    خداي [ج] دې کورنۍ ته جميل صبر او ده ته جنت فردوس ورکړي …\\\ عزيزانو د ده د ارواح د خوښۍ په خاطر يو درود او حمد ور ولېږئ// دا زموږ ټولو لار ده .

  5. روحاني یاد دې تلپاتې ،ځای دجنتونه ،،،
    روحاني ! ستا ناځوانمردانه وژنه دهغه تورلاس یوه توره کړنه ده چې پرهغه باندې هره ورځ زموږ د لسګونو بچیانو وینې تویېږي ، هغه لاسونه چې دانسانی ژوند او تاریخ پرمخ به کله هم سپینه رڼا پرې ونه لویږي ، هغه لاسونه چې یوازې دقاتل پربدن باندې نښتي اودهغه دناوړې ارادې ناوړه ملتیاورسره ده .
    هغه لاسونه چې دایمان ترلستوڼې راوځي او ستاغوندې مومن وینه تویوي .
    هغه لاسونه چې دتش په نامه انسانیت په نامه له یوې اوبلې خوا زموږ دکورپرلور راغزیدلي ،هغه زموږ د روحانیت او(روحاني) بي ګناه وینې تویوي اوهغه یې قاتل دی …

    هو،
    هغه تورلاسونه ،
    هغه له تورو شپو ، اوتورو زړونو،
    راغزیدلي دلته
    هغه چې زموږ ه روحانیت او (روحاني )راوژنی ،
    هغه دې واړه مات شی ،
    هغه دواړه مات وي …

    خالق رشید ،

  6. او دا دی بیا یو بیګناه انسان یو ځوان
    او مبتکر ژورنالیست خدای بښلی روحاني په خپلو وینو ولمبیده!

     حرفوی جنایت کارانو ځکه   مرحوم روحاني  په نښه کړ چی هغه
    د هلمند د کړیدلو خلکو آواز د نړي خلکو ته رساوه  او دنیا ته د واقعیتونو رسول
    د دی حرفوی جنایتکارانو په نظر لوی جرم دی۰

    انشاء الله  د مرحوم  روحانی  او په هلمند کی د  لسګونو
    بیګناهو انسانانو قاتلان به  یو ورځ  د خپلو نه بښوونکي جرمنو په سزا
    ورسیږي ، د دی خدای بښلي کورني ته د جمیل صبر او ځوانیمرګ روحاني ته د لوی خدای له
    درباره مغفرت غواړم، آمین یا رب العالمین.

    حفیظ الله  خالد    ویانا   اتریش

  7. سرکاره ! قاتل راوښيه ،
    کنې په خدای چي تا وواژه !

    ښايي لراوبر به ريشتيا هم داسي يو نوم وي چي په لراوبر افغانستان کي د
    زيــــــات شمېر مافيايي ، استخباراتي ، بلواکو او بلپالو کړيو په سترګو کي اغزی دی
    ، ښايي دغه لامل به وي چي په لراوبر افغانستان کي يې د زيات نه هم زياتو خواخوږو ،
    ازادو ،  خپلواکو او خپلپالو فرهنګيانو پاملرنه او همکاري جلب کړې ده ، څنګه
    چي زموږ په لرو بره پښتونخوا کي بلواک له مادي پلوه تر خپلواکو زورور دي نو دغه
    لامل دی چي په لراوبر ويبپاڼه کي ډيرئ خپلواک ژورناليستان د خپل هيواد  او ولس
    سره د خواخوږۍ پر اساس د بېوزلو او مظلومو هيوادوالو ږغ تر نورو رسوي خو په مستعارو
    نومونو ، خدای بخښلی ځوانيمرګ شهيد عبدالصمد روحاني هم يو له  هغو خواخوږو څخه
    و چي د هلمند ولايت د بې وزلو او کړيدلو اوسيدونکو آه او فرياد يې د بي بي سي راډيو
    تر څنګ له لراوبر ويبپاڼي هم له هلمنده  د شريف هلمندوال په نامه په مستقيم
    ډول خپراوه .

    شهيد روحاني ددې ولس  يو له هغو خدمتګارانو څخه و چي شپه او ورځ يې د خپل
    ولس د سوکالۍ ، نېکمرغۍ او بلاګانو څخه د خلاصون په لاره کي په ډيره ايمانداري
    مبارزه کوله ، دې شهيد يوازي له بي بي سي سره همکاري نه لرله ، بلکي هغه ناخوالي چي
    د بي بي سي په خپرندويه پاليسي کي نه ځاېدلې خو خپرول به يې د خدای بخښلي په آند
    ضرور  وه، هغه يې بېله کومي حق الزحمې ، بېله کوم شاباسي يانوم او شهرت ترلاسه
    کولو د ازادو رسنيو له لاري خپرول .

     وروستۍ ځل مي تير کال په جولای کي دده د دوهم واده څخه څو ورځي وروسته په
    بېنوا فرهنګي ټولنه کي وليد، کندهارۍ غاړه يې اغوستې وه ، ګوته او ورغوئ يې په
    نيکريځو سره وه ، ږغ ثبتونکې آله ( ميني ډيسک ) او د بي بي سي نښان لرونکی
    مايکروفون ور سره و د بېنوا فرهنګي ټولني دفتر ته راغئ ، زه لا هغه وخت د بېنوا
    ويبپاڼي مسول چلوونکی وم ، روحاني د ع . نوروزي په نوم همکاري کوله ، د
    بېنواويبپاڼي د څرنګوال په اړه په لنډ ډول سره وږغېدو ، ما د انتقادي ټوکي په ډول
    ورته وويل : دا تاسي يو نيم خبريالان هم يا په غوړ غړي پسي  ګرځئ يا په غوړ
    مړي پسي ، يا د ځانمرګو په راپورونو پسي ګرځئ يا د چارواکو په فرمايش خبرونه خپروئ
    ، خو د ( شابازار ) د سړک پر غاړه د بېلابېلو شيانو د خرڅوونکو له حاله هيڅ يوه
    خبريال ځان خبر نه کړ . دا هغه مهال و چي د کندهار ښار ډيرئ اوسيدونکي د کندهار
    ښاروال له نامناسبو کړنو څخه تر پوزي راغلي ول .

     شهيد روحاني ته مي د هغې ورځي کيسه وکړه چي څنګه د ښاروالۍ مسولينو د سړک
    د غاړي له غريبو خرڅوونکو څخه ددوی د دکاندارۍ توکي د ښاروالۍ په موټر کي غورځول ،
    څنګه يې د رېړۍ والاو  روميان ، بانجڼ او نور شيان پر سړک ور غورځول و څنګه يې
    خلکو ته سپکي سپوري ويلي او په کلاشينکوفونو يې ګواښول .

     روحاني زما خبرو ته په ډير غور غوږ نيولی و ، وروسته يې راته وويل : داسي
    څوک پېژنې چي هلته دکاندار وي او دغسي چلند ورسره سوئ وي ، ما عبدالرازق ته چي په
    شابازار کي يې د غوماشو دوا خرڅوله  زنګ ووهه ، او د شهيد روحاني په غوښتنه مي
    ورته وويل چي لس دقيقې وروسته د چارسو چوک ته ځان راورسوي ، روحاني سمدستي بېنوا
    فرهنګي ټولنه پرېښوده ، د عبدالرازق نمره يې وليکله او چارسو ته روان سو ، لس دقيقې
    وروسته يې له عبدالرازق سره ليده کاته سوي وو ، هماغه شپه او او په سبا يې له د
    شهيد روحاني په ږغ کي بي بي سي راډيو د شابازار د بې وزله ، غريبو او بېچاره
    دکاندارانو سره د زور زياتي خبر په ټوله نړۍ کي  خپور کړ.

    شهيد روحاني په هماغه ورځ ځای پر ځای ماته په عملي ډول وښودل چي هغه د ( غوړ غړي
    يا غوړ مړي ) ژورناليست نه ، بلکي د خپل بېچاره او مظلوم ولس د سوکالۍ او خوشالۍ د
    لاري زيارکښ دی . هو ، شهيد روحاني په ډيره ايمانداري د هلمند ولايت د وروستيو
    کلونو د ناخوالو انځور په پرله پسې توګه له بي بي سي راډيو وړاندي کړ.

    د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران د ځوانيمرګ روحاني وژنه په کلکه غندي ، په غم يې
    اوښکي تويوي ، له کورنۍ او دوستانو سره يې په دې غم کي لکه د کورنۍ د غړو غوندي ځان
    شريک ګڼي .

    د لراوبر ويبپاڼي اداره د افغان دولت پر پلټنو  بې باوره شوې ده ، افغان
    دولت په ددغسي پېښو پر مهال يا خپلواکي پلټني نه شي کولائ يا يې پايلي پټوي ،موږ دا
    ځل له افغان دولت څخه غواړو چي د بي بي سي نړيوالي ادارې ته دي د پلټنو وړانديز
    وکړي او له هغوی سره دي مرسته وکړي ، موږ له د بي بي سي له نړيوالي ادارې غوښتنه
    کوو چي د افغان ژورناليست ځوانيمرګ شهيد عبدالصمد روحاني د وژل کېدو په اړه دي ژر
    تر ژره پلټني پيل کړي تر څو قاتلين وپيژندل سي او د خپل دې وحشي عمل په سزا ورسيږي
    .

    روحاني چا وواژه؟

    سرکاره زموږ عبدالصمد روحاني چا وواژه؟

    د  آی ايس آی په امر  مړ ، که  امريکا وواژه؟

    دلته خو ته يې ، يا طالب ، برتانيا ، مافـــــيا؟

    قاتل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه !

  8. شهيد عبدالصمد روحاني یوبې وسلې قلموال
    وو

    دځوان خبریال اولیکوال شهيد عبدالصمد روحاني قتل یونامرده عمل وو چې بیا په یوه
    افغان ځوان ترسره شو،لوی
    خدای دې دهغه بې وزلوکونډو اودردلې کورنۍ ته جميل
    صبراودده عوضونه ورکړي اوشهيد ته دې غوره جنتونه په نصيب کړي ، امین
     په
    دې غملړلې موقع بایدیادوونه وشي چې یوخبریال اوژورنالیست یوبې وسلې قلموال
    اوویناوال وي چې دهیواداونړۍ خلک له هغوحقیقتونواوستونځوخبروي چې دهغوی له سترګوپنا
    وي اوپام يې هم ورته نه وي . یوژورنالیست مسؤلیت لري چې پېښې اوحقیقتونه لکه څنګه
    چې راپيدا کيږي اوڅنګه شتون لري په هماغه توګه خپلوخبري مؤسساتوته ورسوي اودهغې
    لارې دنړۍ دخلکوغوږونو اوسترګو ته ورسوي . داکاریوسم اوسپېڅلې کاردې ځکه
    خوژورنالیستان په داسې شرایطوکی هم اجازه لري چې خپل رپورټ جوړکړي چې ډېرنورمقامات
    یې نه لري ، اودااجازه ځکه ورکوول کیږي  چې دژورنالیزم بې پلوه دنده نړۍ واله
    پېژندګلوي لري . په افغانستان کی هره سياسي اوټوپکواله ډله باید دژورنالیستانوسره
    ظلم ونه کړي اودژورنالیستانوازادوحقوقوته احترام وکړي .

    په درنښت

    عبدالواحد مشواڼې
    ازاداوخپلواک ژورنالیست

  9. نه پوهيږم په کومو الفاظو يي غندنه وکړم دا د ملت او ددي خوار او غريب ولس
    دښمنانو ولي ځوان او دسيمي او افغانستان يو تکړه او با استعداد ژورنالست روحاني
    صاحب مرګ ته زړه ښه کړ او هفه يي را څخه په ډيري بري رحمي سره واخيست.

    روحاني صاحب تاته دي دا ښکلي شهادت
    مبارک شي روح دي تل ښاد واوسه !

    که هر څوک د ژورنالستانو مرګ ته په دي نوم زړه ښه کوي چي دوي به
    په حقيقت نه ولاړ خبرونه خپاره کړي خو نه داسي نه ده ټول ژورنالستان ازاد او بي
    طرفه دي.
    روحاني صاحب دهيچا دښمن نه وو او هيچا ته يي زيان نه وو رسولي صرف په
    حقيقت ولاړ او بي طرفه خبرونه او دسيمي دخلکو حقيقي ستونزو ته يي انعکاس ورکاوه
    هيڅوک به د ژورناليستانو د حقيقتونو مخه ونه نيسي.
    بيا هم د روحاني صاحب د مرګ
    غندنه کوم

  10. (زمونږ په ولایت کې دومره ستونزې نشته لکه تاسې چې راپورونه پرې لیکۍ) داهغه ټکي دي چې څه موده وړاندې شهید عبدالصمد روحاني راته په ټلفوني خبرو کې تریوه اوږده مجلس وروسته وویل. کله مې چې دغه زړه بوږنوونکی خبرواورید نو سملاسی مې لومړی دده دغه خبره په ذهن کې تاوراتاوشوه اوبیا مې دهغه میلمستیا صحنې دفلش بک په ډول ترسترګو تیرې شوې چې څه مودې وړاندې ښاغلي میرویس پاڅون زمونږ لپاره تیاره کړې وه. شهید روحانی په رښتیا هم دمسلک اوانسانیت له پلوه یو وتلی اوخوږ انسان وو. دده شهادت که له یوه پلوه دژورنالیزم په ډګرکې یوه لویه ضایعه ده نو له بله پلوه دافغانستان غوندې ټولنې ته دداسې پاکو،با احساسه اوپه وطن مینو انسانانو له لاسه ورکول په هیڅ صورت دجبرانیدو وړنده. پاک پروردګاردې ده ته دشهادت لوړې درجې ورکړي،کورنۍ ته یې دې پاک الله جمیل صبرورکړي ، قاتلین یې دې پاک پروردګارمخ تورن ،رسوا اودخدای په قهراوغضب اخته کړی اوپه ګران هیوادکې دې لوی خدای تل پاتې سوله راولي.

  11. د ښار په منځ کې بلا لنګه سوله
    باج کې زلميو نه سرونه غواړې

    نن د يوه داسې زلمې د وير پر ټغر را ټوليږو چې شهادت يې نه يوازې دهغه کورنۍ غړې په وير لړلې بلکه د مطبوعاتو د ډګر د هر کارکونکې زړه يي ژړولى دى.
    عبدالصمد روحانې مې د ٢٠٠٤ کال را هيسې هغه وخت چې لا يې د بې بې سې سره کار نه و پيل کړى انډيوال و. ما هغه وخت د بې بې سې د انګريزي څانګې سره کار کاوه ، روحانې به راته هر وخت ويله چې په بې بې سې کي ورته يو کار ولټوم خو خبر نه و چې په همدې کار کې به خپل سر و خورې .

    روحانې يو با استعداده او پر کار مين ژورناليست و چې د ظالمانو پر له پسې ګواښونو يي هم د همت ملا ور ماته نه کړه او خپلو خلګو ته له خدمت کولو يي ايسار نه کۍ .

    د روحانې ناځوانمردانه وژل د انسانيت او بشريت سره ستره ناځوانې ده .

    کاشکې هغه وحشې او کلک زړو انسانانو د روحانې د ماشومې لور چې لا يي د پلار جان په مينه زړه نه و اوبه سوى ، او د هغه د بوډۍ مور د زړه درد احساسولاى سواى او د هغو د زړو څخه پورته کيدونکۍ آه ، چې د اسمان سترګې يي هم له اوښکو ډکې کړې ، ليدلاى سواى .

    زه د لوى خداى له دربار څخه فقېر روحانې ته تل پاتې جنتونه او کورنۍ ته يي د غم د زغملو غوښتنه کوم . اروا دې يي ښاده وې.

    نقيب الله اسد – کندهار

  12. د جغتو د خواخوږۍ پیغام

    ۲۰/ ۳/ ۱۳۸۷

    د جغتو مدني او کلتوري بهیر د هیواد د کلتوري یون د زړه سواند ملګري او په هلمند
    کې د بي بي سي د نړیوالې رادیو خبریال تکړه لیکوال، پیاوړي ژورنالیست او فرهنګپال
    ځوان شهید عبدالصمد روحاني د شهادت له کبله د نوموړي کورنۍ او خواخوږو ته خپله
    غمرازي او د تسلیت مراتب څرکندوي. ارواښاد عبدالصمد روحاني یو زوړر ژورنالیست، ژمن
    لیکوال او زړه سواندی افغان وو چې د خپلو مظلومو هیوادوالو د مظلومیت غږ یې په ډیرو
    سختو شرایطو کې پورته کاوه او د ژورنالیزم په ډګر کې یې نه ستړي کیدونکي خدمتونه سر
    ته رسولي دي.

    لوی خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او حوصله په برخه
    کړي. د جغتو مدني او کلتوري بهیر په دې ستر غم کې د نوموړي له کورنۍ او خواخوږو سره
    خپل ځان شریک ګڼي. همدارنګه موږ په ارواښاد باندې دغه ډول ناځوانمردانه عمل غندو او
    له ټولو ملي او نړیوالو ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د ژورنالیستانو د امنیت د
    تامین په برخه کې خپله ونډه په ښه توګه ادا او د داسې ناوړه پیښو عاملینو ته جزا
    ورکړي.

    انا لله و انا الیه راجعون.

    د جغتو مدني او کلتوري بهیر

  13. روحاني جار شو

    هغه د وروستي ځل لپاره په کابل کې خپل مرکزي دفتر ته راغى،داځل يې لږه خواري
    پرځان کړې وه، لويه کندهارۍ غاړه يې جوړه کړې او پر آبي جامو يې د سپينو سونډو خامک
    ځلېده، لکه چې د مرګ ښاپيرى ورسره په غوږ کې پسپسک کړى و، د پخوا په پرتله لازيات
    ښکلى ښکارېده، ملګرو ته يې هم  دغه کالي په زړه پورې ښکاره شول او پوښتنې يې
    ترې کولې، ځينو ته يې ويل چې اوس خو لا ځوان يم او بايد شوخې جامې وکړم او ځينو ته
    يې بيا پټ ويلي و چې دغه غاړه ورته خپلې کورودانې کړې ده.

    هغه به چې کله کابل ته راغى نو د هر ملګري لومړۍ پوښتنه ترې داوه چې ژوندى
    يې ؟ او هغه به په خندا تېره کړه .
    خو هغه داځل زما په همدې پوښتنه لږ جدي شو،
    ويل چې تاسو مطبوعاتيانو له هلمند څخه بلا را جوړه کړه، هلمند دومره نارامه ندى لکه
    څومره چې يې خلک بولي.

    هغه ويل چې څه موده مخکې يې په لښکرګاه کې د څپانده سيند په نوم مشاعره جوړه
    کړې وه او د نورو ولايتونو يوشمېر فرهنګيانو لومړى ورتلو ته زړه نه ښه کاوه، آن د
    هوا له لارې يې ورته د تګ راتګ بندوبست وکړ، خو کله چې هغوى هلمند ته ورسېدل نو په
    بېرته راتګ کې يې د چورلکې پر ځاى، په موټر کې د سفر هيله لرله او ويل يې چې هلمند
    ښکلى ولايت دى او موږ يې ليدل غواړو .

    هغه د خپل ولايت په اړه دومره ډاډه غږېده تابه ويل چې همدا اوس ورشې او سيل
    يې وکړې، هغه ملامت نه و ، ځکه له چا سره يې څه راکړه ورکړه نه وه، يواځې خپل
    سپېڅلى مسلک يې پر مخ بيوه.

     کله نا کله به يې چې په راډيو کې خبر ورکاوه نو زړه به مو ډاډه شو، خو
    پرون مې چې کله راډيو چالانه کړه نو د يوه خبر وروستۍ شېبې وې، يواځې دومره مې
    واورېدل چې عبدالصمد روحاني له چا سره دښمني نه لرله .
    زړه مې ولوېد، آه مې له
    خولې ووت، غوښتل مې د راډيو غږ نور هم جګ کړم خو تکمه يې رانه ورکه شوه، يوه ملګري
    مې راڅخه پوښتنې پيل کړې، کېداى شي زماد حيرانتيا لامل به يې پوښته خو زه هک پک
    پاتې وم، وروسته انانسر وويل چې عبدالصمد روحاني له تېرې ورځې څخه لادرک و او نن يې
    په ګوليو ويشتل شوى مړى لښګرګاه ښار ته نږدې موندل شوى .

    باور مې نه کېده، هغه به کوم د ډبرين زړه خاوند و، چې د ټوپک شپېلۍ يې
    روحاني ته نيوه، هغه روحاني چې د ټېلېفوني ځواب لومړۍ خبره به يې (( جار )) وه
    .
    ر ښتيا هم روحاني (( جار )) شو، له خپل مسلکه، له خپل هېواده، له خپلې پښتو او

    د غبرګولي ٢٠مه-کابل

  14. ستا ښکلا
    کله
    رسي ستا ښکلا ته که غاټول دي که ګلاب
    داپېښې دي خوشې تشې ستا د حسن د
    شباب

    ستا خوږو خوږو خبرو کې مستي ده څومره ډېره
    چې
    موندلی چېرته نشي په جامونو په شراب

    ستا وينا خوږه له شاتو د خوږمنو زړو ملهم
    شي
     د خوږې مينې پيغام ده د ورورۍ يو ښکلی باب

    زما سترګې دې ډالۍ شي دا ستا خاورو د قدم ته
    ته
    قبله ته مې کعبه شه ته مسجد ته مې محراب

    زه يو بوټی يم بې سېکه د خزان بادونو سوی
    ته باران
    ته مې سپرلی شه ته مې ژوند شه ته مې آب

    دواړه سترګې مې ړندې شه چې له تا بل لور ته
    ګوري
    ته مې لوری د ژوندون ېې ته مې سوال ته مې ځواب

    راشه وينه مې شه ساه شه په رګونو کې مې خپور
    شه
    وسيله مې د ژوندون شه هم مې ويښه شه هم خواب

    زه  ف- ث به بختور يم که مې ستا مينه نصيب
    شي
    که مې ته غزل ټپه شي که مې ته حساب کتاب

    ډاکټر فيض الله (ثاقب)
    19 . جوزا .
    1387

  15. د شهيد روحانی روح دې ښاد
    وی!

    په دې نړۍ کې شرمښانو ته ورته داسې انسانان هم پيدا کېږي – د انسان کلمه
    ورته راوړل هم له انصاف څخه لرې خبره ده -، چې د روحاني ځوانيمرګ په څېر داسې بې
    ازاره او په خپلو خلکو مين ځوان له خپل ژوند څخه نيمه خوا کوي. ما په رښتيا سره
    روحاني صيب له نژدې نه پېژانده خو د نوموړي راپورونه مې په بي بي سي ويبپاڼه کې وخت
    په وخت لوستل. د شهيد روحاني شهادت يوه نه جبرانېدونکې ضايعه بولم او د ژورنالستانو
    په ټولنې غږ کوم، چې د سريالونو له دفاع څخه ځانونه وزګار کړئ او د ژورنالستانو د
    خونديتوب لپاره لاس په کار شئ. کله چې ژورنالست وژل کېږي له هغه سره سم په سيمه کې
    د وحشت او ډار اچونې داسې زمينه برابرېږي، چې څوک بيا په روانوحالاتو سم او په
    ريښتوني ډول نه خبرېږي او کله چې داسې وضعيت را منځته شي نو بيا هلته هر ډول
    پرمختيايي او رغنيزې چارې په ټپه درېږي.
    زه په پای کې د شهيد روحاني صيب کورنۍ
    ته د زړه صبر او پخپله شهيد ته له لوی الله تعالی څخه د فردوس جنت غوښتونکی يم. روح
    دې ښاد او دښمنان دې تل برباد وي.

    ډاکټر عطاالله زيارمل

  16. که زه خبرواي چي بيلتون دی
    مابه جانان ترلاس نيولي ګرزاوونه
    په ډيره خواشيني سره موخبرترلاسه کړ چي دهلمندي فرهنګپالوله جملي څخه هغه څوک چي هميشه به پري ځوانان راټوليدل دتل لپاره له دي نيمګړي نړۍ څخه سترکي پټي کړي
    اناالله واناعليه راجعون
    دارواښادصمدروحاني په مړينه ژور خفګان ښيم ده ته دفردوس جنت غوښتنه کوم او ټولي کورنۍ اوفرهنګ پالو يارانو ته يي دجميل صبر دوعا کوم
    په درنښت

  17. د روحاني په وژنه، په رښتيا خوابدى
    سوم

    نن سهار مي له يوې محلي راډيو څخه د ځوانيمرګ روحاني د وژني خبر واروېد. زه خو د
    لټانو په كتار كي اول نمبر مقام لرم، ځكه نو د خپل ملګري شهيد روحاني په وژنه يوه
    شپه وروسته خبر سوم، دا ځكه چي تېره شپه مي له ټمبليه راډيو نه وه اروېدلې.

    شهيد روحاني د هلمند ولايت له فعالو خبريالانو څخه و، چي په لنډه موده كي يې
    كافي زيات پرمختګ هم وكړ او د ژورناليستانو په كړيو كي يې خپل ځاى تثبيت كړ. دى په
    رښتيا هم يو زړور خبريال و او د هلمند ډېرو ناكرارو سيمو ته يې د راپور جوړولو
    لپاره سفرونه كول، خو افسوس چي زموږ ټولنه له جنګ سره بلده ده، دلته د خلكو سږمې د
    وينو او باروتو له بوى سره اشنا دي، دلته د خلكو لاسونه د توپك له ماشې سره روږد
    دي، دلته د خلكو په تصور كي يوازي پرې كړي سرونه او سورۍ-سورۍ تنې راګرځي، دلته هره
    كړنه بايد په وحشيانه ډول تر سره سي. زموږ په ټولنه كي تر سړيو وګړي ډېر دي او ځكه
    نو په داسي يوه خوني چاپېريال كي د آرام ساه اخيستل، لږ نوكى ګران كار دئ. شهيد
    روحاني په دغسي يوه چاپېريال كي ضايع سو، بويه پر وير يې اوښكي توى كړو، خو د
    يادوني په ډول وايم چي په لروبر كي مي د ګران او خواږه ملګري عبدالله احسان هغه
    خبره چي: سركاره!  قاتل را وښيه كنې په خداى چي تا وواژه، وليدله، نو يو لږ څه
    درد راغلى، ځكه ګران احسان ته وايم چي وروركه!، په هلمند كي سركار چېري و، ولاړ سه
    له طالبانو؟؟؟ وپوښته چي روحاني چا وواژه، ځكه طالبان خواران د شهيد روحاني وژنه
    غندي، نو كېداى سي چي په اړه دي يې پلټنه هم وكړي.(؟؟؟)

    په پاى كي زه د ځوانيمرګ روحاني بېوزله ورارو كونډو، بوري مور او اسكېرلي پلار
    او دوستانو ته صبر او حوصله غواړم.

    عبدالقديم پتيال

  18. ځواني مرګ ملګرى 

    دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي خاطره  
    Ibrahimi.jornalist@yahoo.com 

    دځواني مرګ  ليکوال ژورنالست عبدالصمد روحاني مړينې(شهادت )  ډير
    خواشينى کړم الله پاک دې ورته جنت فردوس نصيب کړي .
    له روحاني صاحب سره مې
    دتيروڅلوروکلونوراپديخوا پيژاندګلوي درلوده هغه داسي ميړنى ژورنالست وو چې په رښتني
    توګه يي دجګړې په ډګر کې خبريالي کوله .  روحاني سره څلور کاله وړاندې په کابل
    کې زما پيژندګلوي هغه مهال  پيل شوه  کله چې زموږ په دفتر کې راته 
    ويل،   زه  غواړم يو ايميل ادرس جوړه کړم  اوبيا به له هملنده
    درسره تماس  نيسم !!  ما ځواني مرګ ته  وويل چې په هلمند کې ته په
    ايميل پته څه کوي په هملند کې انټرنيټ  کله کاريږي هلته خو ټول جنګونه دي .

    هغه راته وويل ،  څه فکر کوي هلمند کې که جګړه ده  هلته داسې ځوانان
    هم شته چې دابادۍکارونه هم کوي اوهلته دانټرنيټ اسانتيا شته او ځواني مرګ لا دپګړۍ
    په نوم مجله نه وه  جوړه کړي او راته يي ويل چې غواړم دپګړۍ په نوم مياشتنۍ
    مجله چاپ کړم .
    د ځواني مرګ هڅې دمره ګړندۍ وې چې يوه ورځ يې دپګړۍ  مجلې
    چاپ شوې  شماره له خپل بکس څخه راويستله او را يې کړه .
    دروحاني مړيني په
    ريښتنې توګه ډير خواشينى کړم او د نوموړي مړېنه به د افغان ژورنالستانو لپاره يوه
    نه جبرانېدونكې ضايعه  وي .
    خداي خبر روحاني صاحب له دې فانې دنياڅخه 
    ابدي دنياته  دچا په ګوليو ورسيد خو اوس ورته دالله تعالى څخه جنت غواړ م روح
    يې دښاد وي .
      ژورناليزم له خپلې سپېڅلتيا سره  يو سخت مسلك دى 
    اوبيا د  افغانستان غوندې په جګړه  ځپلې ټولنه کې  په تيره بيا په
    هلمند کې خو په رښتني توګه ډيره ستونزمنه ده .
      
    په پاي کې
    داخبره کول غواړم چې په افغانستان کې داسې ډلې شته چې دخبريالانو ژوند ته ګواښ
    جوړوي دوي که څه هم ظاهرا ځانونه  دخبريالانو ملګري ګڼي  ولي داسي زړونه
    يي ورته ډک دي چې ته به وايې کومه زړه دښمني لري  .ځکه خبريالان خو ددغه کسانو
    دناوليو کړنو خلک خبر وي .
    ماته راياديږي کله ناکله زه ددغه شان پيښوسره مخ
    کيږم  .
    وروستۍ خاطره : دغه خاطره مې ځکه په پاې کې وليکه چې زه يي ډير
    وژړولم او ومې نه شواي کړاي چې په سر کې يې وليکم  درې کاله وړاندې کندهار
    ولايت ته چې دهېواد د وتلي ليکوال استاد محمد آصف صميم  اواستاد پسرلي صاحب په
    وياړ سيمنار جوړشوي وو   هلته له نورو ملګرو سره يوځاي تللى وم .
    هلته
    مو څو ورځې   تيرې کړي اودکندهارژورنالستان اوليکوالانو اونورو ملګرو سره
    موښه مجلسونه وکړ ل اودميرويس نيکه بابا ولي اوخرقې مبارکې اونورو زيارتونو ته له
    روحاني سره يو ځاى ولاړو  .
    له کابل څخه ورغلو ميلمنوته يي دکندهار په
    دارالمعلمين کې  ځاي برابر کړي وو اوهلته زما هغه ملګري چې دکندهار په پوهنتون
    کې محصلين وو هغه راغلي وو اوټول ١٠ تنه په کوټه کې راسره ناست وو ، د شپې 
    يوه نيمه بجه وه چې ګورويوناڅاپه  ځواني مرګ صمد روحاني راپيداشو  او په
    يوه لوي پاکټ کې يې پسته اونورډول ډول ميوې اچولې وې اوراته ويل چې ابراهيمي صاحب
    خالي چاي مه چښه اوپه خندايې زياته کړه  چې داخو کندهار دى څه کابل خو نه دى
    .
     زما محصلينو ملګرو راته ويل چې داڅوک دي چې دمره صميمي ملګري دې دي
    ،  ماورته ويل چې دا خو صمد روحاني دي په هلمند کې  زموږ ملګرى
    خبريال  .
    ځواني مرګ  روحاني راڅخه ووتو او په تلو تلو کې يې وويل چې
    تاسو ملګري  سره مجلس کوئ اوبيا به سهار په سيمنا ر کې خبرې کوو
    .
    وروستى،  ديکشنبې په  ورځ چې زه دکابل دامنيه قوماندانۍ څخه
    راووتلم  نو داسوشيتيت پريس خبريال اميرشاه راته ټليفون   وکړ چې
    ستاسو همکار په هلمند کې تښتول شوى،  زه له دې پېښې نه وم خبر ، ماورته ويل چې
    زه دفتر ته نيږدې يم اوپوښتنه به وکړم اوبيا به درته ووايم ، ما له خپلو ملګرو
    پوښتنه وکړه اودوي راته ويل چې روحاني تير مازديګر له کوره وتلى اوتراوسه يې درک نه
    دي معلوم نو سم معلومات يې رانه کړل چې ما اميرشاه ته اطمينان ورکړى واي درې ساعته
    لاتير نه وو چې  تير مازديګر يوناڅاپه په دفتر کې غږ شو چې دروحاني جسد
    پيداشونو زما پرسترګو توره شپه اوداوښکوبارن شو  اوانا الله وانا اليه
    الراجعون مې وويل اوبس .

  19. مرګه! وژلۍ خو مو نه وې  !
    چې تا له موږ نه  داسې انتقام
    واخيست  !

    په ډيرې خوشنی سره مو خبر تر لاس کړ چې د هيواد په لري او نا ارامه سيمه
    هلمند کې د هيوادتکړه  ژورناليست عبدالصمد روحاني د نامالومو کسانو لخوا په
    ډيرې بې رحمی سره په شهادت رسيدلی ، نوله همدې امله موږ د روان ادبي غورځنګ ټول غړي
    د ښاغلي ځوانمرګ خبريال په مړينه زيات خفه يو، او په دې غم کې د دوی له کورنۍ ،نږدې
    خپلوانو او خواخوږو سره ځانونه شريک بولو،دوی ته  د لوی خدای(ج) جيمل صبر او
    خدای بخښلي روحاني  ته  دجنت فردوس غوښتنه کوو .
      

    مالي خان يعقوبي
    د روان ادبي غورځنګ مشر 

  20. له ځوانيمرګ روحاني سره وروستۍ
    اړيکه

    د شنبې د  ورځې    ١١ بجې وې، ددفتر ډيجيټل ټېلېفون وکړنګېد
    ،غوږۍ  مې پورته کړه  ، له اخوا غږ راغى، (هميم صاحب يو زنګ خو راته
    وواهه) او ټېلېفون يې بند کړ.
    دا  د خداى بخښلي شهيد عبدالصمد روحاني
    وروستى ټېلېفون و . 
    ځوان شهيد عبدالصمد روحاني له تېرو نږدې څلورو کلونو
    راهيسې ماسره کار کاوه، هره ورځ بلا ناغه د سهار په اتو بجو به مې ورته د دورځې د
    سوژې په اړه زنګ واهه، خو ډېر کم به رُخ شو، ځکه چې هغه د شپې ناوخته پورې کار کاوه
    او سهار به لږ ناوخته له خوبه راپاڅېد .
    د غبرګولي په ١٨مه،  چې د وروستي
    ځل لپاره مې ورته زنګ وواهه، نو لومړى مې ورڅخه ګيله وکړه او هغه دا چې له يوې اونۍ
    راهيسې يې خبرونه هم کم شوي وو او هم يې ډېرى خبرونه د اي ميل پر ځاى په ټېلېفون
    راکول  ، هغه خپل عذرونه او ستونزې يادې کړې او ما ومنلې.
    بيا مې ترې د ١٨
    ټنو هغو نشه يي توکيو خبر واخيست، چې د هلمند په هوايي ډګر کې د چارواکيو لخوا
    سوځول شوي وو، د خبر په پاى کې يې راته  د شاليد ( بګرونډ )  په توګه
    وويل : (( ديادونې وړ ده چې هلمند د هېواد په کچه د نشه يي توکيو تر ټولو لوى
    توليدونکى ولايت دى)) په دې کې يې ما خبره پرېکړه او ورته په خندا مې وويل چې دا
    کومه نوې خبره نه ده، هر څوک په دې پوهيږي.
    د خبر  تر اخيستلو وروسته هغه
    د پخوا په څېر يو ځل بيا له ما څخه يې په دې مننه وکړه، چې خبر مې ترې په ټېلېفون
    واخيست او د مننې ترڅنګ يې ما ته د خپل ( استاد) لقب راکړ، هغه وويل : (( هميم
    صاحب، نن چې زه له بي بي سي سره کارکوم، دا ټول ستا د لارښوونو له برکته دي. ))
    ماورته په ځواب کې وويل چې، پر تا مې کوم احسان نه دى کړى، دا زما دنده ده ، چې خپل
    خبريال ته د هغه د ورځنيو کارونو او خبرونو په جوړولو کې ورسره همکاري او لارښوونه
    وکړم .
    دې سره زموږ خبرې پاى ته ورسېدې او ټېلېفون مې کېښود، د هغه خبر مې جوړ
    کړ او له يوه ځنډه  وروسته د پژواک په سايټ راښکاره شو.
    په سبا يې زموږ د
    کندهار خبريال بشير احمد نادم راته زنګ وواهه، چې زموږ د هلمند ازاد خبريال
    عبدالصمد روحاني له پرون راهيسې نادرکه دى ، ورور يې راته زنګ وهلى و، چې پژواک خو
    به کومې ولسوالۍ ته نه وي لېږلى.
    د نادم دغه پيغام مې ډېر ژر د پژواک له رييس
    دانش کړوخېل سره شريک کړ ، هغه هم اندېښمن شو، ژر مو د هغه د ورور او د هلمند
    داطلاعاتو او کولتور د رييس جان ګل خان چې د روحاني له نږدې ملګرو څخه و، ټېلېفون
    نمرې پيدا کړې او دانش صاحب ورسره په تماس کې شو.
    په همدغه ورځ د بينوا په سايت
    کې يو خبر خپور شوى و، چې ( د بي بي سي يو خبريال ووژل شو) مادغه خبر لوستى و، چې
    دغه خبريال په صوماليه کې وژل شوى ، زموږ د دفتر ملګري د روحاني له ورکېدا خبر وو،
    کله چې زموږ بل ملګري اېډېټر (نعمان دوست) په بينوا سايت کې ددغه خبر عنوان ولوست،
    نو په ډېرې وارخطايۍ يې پر ما غږ وکړ، ((هميم صاحب دا خبر دې ولوست) هغه فکر کړى و،
    چې ګوندې روحاني په شهادت رسول شوى ، خو وروسته دهغه دغه وارخطايي په رښتيابدله شو.

     
    ددغې ورځې په جريان کې  له بېلا بېلو ولايتونو څخه د يو شمېر
    نورو خبرونو له اخيستلو وروسته مازيګر په پنځو بجو له دفتر څخه د معمول سره سم
    ووتلو او ددفتر په موټر کې د کور په لوري روان شو.
    د مازيګر ٥:٣٤ بجې وې، چې له
    کندهاره بيا د نادم ټېلېفون راغى (( هميم صاحب روحاني په شهادت رسول شوى.)) د دې
    خبر اورېدو سره مې په سترګو  تياره راغله، بېخوده اوښکې روانې شوې، په موټر کې
    راسره ناسته بله همکاره خبرياله هم په ژړا شوه.
    د ځان له سمبالولو وروسته
    مې  دوست ته چې په دفتر کې نوکريوال و ، زنګ وواهه .
    هغه لکه چې ددغه خبر
    د اورېدو توان درلود يو ناڅاپه يې ټېلېفون ګل کړ ، خو څو شيبې وروسته يې حواس په
    ځاى کړى و ، زنګ يې راته وواهه او په دې اړه مې معلومات ورکړل . 
    ما 
    د پاريس په کنفرانس کې د ګډون لپاره د سفر تيارى نيوه ، اړين شيان مې اخستي و 
    ، کور ته له رسېدو سره سم مې زامنو  رامنډې کړې، مېرمن مې راڅخه سودا واخيسته،
    هغه راباندې پوه  شوه، او ما ټوله کيسه ورته وکړه، هغه هم په ژړا شوه او غم يې
    راسره شريک کړ.
    روحاني يو له ډېرو صميمي ملګرو او خبريالانو څخه و، هغه او زموږ
    پخواني خبريال سعيد زابلي کاري مسابقه لره، دواړو به راته ويل (( هميم صاحب، زه ښه
    کار کوم او که هغه بل ) او ما به ددواړو د کار ستاينه کوله .
    زه هره ورځ سهار د
    دفتر له ناستې ( ميټنګ وروسته ) ولايتي خبريالانو ته زنګ وهم او له هغوى څخه خبري
    سوژې راټولوم ترڅو يې په نيوز ميټنګ کې شريکې کړم .
     نن سهار مې بيا چې
    کله ٠٧٩٩ پورې شمېره ډايل کړه ، نو سلګيو پسې واخستم مانه هېر و ، يا مې زړه ته نه
    پرېوځي چې روحاني غوندې يو سپيڅلې انسان دې څوک ووژني ، خوحقيقت داسې نه دى .

     اوس هم داسې ډبرين زړونه ډېر دي چې له په ګلاب غوندي ځوانيو خاورې اړوي
    او …

     جاويد هميم ، د ځوانيمرګ روحاني ملګرى او ايديتر

  21. اخر انسان يم دومره حق خو د ويلو لرم _چي ماته ستا تر قدمونو لاندي خوب نه
    راځي
     دا هغه بيت دى چي هر وخت په هر ځاى کي په هر بانډار کي به د خداى
    بخښلي پر ژبه څرخيدى 
    خداى بخښلى ورحاني
    صاحب  زما ډير نژدې ملګرى وو په دوو درو ورځو کي به مو خامخا سره ليدل


    خو تيره ورځ مي په داسي حالت کي وليدى چي هيڅ دزغملو وړ نه وه د مازديګر څه تر
    ماښام پوري د خلکو د راتګ بهير دوام درلود هيڅو ک هم داسي پاته نسوه چي ژړلې دي نه
    وي
    له د خداى بخښلي روح ته د لوى خداى د دربار څخه د جنت فردوس غوښتنه کوم د
    پاتي کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم 
    او په پاى د خداى بخښلي قاتلانو
    ته يو بيت ډالۍ کوم
    په تاسو کي خو ستر خلک وي ستري سرمايې
    په موږ کي خو د
    سر سړي د دار لپاره وي

  22. دروحانی په مرگ بی حده خواشینی یم اودهغه قاتلان غندم. لطف الله قادری

  23. دهیواد پیاوړي ژورنالست شهیدروحاني صاحب ځای دی جنت اواروادی یې ښاده وي اوکورنۍ ته یې دزړه صبرغواړم .
    په حقیقت کي دداسي یوانسان وژنه خو بیخی دوحشت انتهاده ، نوربه له غمه څه ووایم خدای دی ددی وژنی امرپه همداسی سرنوشت اخته کړي .

  24. ويښ زليان
    ويښ زليان د خداى بښلى عبدالصمد روحاني په ناځوانمردانه وژنه د زړه له كومې خپله غمرازي او خپګان ښكاره كوي، او دا ډول انساني ضد كارونه چې د هر چا له خوا ترسره كيږي غندي او په كركه ورته ګوري.
    ويښ زلميان خداى بښلى ته د لوى خداى څخه نوموړي ته د فردوس جنت هيله كوي او كورنۍ او دوستانو ته يې د زړه صبر غواړي.
    په دې هيله چې نور دا ډول ناوړه پښې زموږ په هېواد او د نړۍ په هيڅ ځاى كې تكرار نشي.

  25. ځوانیمرګ : تاسو باور وکړی چه له ځوانیمرګ روحانی سره می نه پیژندل اونه می هم کله لیدلی وو خو کله می چه دپرون ورځی راپه دی خوا دهغه ځوانیمرګ دشهادت خبر اوریدلی داسی احساس کوم چه کوم ډیر نژدی ملګری می له لاسه ورکړی او کله می چی نن سهار دهغه مظلوم شهید انځور په انټر نټ کی ولید او دهغه دوړی لورکی اوبوډا مور او پلار په اړه خبر شوم نوخواشینی می دوه چنده شوه او اوس به له دی ورسته دهغه اتل ځای دپښتو ادب په ډګر کی خالی وی خونوم به یی دتاریخ په زرینو کرښو کی لیکل کیږی اوددی لاری لارویان به دده شهید لاره تعقیبوی .
    او په پای کی د مظلوم شهید ته دالله(ج) له درباره د فردوس جنت او ځوریدلی کورنی ته یی د جمیل صبر غوښتونکی یم .

  26. ځوانيمرگ عبدالصمد روحاني څو ورځې وړاندې دفتر ته راغى، ما په ژوند هم نه و ليدلى، خو په دهليز کې مې يې چې غږ واورېد پوه شوم چې روحاني دى، زه هم دده ليدو ته ډېر لېواله وم، خو سملاسي زموږ خونې ته راننوت او زما پر لور يې اوږده اوږده گامونه راواخيستل د ستړي مشو پرمهال يې راته خپل نوم ووايه او بيا مسک شو، ما هم خپل ځان ور وپېژانده .

    ارواښاد خپل کار ته دومره ژمن و چې د کابل د خپلې يوې ورځې رخصتۍ پر وخت يې هم يو راپور جوړ کړى و .

    ماښام له ددفتر له رخصتېدو وروسته ډېر ورته ټينگ شوم چې نن شپه له ماسره ولاړ شه، خو خداى بښلي راته وويل چې نن مې له يوه ملگري سره ژ منه کړې او هلته ورځم که خير و بل ځل به له تاسره ولاړ شم .

    مرحوم په تلو تلو کې راته وويل : ياره ته خو شپه او ورځ آنلين وې، نه پوهېږم لکه چې د شپې هم کار کوې ؟؟؟!!!
    د ارواښاد څېره او خبرې مې هېڅکله هم له ياده نه وزي .

    زه څه خبر وم چې له ده سره به دا زما لومړۍ او ورستۍ ليدنه وي .

    ارواښاد ته له متعال خداى نه د جنات الفردوس غوښتنه کوم

  27. په ډیره خواشیني سره موخبرترلاسه کړچی په هلمندولایت کي دبي بي سي
    راډیوخپلواک خبریال مرحوم عبدالصمدروحاني
    دنامالومووسلوالوکسانوله خواپه ناځوان مردانه توګه وژل سوي

    مرحوم روحاني که څه هم زمانژدي ملګري اودوست پاته سوي اوکله ،کله به مولاهم
    شاعرانه مجلس کاوه خوپه دي ورستیوکي چي کله مرحوم له بي بي سي راډیوسره کارپیل
    کړزمااودده ترمنځ هم لږواټن پیداسوی وه نوبیامااوده دومره ناسته پاسته نه سره دلوده
    ځکه چي دي هم ډیرمصروف  واوزه هم په یولړکارونولګیاسوم خوکله چی می تیره شپه
    دبي بي سي راډیونه دمرحوم روحانی دمړیني خبرواریدواقعاًډیرسخت پریشان سوم زه دلوي
    خداي(ج)ددرباره نه مرحوم ته دفردوس جنت غوښنته کوم اوکورني ته ئي درب العزت له
    درباره دجمیل صبرغوښتونکي یم

    انالله واناالیه راجعون

  28. په ډيره خواشيني سره خبر سوم چې دبي بي سي خبريال اوتكړه ژورناليست صمدروحاني دنامعلومواشخاصو لهخوا په شهادت رسيدلي .

    قالواناالله واناالله راجيعون
    دخداى بخښلي لپاره دلايزال څښتن (ج )له دربارڅخه دجنت فردوس غوښتنه كوم اودكورنۍ سره يې په ژوره توګه په دغه غم كې خپل ځان شريك بولو.
    په ريښتياسره هم خداى بخښلي روحاني له ټولوژروناليستكي نورمونوسره سم خپله دنده دژوندتروروستيوپوري په صاديقانه توګه ترسره كړل او الله تعالي دښو اخلاقو څښتن كړي هم وه . له خداي بخښلي روحاني سره مي دوه كاله وړاندي په كندهاركې ليدلي و ه .
    او بيا هم وايم روحاني الله دي د جنتونو سردار كړه .

  29. د شهيد روحاني وژنه د طالبانو لپاره
    ډېر ښه اخلاقي او بشري امتياز ګڼل كېږي.

    دا چي ژورناليست شهيد روحاني د نامعلومو كسانو لخوا وژل سوى دئ او
    په اړه يې د طالبانو ښاغلي وياند بېخبري ښوولې او آن دغه وژنه يې غندلې، دا هسي
    ساده خبره نه ده، بلكي له دې څخه د مكارو دښمنانو بل د مكارۍ او ټګۍ مخ څرګندېږي،
    چي هر هغه كار چي په ولس كي غندلى او ترټلى وي، هغه هيڅكله هم طالبانو پر ځان نه دئ
    تاوان كړى،بلكي لا يې د دې ساده افغان وګړو د تېرايستلو لپاره هغه كار غندلى، چي په
    دې ډول غواړي ځانونه د اسلام ټېكه داران او د دې وطن رښتيني ناميان ثابت كاندي.
    تاسو وګورئ!، هر هغه كار چي په هغه كي د ولسي خلكو مرګ ژوبله شامله وي، هغه طالبه
    ډله په ځان پوري نه تړي، په داسي حال كي چي له پوره-پوره شواهدو سره به هغه ناروا
    عمل د دغي خونكاري ډلي له لوري سر ته رسېدلى وي.

    ما چي كله د شهيد روحاني په باب د طالبانو د وياند دغه د سپيناوي
    خبري واروېدې، نو يو ځل بيا مي د دغو سپينو ملائكو؟؟؟ ټګۍ ته پام سو. زه نه پوهېږم
    چي زموږ ساده وګړو ولي طالبان او ملايان د دين ستني بلل يا يې بولي، چي ټولي نړۍ ته
    يې د اسلام؟؟؟داسي څېره ور وړاندي كړې ده چي په ليدلو سره يې د غير مسلمانانو له
    اسلامه خوا تورېږي. زه ښاغلي يوسف احمدي؟؟؟ته دا ويل غواړم چي: آ زما سپېركى
    طالبه؟!، ستا قربان سم، ستا تر سر دي سپېلنى سم، ستا تر دا كُرمكو سترګو دي په زر
    ځله واري سم، ستا تر دا شل متره پاج لنګوټې دي وګرځم، داسي مه كوه، ولي د دې ساده
    وګړو په سترګو كي خاوري ور دوړوې، ولي لا دا مظلو ملت د اور په بټۍ كي لولپه كوې،
    پرېږده چي د روحاني غوندي نور افغانان لږه د آرام ساه واخلي، ته راسه پر خپل كور
    كښېنه، تورلېنګيان دي ولاكه په درد وخوري.

    په مينه
    ستاسي ورور روايت كندهارى

  30. روحاني صیب ته دې څښتن تعالی جنتونه ورکړي. دې جګړو له موږ څخه ښکلي ښکلي ځلمي واخیستل. الله دې دا جګړه او پرې اخته شرمخان مړه کړي.

  31. دشهيد عبدالصمد روحاني دشهادت په اړه
    دخواشينۍ پيغام

    دكندهارراډيوتلويزيون ټوله كاركوونكي دشهيدعبدالصمد روحاني پرشهادت سخت خواشيني
    دي او دده پاك روح ته دلوي الله جل جلاله له لوري دمغفرت اوجنت فردوس غوښتنه كوي،
    شهيد روحاني يوتكړه افغان ژورناليست اوليكوال وو ، چي په ډيرسختوشرايطوكي يي دافغان
    مظلوم ولس ږغ دنړۍ ترګوټ ګوټ رسولي وو،دكندهارراډيوتلويزون ټوله كاركوونكي ډله دده
    شهادت يوه لويه ضايعه بولي اوله افغان دولت څخه دده دقاتلينودنيولوغوښتنه كوي،
    دكندهارراډيوتلويزيون آمريت دخپلوټولوكاركوونكوپه استازيتوب دشهيد روحاني كورنۍ ته
    صبرجميل اودلوي الله جل جلاله څخه ورته داجرعظيم غوښتنه كوي.

    روح دي ښاد وي

     دكندهارراډيوتلويزيون آمريت

  32. تورو  تيارو
    د رڼا  ساه  واخيسته
    ابليسان  بيا 
    په  ګډا
    خپل  د وحشت  په  کور  کي
    چي 
    يوه  بله  روح  يي
    له  ما  او  تا 
    واخيسته
    غوږ  سه  ائ   ګران  هلمنده
    ستا 
    له  څپو 
    ستا  له  موجو نه  قربان
    دغه 
    ناپاکه
    دا  بي باکه  زړونه
    په  مرمرينو 
    څاڅکو
    پريمينځه
    او
    پاک  صفا  کړه
    او  که 
    نه
    قهر  سه
    غضب  سه
    هر  هر  څاڅکۍ  دي

    د  زهرو  ګوټ  کړه
    دغه  ړانده
    دغه 
    کاڼه
    دغه  د  وخت  جاهلان
    زموږ  د  رڼا 
    له  مخي
    پوپناه  کړه  ٠
    د 
    ګران  روحاني  ياد  دي  تل  او  روح  دي 
    ښاد  وي  ٠ د  بينوايانو  د  کورنۍ  څخه 
    د  يوه  بينوا  د  تګ  له  امله  موږ 
    ټول  بينوايان  د  وير  پر  ټغر  ناست 
    يو  ٠  د  لراو بر  ټولو  بينوايانو  ته 
    د  زړه  صبر  غواړم  ٠
     

    حاجي امين  باوري  ، بلجيم

  33. دافغانستان اسلامي جمهوري دولت
    دكندهارولايت
    دكندهاردولايتي
    شوراي رياست

    بسم الله الرحمن الرحيم
    دبي ،بي ،سي
    راديودخبريال دشهادت په اړه دكندهادولايتي شورادريس دتسليت پيغام :

    په ډيره خواشيني سره موخبرترلاسه كړچې دبي بي سي راديوخبريال عبدالصمدروحاني
    دهلمندپه ولايت كې په شهادت درسيدلي (اناالله واناليه راجعون )دنوموړي كورنۍ ،دبي
    بي سي راديواودوستانوته دخپل ځان اودكندهارداولس په استازيتوب خپل دغم شرېكي
    اوخفګان مراتب تقديمموم ،كورنۍ اودوستانوته يې دجميل صبرغوښتونكى يم ،لوي خداي (ج)
    دي يې جنت فردوس نصيب كړي .
    پداسي حال كې چې دنوموړي له كورنۍ سره ځان په غم كې
    شريك بولم دلوي خداي (ج) دربارته دعاكوم چې په وطن كې نوري داسي ناخوالي وركې
    اودسولي اوامن فضاحاكمه سي .
    زه به كلكه دداسي پېښوغندنه كوم
    اودادهيوادددښمنانويوناځوان مردانه حركت ګڼم .
    دحكومت اوامنيتي مسئولينوڅخه هيله
    لرم چې دامنيت په ټينګښت كې خپلي هلي ځلي پياوړي كړي ترڅونوردداسي ناخوالومخه ونيول
    سي اوافغانان دراحت اوخوشعالي ساه واخلي .

    په احترام
    دكندهاردولايتي شوراي ريس
    احمدولي،،كرزي
    ،،

  34. د نشه يي توکو پرضد دمبارزې مشورتي ټيم
    د خواخوږۍ پېغام

    په ډېره خواشينۍ خبر شو، چې د بي بي سي خپرونې تکړه او وتلی خبريال ارواښاد
    عبدالصمد روحاني د هېواد، سولې، انسانيت او بشريت دښمنانو لخوا په بې رحمانه توګه
    ووژل شو. ( انا لله وانا اليه راجعون). د نوموړي ټيم ټول کارکوونکي د بې ګناه خدای
    بښلي روحاني په شهادت د زړه له کومې خواشيني دي او دغه پېښه په کلکه غندي،

    همدارنګه خپل ځانونه د شهيد له کورنۍ، د بي بي سي راديو له کارکوونکو او نورو
    ټولو ژورنالستانو سره په دغه غميزه کې شريک بولي او د سپېڅلي ذات (ج) له درباره
    ورته د عظيم اجر او جميل صبر غوښتنه او دعا کوي. اروا دې ښاده او روح دې ارام اوسي
    دنشه يي توکو پرضد د مبارزې مشورتي ټيم غړي .

  35. نن سهار ديوه غم لړلي خبر په اوريدولو چې دشهيد عبدالصمد روحانې دمرگ وو سخت خفه
    شوم .
    دا ځوان چې دهيواد په ترټولو نا ارامه سيمه كې  يوه ډيره سپيڅلي
    دنده(خبريالې )ور په غاړه وه اود كړيدولو هلمنديانو غږونه يې ټولو هيوادوالو او نړۍ
    ته رسول په ډيره ناځوانمرد انه توګه وژل شوي دي.

    موږدرسنيو كاركونكې چي هر خبريال راته خپل  ځان او ورور ښكاري يوازي
    دداسي با وجدانه ژورنالست پر مرگ دعا اود فردوس جنت غوښتنه كوو او عاملينو ته يې
    دورته برخليك هيله لرو ،
    دننګرهار كليد راډيو
    مسول مدير محمد شفيق
    همدرد

  36. first all i pass my regards to all to larawbar staff members and to all this website lovers even all those who are shared in the sadness situation of mr Abdul samad rohani,family
    i can,t stop my tears since i heard the death massage i can't do i any thing but i never forget his soft,effective,real voice all my life, my hoby is just hearing bbc news and watching pashtu sites especially larawbar and benawa but today rohani bad news mad mevery sad i just pray for his happy soul and want patience for his family

  37. د ځوان خبريال روحاني پرمړينه
    دوير څو كرښې.

    په ډيرخواشينۍ سره خبرشولوچې په هلمندکې دbbc خبريال
    عبداصمدروحاني ناڅرګندو خلکو په ډير بې رحمانه ډول وواژ.اناالله واناااله
    راجعون.

    په ريښتيا سره روحاني يوله هغوژورناليستانونه ووچې تل
    يې خپله بر طرفي ساتلي ،حقايق يې راسپړلي اوپه سيمه کې يې دروانو حالاتو يو ريښتونى
    انځوروړاندي كاوه .دبيان دازادۍ مخه نيونکي اودروحاني اويانوروژورناليستانووژونکي
    بايدپه دې وپوهيږي چې ددغسې کرغيړنواعمالوپه ترسره کولوبه هيڅکله ددوي دابدرنګې
    څيرې له اولسه پټې نه شي اويقين لرو چې داخاوره به دروحاني په څيرنورډيرپه وطن مين
    اوريښونې انسانان پخپله غيږه کې وروزي.

    موږ(دخاښۍ اداره) ددغه ريښتوني ژورناليست په وژنه ډيره
    خفه يو.له حکومت، نړيوالي ټولنې اودژورناليستانوله ملاتړ كونكو څخه ښه په کلکه
    غواړو چې دروحاني وژونکي پيدااودخلکو په وړاندي يې په  سزاورسوي
    .

     

    ارواښادروحاني ته دخالق په دربار کې دفردوست جنت
    دغوښتلولپاره لاسونه لپه کوو کورنۍ سره يې ځان په دې درانه غم کې شريک بولو ،صبر
    اوحوصله ورته غواړو اويوځل بياوايو چې ددغوکړنوعاميلين دې په دوه ګوني نړۍ مختوري
    وي.

     

    دښاخۍ مهالنۍ مجلي اداره

  38. حواني مرك شهيد ته د شهادت مباركي وايمه او خداي ج د وكري جه دي له هغو خلقو خخه وي جه دخبل وطن به مينه او خدمت يي سر وركري وي نه دهغه جا خخه جه د ملك به خيانت له دنيا تللي وي. د مرحوم ته دالله تعالى خخه جنت غوارمه او كورني ته يي صبر او تسلي غوارمه .
    بوشتنه داده جه دغه او داسي نور دوطن بجيان خوك وزني ؟ ولي يي وزني ؟ او حرنكه يي وزني ؟ او د جا به مشوره او امر يي وزني؟
    كمان كومه جه جواب دير اسان او هر جاته روشانه ده.
    جه هغه د كران افغانستان او افغانانو دشمنان دي
    مونزه بايد دده به شهادت خفه نه بلكي ويار وكرو

    عبد الرحيم بكتياوال

  39. دخداي بخښلي  عبدالصمد روحاني  د مړيني دوهم سهار

    ارواښاد  د غبرګولي
    په اتلسمه نيټه د لښكرګاه ښار د زړه نه  تري تم شو، د ځواني مر ګ ګناه 
    يواځي دا وه چي په هلمند كې يي د بې ٰبي سي خبريالي كوله مرحم  مازديګر لوړ د
    انګريزي ژب زدكړي كورس ته تللي وو خو كله چي د كورس نه كورته ستنيږي د خپلې سپنې
    كورلا موټر سره يو ځاي لا دركه شوي وو ،ټوله شپه يې كورنۍ په تمه وه چي  اوس
    به راشي اوس به راشي خو د روحاني دمرګ ملايكه لا ده وخته   راغلي
    وه  شپه تيره شوه سهار شو  چې لا يي درك معالوم نه شو په دغه ور ځ به چې
    دروحاني   هر ملګري دده دتليفون شمير ه ډايل كړه  دهغه لوري ځواب به
    داو

    (( دغه لمبرچي تاسو داير
    كړي داوس لپاره لاس رسي نه ورته كيږي ))  

    كرۍ ورځ د روحاني په لټه
    كې وو  هغه وو چې ورجن مازيګر  پيل شو ا و په همدغه ور ځ پنځه بجې د مرحم
    مړي  دلښكرګانه  نيږدي يو كليو متر اخواته دبولان دسيمي په يوه هديره كې
    ومندل شو ساه يي ختلي وو خو لا يي نرى  ډنګر لاسونه كلك تړلي وو  
    پښي يي لاهم  تړي وي ددغه وحشي انسانانو  په زړه كې درحم ټوټه هم نه وو
    هر څومره زورونه   چې  يي وهلي وو ځكه مرګ ريښتا سړي بيره وي 
    خو لا يې پښې نه ووې خلاصې شووې د نازكولنګيو پوستكې ېي اوښتې وو ، ددغه ځاي د انځو
    ر له مخي  چې دخداي بخښلي مړ جسد پكې پروت وو په دغه ځاي كې غيرتمن روحاني
    دډبرزړو اوبې رحمه انسانانو سره شايد ډير ې خبري كړي وي  ځكه  شاخوا ورته
    د شپږو سګريټو سوي پلتر پراته وو  داسي معالوميدل چي د زياتي ناستي نه پس
    يي   دده په ككري كې  څلور مرمي كاركړي وي  غاړه يي هم 
    ورته ټپې كړي وه خداي خبر چي هغه يي په څه شي وهلي وو .

    د شهيد روحان جانكدن
    يواځې ظالميانو ليدلي موږ يي اوس يواځي په وينو سور مخ په سپين ململ كې  
    وينو   ،
     

    زما خوږ ملګري لا د
    ځواني په تاندو او شديدو څپو كې وو دعمر كلني  شميره يي  ايله په ايله
    اوس تر پنځه ويشتو رسيدلي وه .دروحاني د ګډ ژوند ډير لږ وخت كېږي ،  
    لومړني   نازولي بچي يي عمران نوميږي چي  لا  يي  پنڅه مه
    مياشت نه ده پوره كړي چي پلار يي وحشي انسانانو په غير انساني مرګ په سرو ملنګو كې
    ترې يو وړ دا هغه كسان وو چي نه خداي پيژني نه يي رسول پيژني نه د خداي بنده پيژني
    كه يي پيژني هم يواځي په  نامه پيږني ددوي زړونه د كركې ډك دي ددوي وينه كلكه
    شوي دوي د هيچا پروا هم نلري آٌن ديوي سپيڅلې دندي خبر يال وژني

    مرحم روحاني  دخپل
    لومړني  عمر زيات كلونه د هجري تر ژوند قر بان كړي وو د طالبانو په ريژم
    كې  ده په خپل اصلي وطن   ما رجه كې ديني زدكړي كولي خو كله چي د
    كرزي ايداره رامنځ ته شوه مرحم ادبې ډګر ته هم ملا وتړله په هلمند كې د لومړنيو
    فرنګ پالو له جملي نه يو په وطن او په ولس مين كس وو ، څلو كاله اخواته د بُست
    فرهنګي ټولني غړي وو  همدارنګه ددغه ټولني   دپګړي مجلي مسول چلونكي
    هم وو ورسره په څنګ يي   د يوي ازادي راډيو سباوون سره يې هم كار كوي د
    خداي بخښلي د ژورنالزم لومړني بنسټ ددغه ځاي نه پيل شوي وو چي ورسته بيا دپژواك
    اژانس خبريالي يي هم په غاړه واخستله دخپلو مټو په زور او دښه كار له وجي بي بي
    سي  په هلمند كې  د ځان خبريال كړ .

    د روحاني وير اوس ټول
    هلمند ژړوي د ټولو ملګرو سترګې يي سري غوټيدلي دي اوښكې هم نوري وچي شوي دي زما ډير
    نيږدي ملګري وو اوس مي په كمپيو ټر ګوتې ريږدي د خپل ګران ملګري په ياد يو څو كرښي
    ليكم  خو دي مي اوس هم په خيا ل كې تر څنګ ناست دي ، هغه دي وينم يي دخنداډكه
    خوله   يي اوس هم خلاصه نيول ده ،  چي لږ سوچ وكړم او حقيقي نړي ته
    راشو نو  روحاني نشته اوس  زما تر څنګ نه دي ناست اوس يي د اوږدو ګوتو
    ميده ګړپا په لپټاپ نه ښكاري   اوس  يي يواځي پر مخ او ټول ځان سپين
    ململ ښكاري چوپه خوله پروت دي ،

    د پلار د هغه سپينه
    ګيره  چې اوښكې پكې لاري جوړي كړي وي او په زوره چيغو مي اوس هم په مغذ كې
    ځاله كړي ده ، د ورورك  شونډي يي لا دوينو پتري نه دي غوځولي

    شا خوا يي په تابت
    راګرځي

    دوړوكې عمران چيغي يې هم
    نه دي كراري  په كور كې يي د وير فضا خپره ده هلمند ټول خفه دي روحاني نشته
    خداي دي يي  مل شه

    د روحاني نيږدي ملګري
    عزيز احمد تسل لښكرګاه 

  40. په هلمند کي خپلواکو ژورنالستانو د احتجاجي غونډي پريکړه
    ليک
     

    د ١٣٨٧ کال د غبرګولي د
    مياشتي په ١٨ نيټه د شنبې په ورځ تکړه ژورناليست او د بي بي سي راډيو =خبريال
    عبدالصمد روحاني د څه مودې لپاره لادرکه او په سبا يې د مازديګر پر ٥ بجو جسد د
    بولان په هديره کي و موندل سو .

    په هلمند کي ټول
    ژورناليستان او فرهنګي شخصيتونه په دغه غميزه کي ځان شريک بولي
    .
     

    1. د هلمند ولايت د ژورنالستانو او
      فرهنګپالو د پريکړي سره سم به د يوې اونۍ لپاره د احتجاج په توګه د هلمند څخه هيڅ
      دولتي او غير دولتي راپور رسنيو ته نه ورکول کيږي بې له هغه خبره چي د خداى بخښلي
      روحاني په اړه وي  .
    2. دا چي د ژورناليزم کورنۍ خپل يو تکړه
      غړى له لاسه ورکړى دى د هلمند ولايت ژورنالستان او فرهنګپال د هيواد پر ټولو خبري
      رسنيو ږغ کوي چي د خداى بخښلي د مړيني په اړه دي سبا ورځ چي د غبرګولي د مياشتي
      ٢١نيټه دي د هيواد د فرهنګي ډګر ملي ماتم اعلان کړي
    3. د غبرګولي ١٩ نيټه چي د شهيد عبدالصمد
      روحاني د شهادت له ورځي سره سمون خوري هر کال به د هلمند په فرهنګي ډګر کي د توري
      ورځي په نامه و لمانځل سي
    4. چاپي مطبوعات دي درسنۍ لومړۍ پاڼه
      ياتوره او يادي ورباندي د خداى بخښلي عکس چاپ کړي .
    5. راډيو يي او تلويزوني رسنۍ دي سبا د
      غبرګولي پر ٢٢ نيټه پر پوره (٥) بجو د يوې د قيقې لپاره چوپيتا غوره کړي .
    6. لکه څنګه چي د ښآر له منځه څخه د يو
      ژورنالست نيول او ايستل او بيا په قتل رسول د ادارې کامله بې کفايتي ښئي . ټول
      ژورنالستان او فرهنګپال دا غوښتنه کوي چي نومړې قضيه دي په جديت او دقت  وڅيړل
      سي
    7. که پورته ټکي په نظر کي ونه نيول سي د
      هلمند ژورنالستان به جدي ګامونه پورته کړي
  41. دروزګــان مهالنۍ ملي خپرونې
    دډاډګېرني پيغام
     
     
    News in Ruzgan
    Monthly 
     
    دتأسيس کال ۱۳۸۵  –  2006 
    Afghan Democratic
    Publication  in Sweden

    سويډن – مالمو

    د۲۰۰۸ م کال دجون ۹مه

    هغه لاسونه دي مات شي چې
    زموږ پر بېگناه خلکو دهغوي دمرگ اوزورونې لپاره پورته کيږي .

    ډيرخواشيوونکی اوزړه بوږنونکی خبر موتر
    لاسه کړ چې دوې ورځي وړاندي دهلمند ولايت دلښکر گاه په ښارکي دافغانستان د
    ژورناليزم اوفرهنگی بڼ يوبل دگلاب گل ورژېد!

    دډيري خواشينۍ ځاي دی چي دعلم اوفرهنگ
    دښمنانوځوان او پياوړی ژورناليست دښه فکر اوقلم خاوند عبدالصمد روحاني چې يوازي ئي
    دژونددبڼ ۲۵ گلان غوړېدلې وه دخپلو ناولو اوکرغېړنو موخو لپاره له ژوند څخه محروم
    ،اوپه شهادت ورساوه .موږ دغه عمل ته دنفرت اوکرکې په سترگه گورو .

    انا لله وانا الیه راجعون

    دروزگان مهالنۍ ملي خپروني اداره پداسي
    حال کي  چي دخپلو ټولو قلمی همکارانواومينه والو په استا زيتوب دځوان 
    شهيدعبدالصمد روحاني په غمجنه پېښه کي دهغه دکورنۍ دټولوغړواو دوستانوسره ځانونه
    شريک بولو،دلوي خداي له دربارنه دهغه سپېڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوواودکورنۍ
    پاته غړوته ئې دزړه صبر غواړو.

    پدې هيله چي دبې بې سي راډيونړيواله اداره
    دخپل نړيوال اعتبار او امکاناتوڅخه په استفادې سره وتوانېداي شي ددې ځوانيمرگ
    ژورناليست  درندۀ او وحشی قاتلان پيداکړي .

    دهمدې خواشېنوونکي پيښې دغمجن پيغام نه په
    استفادې سره پر افغان دولت اونړيواله ټولنه ږغ  کوو چې  زموږ په هيوادکي
    دژورناليستانو،علمی اوفرهنگی شخصيتونودژوند ټولو اړخونوته جدي پاملرنه وکړی
    .

    هرځاي اوپه هر نامه  دهر چا لخوا په
    هرشکل چي وی دژورناليستانو،علمی اوفرهنگی  شخصيتونو وژنې اوزورونې  ته
    دکرکي اونفرت په سترگه گورواوهغه په کلکه غندو.

    دروزګــــان مهالنۍ ملي
    خپرژونې مسول مدير

    حبيب الله غمخور

  42. دصمد روحاني روح ته !!!
    دلته
    ساندې او ویرونه
    دلته وران ویجاړ کورونه
    دا ببرې زږئ ږیري
    دا اوږده
    ببرسرونه
    دا خوله وچي ماشومان
    داپه وینو سره قبرونه
    دادچا کمبختو
    کوردئ
    چې راکته پرې سور اوردئ
    دلته ولې ځوانان ژاړي
    دلته څوک دومره
    کمزوردئ
    زه چې وینم دا خوبست دئ
     چې تاریخ ور باندې مست دئ
    چاانجیردئ
    لشکرګاه ده
    دظالم په سر بلا ده
    نو دانور شین سترګي څوک دي
    دوې راغلي له
    کوم توک دي
    هغه نور چې دشپې ګرځي
    په کورونو باندې غورځي
    دغه دواړه دي
    وژونکي
    دغه دواړه غولوونکي
    یو دشپې او بل دورځې
    یومو سروړي اوبل
    پزې
    دا ړانده چې دلته ناست دي
    دا ولاړدي او که ملاست دي
    له دوې ټولونه ځان
    هیر دئ
    چې دوښمن ترې را چا پیر دئ
    دوې دې غږکړي ایوب خان ته
     دوې دې
    غږ کړي اکبرخان ته
    دوې دې ستر احمد له ورشي
    دوې دې غږ کړي میرویس خان
    ته
    یا دې یو جوړ میر ویسخان کړي
    دتدبیر په لار روان کړي
    چې رابیل کړي
    دوست دوښمن
    دیووالي راکړي فن
    په بمونو نه جوړیږي
    په جنګونو نه
    جوړیږي
    څو پښتون کې سر پیداشي
    څویو مشر نر پیداشي
    پردي ولیږي خپل کور
    ته
    لاره وښايی خپل ورور ته
    نوبه سوله په دې کور شي
    زړه به جمع لږ دمور
    شي
    بیا به هیڅوک هم نه ژاړي
     په صمد باندې به ویاړي
    خدمتګار وايي
    سلام
    مبارک شه لوړمقام

    زه دخدای بښلي عبدالصمد روحاني کورنۍ دوستانو اودردمنو هیوادوالو ته دلوی خدای ج
    نه جمیل صبر او هغه شهیدته جنتونه غواړم

                                                                                       
    محمدیوسف خدمتګار مزدورزوې  ناروې

  43. انالله ونا عليه راجعون!

    ديکشنبې په ورځ ماښام نږدې اووه بجې وې چې يوه اردو ژبی ټلوېزيوني چينل ته د
    خبرونو ليدلو په موخه ناست وم. کله چې د ټلوېزيون پردې ته لږ ځير شوم، نو ومې ليدل
    چې د ټلوېزيون په پرده کې تېرېدونکو خبرونو کې ليکل شوی و، چې د بي بي سي راډيو د
    هلمند ولايت خبريال ووژل شو.

    د دې خبرې په ليدو مې په بدن کې لزه پيدا شوه، هڅه مې وکړه چې ژر تر ژره دا خبره
    تعقيب کړم، چې په دې وخت کې مې د ارواښاد روحاني څېره سترګو ته دورې دورې کېده، ځکه
    ما فکر کاوه چې په هلمند کې خو د بي بي سي خبريال ارواښاد روحاني و.
    کله چې مې د
    اريانا ټلوېزيون فارسي خبرونه تعقيب کړل، نو دا خبر رښتيا و او ارواښاد روحاني له
    نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه کړې وه.
    د دې خبر په ليدو
    مې کرۍ شپه خوب ونه کړ، د ارواښاد روحاني څېره مې په ذهن کې نقش وه.

    خدای
    بخښلی روحاني يو منلی، تکړه، غښتلی، رښتيا سپړونکی خبريال و چې شهادت يې د ټول
    افغانستان لپاره يوه نه جبرانېدونکې ضايع ده.
    خدای تعالی ج دې د ارواښاد په جنت
    فردوس کې ښاد لري او مېرمنې، بچانو، پلار، مور او نورو دوستانو ته دې خدای تعالی ج
    د زړه صبر ورکړي.

    انا لله وانا عليه راجعون

  44. شهادت دي مبارک شه غرڅنی زلمي مي مــړ
    دي !

    خدايه څنګه قرار يوسم يو تنکي زلمي مي مړ دي
    خدايه څنګه صبر
    وکړم يو کمکي زلمي مي مړ دي

    ما ژړلي ډير په زوره چي مي دا خبر تر غــــوږ شو
    چي صمد روحاني
    مړ دي ګلالي زلمي مي مړ دي

    ربه دا څنګه دنيا ده خدايه څومره خاموشـــي ده
    يو بي وسه يو بي
    کسه هلمندي زلمي مي مــړ دي

    ستا ماشوم په چيغو ژاړي تړمي او ښکي يي بهيږي
    د شهيد با با لار
    څاري څه مسکي زلمي مي مړ دي

    ته خفه نه شي صمده حسرت ډير په تا ژړلــــــي
    شهادت دي مبارک شه
    غرڅني زلمي مي مــړ دي


    لطف الله حسرت – خوست

  45. هيڅ خندامې لدې خلكوسره نه شي

    ژړوي
    مـي هغـه تلي تلي خلك.
     

    په
    هلمند كې د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د مړينې له امله په خوست كې د پيوستون
    كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام:

    په ډېرې خواشينۍ
    سره خبر شو، چې په هلمند كې د بي بي سي راډيو ځوان، تکړه او زوړور خبريال د ناڅګندو
    كسانو له خوا په ډزو سره وژل شوى دى
    . انا لله و انا اليه راجعون . 
    دا دى يو ځل
    بيا زموږ ځوريدلى ولس وځورول شو، د هيواد د ژورنالستانو له ډلې يو ځوان هڅاند او
    خوږ ژبى خبريال چې، د افغانستان د ډېر نا ارامه ولايت هلمند څخه به مو د ده په خوږه
    ژبه د سيمې له حلاتو ځانونه خبرول، په بي رحمۍ سره بيل شو، دا ځوان عبدالصمد روحاني
    و.

    په خوست كې د
    پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه او د دې سيمې ځوانان  د روحاني صاحب وژنه په
    كلكه غندي.

    دغه ټولنه د روحاني
    وژنه د ملت د ژبې پرې كول بولي او مړينه يې د ولس لپاره يوه لويه ضايعه ګني موږ د
    نوموړي كورنۍاو د ده نږدې خپلوانوته د غمرازۍ مراتب وړاندې کوو.

    اوده ته له
    خدايه  جنت الفردوس او د ده وارثينوته د جميل صبرغوښتنه كوو.

    په
    خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه

  46. دځوانیمرګ روحاني په
    ویرڅوکرښي!

    دیکشنبې ورځ وه چې خپل ګران دوست فضل غني حقمل راته دعبدالصمد روحاني دوژل کیدو
    وویل. خدای شته ډېر ورباندی ودردیدم که څه هم ما له عبدالصمد روحانی سره له نږدې نه
    پېژندل خوهغه یو ډیرتکړه اوزړور ژورنالیست وه.

    زه نه پوهیږم چې دانسان اوبشریت دښمنانوولې ځوانمیرګ روحاني داسې په ګولیو غلبیل
    غلبیل کړ پداسې حال کې چې هغه نه له چاسره کومه شخصي دښمني درلوده اونه یې چاته
    دخپل سپېڅلي قلم په څوکه زیان رسولی وه.

    په هرصورت زه دمرحوم روحاني له کورنی اوخپلوانو سره پدغه غم کې ځان شریک بولم
    اوهغه ته دلوی خدای له دربارڅخه دجنت غوښتنه کوم.

    دغه راز له دولت څخه هم زما غوښتنه داده چې د ځوانمیرګ روحاني دوژنې په اړه جدي
    پلټنې وکړي او تورن کسان دقانون منګلوته وسپاري.

    په درنښت

    مومن اکبرصدیق/کابل

  47. دهلمندوالودکلتور,ادب اوپوهي دبڼ
    يوتازه غوړيدلی ګل ترخاورو لاندي سو.

    دافسوس خبره داده چې هغه
    دخپلووطنوالولخوا بيله کوم جرم څخه  دخپل کورڅخه دشپې په تياره کښي ايستل کيږي

    اوهغه دتل لپاره ترتوروخاورولاندي کوي.

    روحاني به نه لومړی اونه به هم وروستی کس وي چي پداسي بيرحمانه ډول سره وژل
    کيږي.داغميزه به هله پاي ته رسيږي

    چي خپله هلمندوال اوترټولودمخه هلمندي روڼ اندي ,دولس دښمنان له خپلي سيمي 
    څخه وشړي.
    ما تمه لرله  چي دبست فرهنګي ټولنه به ترهرچا مخکي خپل داعتراض
    ږغ پورته کړي.
    دروحاني وکورنۍ ته صبرغواړم اوددوی په غم کي ديوه افغان پښتون
    هلمندي په توګه ,ځان شريک بولم.

    په درناوي

  48. د ځوان ژورنالیست ( روحاني ) د ترور له
    امله د خپلواکۍ د فرهنګي مرکې د خواشینۍ پیغام

    په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د بي بي سي راډیو
    ځوان  اوتکړه ژورنالیست عبدالصمد روحاني  په هلمند ولایت کې د قلم او د
    بیان د  خپلواکۍ د دښمنانو  په ګولیو وژل شوی او د شهادت لوړه مرتبه یې
    ترلاسه کړه ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) .
    موږ په دې توګه د
    ارواښاد روحاني کورنۍ او دوستانو سره خپله غم شریکي اعلانوو او دوي ته د تسلیت تر
    څنګ د زغم  او جمیل صبر  هیله لرو .

    د ارواښاد روحاني پر وژنې د تورتم استازو وښوده چې  دوي لا هم  نه
    یوازې د رښتیا ویلو له  مخکښانو ویریږي  چې دا یې هم وښودله او پخپله یې
    څرګنده کړه چې تل د بې وزلو ، خوارو او غیر پوځي  وګړو وینه د همدوي پر کرغېړن
    لاس  تویږي .تر دې به بل لوی جنایت نه وي چې د یو بې وزلي ژورنالیست او
    لیکوال  پر وینو تویولو دې  لاسونه سره شي . د فرهنګ دلارې خادمان او له
    هغې ډلې  ژورنالیستان او لیکوال دا د ټولنې هغه تش لاسې او بې پرې ډله
    ده  چې زیان یې  ټولنې ته نه بلکې ګټه رسونه یې تر هغې بلې ډېره ده .
    هغوي له پېښو او حالاتو نه خپل هېوادوال ، سیمه او نړۍ خبروي او دا چې د پېښو تر شا
    د چ
     ا لاس او زیان او ضرر یې څومره او چا ته دی ، دا د ټولنو کار دی او د
    هغوی قضاوت ، خو له بده مرغه کله د جګړو اړخونه د خپلو کمزوریو کسات له
    ژورنالیستانو او لیکوالو  اخلي او په دې توګه هم یو غیر اسلامي عمل ترسره کوي
    او هم د ځان پر وړاندې کرکه او نفرت په ولس او بشریت کې زیاتوي .د روحاني قاتلین هم
    همداسې کم عقلان دي .

    ددغه شان تور زړو پر وړاندې که په دولتونو کې وي او که په مخالفینو  کې د
    فرهنګیانو یوه پراخه   ټولنه جوړول او د یو لاس عکس المل ښودل په کار دي
    . هیله ده زموږ ګران ژورنالیستان او لیکوال د خپل ځان او سر د ساتنې مراقب و اوسي ،
    ځکه پرته له خدایه  دلته د ځمکې پر سر خو نه دولت او نه د شر استازي  دا
    یو هم  د دوي کوچنۍ شانتې پروا هم نه لري .

    په پای کې د ارواښاد روحاني اروا    ښاده غواړو او کورنۍ او
    دوستانو ته یې د خپل تسلیت مراتب  یوځل بیا وړاندې کوو .

    په درنښت
    یوسف هېواددوست

  49. خورا خواشيني يو ،چې د فرهنګ او
    ژورناليزم دکورنۍ ديوه نازولي د وير پر ټغر کيناستو

                                                                   
    انا لله وانا الیه راجعون

    قلم دښمنه ټوپکوالو هومره ډارن دي ، چې دخپلې ناولې منګولې يې دځوان
    عبدالصمدروحاني پر وينو سرې کړې ، د هغه دماشومې معصومو سلګيو ته يې ونه کتل او د
    سپين سرې مور له کړيکو یې ونه ويريدل .

    دغه شهيد عبدالصمدروحاني په هلمند کې د بي بي سي او پژواک خبري اژانس خبريال و ،
    ليکوال او فرهنګي زلمي ايله دژوند 25 پسرلي لیدلي و ،چې شهيد کړای شو .

    دافغانستان ټول فرهنګيان قلم وال او روڼ اندي ددغه ځوان ژورناليست او ليکوال
    وژنه غندي او دهغه سپيڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوي .

    دافغان کلتوري ټولنو جرګه  دخپل دغه ملګري اوهملاري په وير کې شريکه ده او
    يرمنه ده ، چې د قلم دلوې کورنۍ يو تکړه غړی يې له لاسه ورکړی دی . لوی خدای جل
    جلاله دی ددغه فرهنګي زلمي قاتلان مخ توري کړي او دوستانو، قلموالو ، کورنۍ ته يې
    دې اجر ، صبر او استقامت ورکړي .

    افغان کلتوري ټولنو جرګه يو ځل بیا له ټولو فرهنګيانو اوژورناليستانو څخه غوښتنه
    کوي ، چې په داسې اورنيو شيبو کې دخپل ژوند خيال وساتي اوګواښمنو سيمو ته ولاړنه شي
    ، ځکه ډېر څه ديوه قلموال پر ژوند نه ارزي .

    اروا یې ښاده ياد یې ژوندی .

  50. Dear All
    !

    Indeed
    Samad miskeen\’s death is a shock for every civilized Afghan. The deceased being
    your good firend, accept my heartly condolonces on this occasions.
    May Allah rest him in peace and may
    Allah bless
    his soul.

    I read
    your article dedicated to him, it is indeed very truely analyzed. I totally
    agree to your perception.

    May
    Allah have us all in his protection.

    regards,

  51. I am really shocked over the sad death of the young pakhtun juornalist.
    my heartfelt condolence to the shaheed family.
    May Allah rest his soil in peace.

  52. دځوانیمرګ شهیدعبدالصمدروحانی دشهادت لامله په بلجیم هیوادکی دافغانانوکلتوری
    بهیر دخواشینۍ پیغام

    په ډیری خواشینۍ مو خبرترلاسه کړ چه په وطن مین ځوان اوخواریکښ خبریال عبدالصمد
    روحانی دافغانیت ، اسلامیت اوانسانیت ددښمنانو لخوا په شهادت ورسید .

    دده شهادت ټول افغان ولس دغم پر ټغر
    کښیناوه.

    قالوانالله واناالیه راجعون

    پرون د2008 کال دجون دمیاشتی نهمه نیټه په بلجیم هیوادکی افغان ادبی بهیرمشرتابه
    جرګې ددی هیوادپه پلازمېنه ـ بروسل ښارکی خپله بیړنۍ غونډه وکړه.

    دې غونډې ته دبرو پښتنو ځینی کلتوری څېرې اوکلتورپال هم رابلل شوی وه.

    دغونډې لومړۍ برخه شهیدروحانی ته ځانګړې شوې وه . چه په ترڅ کې یی دخدایبخښلی
    ناځوانه وژنه وغندل شوه اویادونه وشوه چه دروحانی شهید نشتوالۍ به دهیواددخبریالۍ
    په برخه کې تلپاتې تشه رامنځته کړی ، ځکه ده داسې سترې ځانګړنې درلودلې چه له نورو
    یی توپیراوه.دده په ځانګړنوکې یی دخبرلنډوالۍ ، دخبر صحت، دخبرپوره والۍ ،
    دخبرپرخپل وخت لیږد ،دخبردپوهیدولوړه کچه او ترټولوعلاوه په خبرکې دده بې پرېوالۍ
    یادولی شو. دده بله ځانګړنه دده زړورتیا وه چه په هرډول ګرانواوسختو امنیتی
    حالاتوکې به دپیښې په ځای کې حاضراوپه امانتدارۍ سره به یی رپوټونه برابرول. ددې په
    څنګ کې دښو ټولنیزو اخلاقوخاونداوډیربی آزاره اوبیضرره انسان وو.هغه دده خپله خبرچه
    مچ به یی لاهم نه وی آزارکړۍ ، خوپه ډیر افسوس چه دانسانیت غلیمانوونه شوزغملای
    اوپه ډیره ناځوانۍ سره یی په شهادت وروساوه اوټول ولس یی بی روحانی کړ.

    په بلجیم کې دافغان کلتوری بهیرټول غړی اومېشت افغانان پداسې حال کې چه دلوی
    څښتن (ج) څخه شهیدعبدالصمدروحانی تهدفردوس جنت غوښتنه کوی ، پدې سترغم کې ځانونه
    دشهیدروحانی ددرنې کورنۍ اوټولو وطنوالوسره شریک ګڼی او دوی ټولوته دجمیل صبراوزغم
    غوښتنه کوی.
    همدارنګه له افغان دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چه ددې
    سترشهیددشهادت دعاملینوپه موندنه کی  خپل ټول امکانات پکارواچوی که نه نوډیرې
    پوښتنې به راوزیږوی.

    همدارنګه لدی وروسته دې هرکال دغه د جوزا نولسمه نیټه په هیوادکې
    دآزادواورښتینوژورنالستانوسره دزورزیاتی دتورې ورځې په توګه ددولت په کچه یادونه
    وشی.

    روح دی ښاداودښمنان دی مختوری وی.

    په افغانی درنښت

    په بلجیم کی دافغانانوادبی بهیر مشرتابه جرګه
    دمشرتابه جرګې په استازیتوت

    پوهنیارسیدحضرت
    بروسل ښار ـ بلجیم

  53. good bles hime this is the proud of afghan .

  54. د پکتيا فرهنګي ټولنواود ژورنالېستانو اتحاديې د عبدالصمد روحاني وژنه وغندله

    نن دپکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د پکتيا ټولو فرهنګي ټولنو ، د ژورنالېستانو خپلواکې اتحاديې او د افغان کلتوري ټولنو جرګې استازو له غرمې مخکې په يولسو بجو بېړنۍ غونډه وکړه . غونډې په هلمند کې د بي بي سي راډيو ځايي خبريال عبدالصمد روحاني وژنه په کلکه وغندله او د ده مړينه يې دافغانستان د ژورنالېستانو او افغان ولس لپاره يوه درنه ضايعه وګڼله .

  55. هيڅ خندامې لدې خلكوسره نه
    شي

    ژړوي مـې هغـه تلي تلي خلك.

    په هلمند كې د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د مړينې له امله په خوست كې
    د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام:

    په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې په هلمند كې د بي بي سي راډيو ځوان، تکړه او
    زوړور خبريال د ناڅګندو كسانو له خوا په ډزو سره وژل شوى دى. انا لله و انا اليه
    راجعون .
    دا دى يو ځل بيا زموږ ځوريدلى ولس وځورول شو، د هيواد د ژورنالستانو
    له ډلې يو ځوان هڅاند او خوږ ژبى خبريال چې، د افغانستان د ډېر نا ارامه ولايت
    هلمند څخه به مو د ده په خوږه ژبه د سيمې له حلاتو ځانونه خبرول، په بي رحمۍ سره
    بيل شو، دا ځوان عبدالصمد روحاني و.

    په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه او د دې سيمې ځوانان  د
    روحاني صاحب وژنه په كلكه غندي.

    دغه ټولنه د روحاني وژنه د ملت د ژبې پرې كول بولي او مړينه يې د ولس لپاره يوه
    لويه ضايعه ګني موږ د نوموړي كورنۍاو د ده نږدې خپلوانوته د غمرازۍ مراتب وړاندې
    کوو.

    اوده ته له خدايه  جنت الفردوس او د ده وارثينوته د جميل صبرغوښتنه
    كوو.

    په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه

  56. د افغان ولس کلتوري ټولنې د خواخوږۍ پيغام

    ښايي دوحشت و تورتم استازو دافغان ژورناليست ځوانيمرګ شهيد عبدالصمد روحاني رښتيا ويل و رښتيا ليکل نور نه شول زغملای، نو د همدې لامله يې د خپل قلم سره په تورتم کې تورو خاورو ته ورساوه.

    هيله ده چې افغان حکومت، ژونالستان و د بي بي سي راډيو کارکوونکي په دې وتوانېږي چې د افغان ژورناليست ځوانيمرګ شهيد روحاني د وژلوقاتلين ژر تر ژره پيدا کړي او د خپل دغه وحشي عمل په سزا ورسېږي.

    موږ د ځوانيمرګ ژورنالست شهيدعبدالصمد روحاني په دغه غمجنه پېښه کي دهغه دکورنۍ د ټولوغړو او دوستانوسره ځانونه شريک بولو. دوی ته د دې غم د زغم و دزړه صبر غواړو.

    د لوي خداي له دربارڅخه د هغه سپېڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوو.

    اروا يې ښاده!

    افغان ولس کلتوري ټولنه

    ويانا / اوتريش

  57. دا ياران لكه ګلونه د بهار دي

     
     دا ياران لكه ګلونه د بهار دي . د خزان په باد رزېږي درېغه
    درېغه – په ډېره خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه كړ چې په هلمند كې د بي بي سي راډيو او
    پژواك خبري اژانس تكړه خبريال او وتلى ليكوال عبدالصمد روحاني د څو ناترسو كسانو له
    خوا په ډېره بېرحمي په شهادت رسول شوى دى . په الهي دربار كې دغو ناترسانو ته د
    بېكچې رسوايي خداى بخښلي ته د فردوس جنت ، كورنۍ ، كمكۍ لور او وړوكي زوى ته يې د
    جميل صبر لپه غوړوم . روح يې ښاد او ياد يې تلپاتى غواړم

  58. په ډيره خوشينۍ سره خبر تر لاسه کړو چې د لوى هلمند ځوان او پياوړى ژورنالست ،
    اروښاد عبدالصمد روحاني تيره ورځ  د وخشيناکې  بلا له خوا  د ټوپک
    په پامنه خوله د هغې شهيد بدن ټپي ټپي کړ.
    د يوځوان او پياوړي ژورنالست،
    عبدالصمد روحاني ژوند يې د تل لپاره له خپلې خواږې کورنۍ واخيست .
    مونږ د خوست ځوانان د هغې په مرګ زيات خواشيني  يو .
    او دهغه نه شتون يوه لويه ضايعه بولو.
    نو له همدې
    کبله د اروښاد عبدالصمد روحاني  درانې کورنۍ ته د خوست ځوانان د ډاډګيررنې
    مرآتب وړاندې کوي.
    اود هغې په غم کې ځانونه شريک بولي.
    او د هغې کورنۍ ته د
    جمعيل صبر غوښتنه کوو.
    په ډير ادب ، ناصر ځلاند د( ټول پښتانه)  ويبپاڼې
    مسول

  59. قدرمنولوستونکو او دشهید عبدالصمد روحاني دغم په ټغر راټولو
    خواخوږو تاسو ته یو ځل بیادرود اوسلام وایم!
    دځوانیمرګ کورنۍ،خپلوانوموږاوتاسو
    ته دې الله تعالی جمیل صبر راکړي او زموږ د ګران روحاني دې جنتونه په نصیب شي همدا
    راز دجرمني په بایرن او دلویې پکتیا په مرکز ګردېز کې زموږ د غبرګو کولتوري ټولنو
    ژوره خوا خوږي یو ځل بیا دځوانیمرګ کورنۍ او خواخوږو ته څرګندوم دا چې، دیو منظم
    پلان له مخې غلیمانو زموږ دسرونو لو پیل کړی دی نو څه خوځښت او بیداري هم په کار ده
    صرف په غندونو څه نه کیږي راځیء چې په یوالي سره دافغان ولس د خلاصون لاره ولټوو
    ترڅو دافغان له کوره څخه نور نو دتل لپاره دا دساندو ټغر ورټول کړو.
    دیادوشوو
    غبرګو ټولنو په استازیتوب

  60. دصمد روحاني روح ته
    دلته ساندې او ویرونه
    دلته وران ویجاړ کورونه
    دا ببرې
    زږئ ږیري
    دا اوږده ببرسرونه
    دا خوله وچي ماشومان
    داپه وینو سره
    قبرونه
    دادچا کمبختو کوردئ
    چې راکته پرې سور اوردئ
    دلته ولې ځوانان
    ژاړي
    دلته څوک دومره کمزوردئ
    زه چې وینم دا خوبست دئ
    چې تاریخ ور باندې
    مست دئ
    چاانجیردئ لشکرګاه ده
    دظالم په سر بلا ده
    نو دانور شین سترګي څوک
    دي
    دوې راغلي له کوم توک دي
    هغه نور چې دشپې ګرځي
    په کورونو باندې
    غورځي
    دغه دواړه دي وژونکي
    دغه دواړه غولوونکي
    یو دشپې او بل
    دورځې
    یومو سروړي اوبل پزې
    دا ړانده چې دلته ناست دي
    دا ولاړدي او که
    ملاست دي
    له دوې ټولونه ځان هیر دئ
    چې دوښمن ترې را چا پیر دئ
    دوې دې
    غږکړي ایوب خان ته
    دوې دې غږ کړي اکبرخان ته
    دوې دې ستر احمد له ورشي
    دوې
    دې غږ کړي میرویس خان ته
    یا دې یو جوړ میر ویسخان کړي
    دتدبیر په لار روان
    کړي
    چې رابیل کړي دوست دوښمن
    دیووالي راکړي فن
    په بمونو نه جوړیږي
    په
    جنګونو نه جوړیږي
    څو پښتون کې سر پیداشي
    څویو مشر نر پیداشي
    پردي ولیږي
    خپل کور ته
    لاره وښايی خپل ورور ته
    نوبه سوله په دې کور شي
    زړه به جمع لږ
    دمور شي
    بیا به هیڅوک هم نه ژاړي
    په صمد باندې به ویاړي
    خدمتګار وايي
    سلام
    مبارک شه لوړمقام
    دهلمند په لرغوني ولایت کې ځوان او وتلي ژورنالیست
    شهید عبدالصمد روحاني ته
    ۲۰۰۸جون ۸

  61. د روحاني روح دي تل ښاد وي
    !

    زه د دغه تنکي او بااستعداده  زړه ور افغان  ځوان روحاني و مړاني ته
    سلامي  کوم چې خپل سر يې پر خپل مسلک باندي ځار کړ او افغانانو ته يې د
    سپېڅلتيا او زړه ورتوب  جوغه پر سر کښېښوده . زموږ هغه باټک ليکوالان او
    څېړونکي چې ځانته يې احتياط کاره اديبان او محققين او مؤرخين وايه او د وياړني
    لنګوټې يې پر سر باندي ايښودلې څو  پر دې ولس نخرې وکړي هغه نن  څه شوه
    چې دروحاني په وينو کې  ځان رنګين  او په غم يې ځان غمګين
    کړي؟
     هغه جوغه داره وطنپالان څه شوه چې زما د ولس د بچي پروينو نن 
    نه غواړي ځان نه راښکاره کړي . زه داسي جوغه داره محققين څه کړم چې توجه يې تل
    و  ځانته وه او دولس په نامه يې و  ځان د ټولو  بزنس  را شرو
    کړی وو.؟!

    د عبدالصمد روحاني وينه  خود وطن په لاره کې  ورژېدله، ولي زموږد
    ټولني هغه مرد او نامرده يې هم و ميدان ته را و ايستل  چيري پر دې ولس يې ځان
    غټاوه . د ژورنليزم دغه شاني افغاني قرباني ده چې د هر چا و شملو او جوغو ته زيب
    ورکوي نه هغه چې د ځان غټېدل  په خبرو کي غواړي !
    د شهيد روحاني روح دي ښاد
    وي ، کورنۍ  ته يې جميل  صبر  او غم غواړم ،
    په درنښت 
    .
    حقمل

  62. د شيهد روحاني وژنه په رښتيا سره چي يوه لويه ضايعه او سانحه ګڼله كېږي، وايي
    ځمكه هغه سوځي چي اور پر بل وي، موږ خو يې تش د يوه خواشينۍ په پيغام سره په غم كي
    ځان شريك ور بولو، خو چا يې پر ورارو كونډو او بوري مور پوښتنه هم كړې ده؟، ګران
    شهيد زما نږدې ملګرى و او په وژنه مي اوښكي هم تويي كړي دي، خو زه د يوه كشر په حيث
    خپلو ټولو فرهنګي وروڼو او پوهانو ته دا ويل غواړم، چي آ ښاغلو!

    په دې وحشي مېنه او ياغي سيمه كي يوازي روحاني نه و، چي ووژل سو، بلكي دلته ډېر
    داسي كسان سته چي خپل ژوند له لاسه ور كوي او د هغو په وژنه سره درستي كورنۍ بې
    سرپرسته كېږي، راسئ چي د هغو پر وير هم ساندي ووايو، راسئ چي د هغو وير هم را تازه
    كاندو يا يې يادونه وكړو، زه په دا دوو، درو روځو كي د بېلګي په توګه ځيني داسي
    كسان يادولاى سم چي زموږ وحشي وګړو ترې ژوند اخيستى او كورنۍ او اولادونه يې بې
    پناه پاته سوي دي.

    زما درنو فرهنګيانو او ژورناليستانو!د
    خداى روى مي در وړى دئ،

    دا د مور او ميرې سلوك مه كوئ، د خداى لپاره خو يو وار د هغو كسانو يادونه هم
    وكړئ چي په همدغسي بې رحمانه او وحشي توګه وژل سوي دي، لكه شهيد روحاني. په
    مينه
    تسليم

  63. په ډیره خواشینی سره مو
    دا خبر تر لاسه کړچي ځوان عبدالصمد روحاني چي ښه او لوی ژورنالسټ وؤ
    په ډیره
    بې رحمانه او ظالمانه ډول شهید کړل شوی دی.

    موږ ده شهید په مرګ ده ډیري غمراضۍ سرګندونه کوؤ او ده افغانستان له مکومت څخه
    په ډیره ټینګار سره ده شهید ده قاتلانو ده زر تر زره نیولو او  ده لوئ سزا
    ورکولو غوښتنه کوؤ .او له ټولو ادارو که هغه په افغانستان کي دننه وي او که بهر دا
    هیله ځني کوؤ  چي هغه خپلي ټولي هلی ځلي ده پلټني له پاره په کار راوړي.او ده
    همیشه له پاره دي له داسي عملیاتو څخه ډډه وکړل سي .ولي چي ژورنالستان ده ټولني هغه
    خلګ وي چي هغه هر وخت او هر ځائ ده حقايئقو ده منځ ته راوړلو له پاره خپلي منډي
    ترړي ګړندی ساتي .اودا  زموږ ده ټول اولس مسله ده  بايد موږپه ډیره
    پرزوره توګه ده داسي عملیاتو غندنه وکړو اوس وه اولس ته سر ور خلاس کړو چي پرهر ځائ
    باندي ده ژورنالستنو ملاتړي او مرسته وکړي.ده شهیدعبدالصمد ارواح وي ښاده وي او
    الله تعالاوی ده ده وه ټوله کورنی ته ده داسي نه هیریدونکي غم صبرجمیل ور په برخه
    کړي.

    ارواح وې ښاده او جنت دې ځائ وي!

    په مینه
    محب الله خان ښېراز
    پښتو ادبي ټولنه کلاسیف الله
    سهیلي
    پښتونخواه

  64. روحاني ، لکه چي خبر و !

     Numandost75@yahoo.com
    د پارلمان د يوه
    جنجالي خبر په ايديټ بوخت وم ، زما کمپيوټر د نيوز روم  ور ته مخامخ دى ، يو
    ناڅاپه در وازه پرانستل شوه او بيا يو دنګ ځوان راننوت .

     سترګو لاندې
    مې ور وکتلې ، بيرته مې خپل کار پيل کړ ، زه څه خبر وم چې په دې  دروازې به
    بيا هغه قدمونه را دننه نه شي .
     د ميز سر ته مې ودرېد ، ور پورته شوم ،
     پر آبي رنګه  جامو يې  لاسي ګريوان ځليده او تور واسکټ يې پرې
    اغوستى و .
     لنډ هرکلى مې ورته ووايه ، هغه د نورو ملګرو ليدلو ته لاړ او
    ما بيا په خپل کار پيل وکړ .
     شيبه وروسته ، مې بيا خواته راغى ، نږدې
    راسره کېناست ماوې :

     روحاني صاحب !  په هلمند کې څه خبرې دي ،
    کوم  نوى خبر نه لرې !؟

    هغه غلى شو او بيا يې  را وکتل :
     هلمند نه چې خبر نه وي ښه خبر دى .
     هغه پسې وغځوله :  د هلمند
    به څه خبر وي ، ځانمرګى وشو ، بريد وشو ، ماين پټاو شو ،  وتښتول شو  ،
     ووژل شو او …
     دې خبرو خورا خواشينى کړم ، د سر دعا مې ورته وکړه ،
    خو لکه چې زموږ عملونه سم نه دي ، ځکه خو مو دعا هم نه قبلېږي .
     وګورئ !
     له ٣٠ کلونو راهيسې په هرجومات کې له پنځه وخته لمونځونو وروسته ملااو
    مقتديان يې همدا دعا کوي : خداى نوره سوله راولې ، خدايه مسلمانان له غمه وساتې او
    ..
     خو دادى نه سوله راغله او نه مسلمانان له غمو وساتل شول .

    د
    روحاني له پورته خبرو ايله اونۍ اوښتې وه ، چې له هلمنده مو د هغه  د لادرکه
    کېدو خبر ترلاسه کړ .
     که څه هم  د روحاني وروستۍ خبره : ((
     هلمند نه چې خبر نه وي ښه خبر دى . )) مې په زړه غوټه – غوټه کېده خو بياهم
    خپله مې ځان ته تسلي ورکوله .
     د روحاني سپيڅلې څېره به مې تر سترګو شوه ،
    د هغه عاجزه او دروند خوى به را ياد شو ، ډاډه  به شوم  ځان سره به مې
    ويل  :  پر روحاني به هيڅوک   لاس پورته کولوته زړه ښه نه کړي ، نه
    داسې ډبرين زړونه د انسانانو په کالبدکې نه شي ځايداى .

     شپه تېره شوه
    ، سبا مې چې څنګه بينوا ويبپاڼه پرانيسته په يوه  سرليک مې سترګې ولګېدې ،
    هډونه مې سست شول او زړه مې ډيپ ولويد ، که خبر مې پرانستى نه وى کريکه مې له خولې
    وتله .
     عنوان و   ( د بي بي سي سيمه ييز خبريال ووژل شو )  دا
    په سوماليا کې د بي بي سي خبريال و ، په ده هم خپه شوم ،  خو پخوانى حالت مى
    ښه شو .
     د مازيګر شاوخوا ٥:٣٠ بجې وې ، زما ملګرى  او د  روحاني
    ايډيتر جاويد هميم صاحب زنګ  را ووهه  :
     د روحاني نوم يې واخست
    او بيا شيبه دواړه غلي وو ، ما کې د پوښتنې جرئت نه و او هغه کې د خبرو کولو
    .
     وروسته يې همدومره وويل :  په کندهار کې بشير نادم ته زنګ وواهه
    .
     د نادم نمبر مې په څه خوارۍ ډايل کړ : د نادم زړه ډک و ، ښه شيبه
     مې  په ټېلېفون کې سره وژړل  او بيا يې د روحاني په اړه لنډ – لنډ
    معلومات راکول .
     هغه وويل : د روحاني دواړه لاسونه تړل شوي وو ، خو زړه مې
     نه منل .
     هغه وويل : د روحاني په مرۍ چاقو هم کش شوى و  ، خو
    زړه مې  نه منل .
     هغه وويل :  روحاني په ډزو هم ويشتل شوى
     ، خو زما زړه نه منل .
     زړه نا زړه وم ، کله مې د  دروند ، تنکي
    او خوش اروا ځوان څېره سترګو ته درېده او کله په هغه د راغلي حالت کيسه
    .
     زړه ته مې ډاډ ورکو ، خو حقيقت نه بدليده  .
     خپله دعا ، د
    ميليونونو مسلمانانو دعاوې چې هميشه دخپل امت د سر خير غواړي ، او … هرڅه نه
    ناهيلى شوم .
     د روحاني وروستۍ خبره رښتيا شوه ، هغه ته د مرګ ملکې په غوږ
    کې څه ويلي و ، خو هغه دغه راز پټ ساته او يواځې په رمز کې يې موږ پوه کړي وو
     :
    هلمند نه ، چې خبر نه وي نو ښه خبر دى !!!!
     محمد نعمان دوست ،
    کابل
    د غبرګولي ٢١مه

  65. بې توري او بې ډاله انسان

    شك نه شته چې ژورناليست يو فرد دى ،خو كار يې ټولنيز دى،كله چې د ټولنې ياټولنيز
    نوم اخيستل كيږي نو طبعي ده چې دلته به خبره په ټولنه او د هغې په وګړو پورې تړاو
    پيدا كوي،هغه انسان چې له ټولنې او خلكو ګوښه وي په حقيقت كې يا ډېر عالي انسان دى
    او يا هم د ټولنې له پاره تر ټولو مضر انسان دى،مګر داسې انسان چې له يوې خوا د
    خلكو د هيلو هېنداره وي او له بلې خوا خپل ځان د همدې خلكو د هيلو په هېنداره كې
    لټوي د ټولنې تر ټولو غوره انسان دى،ژورناليست همدا ډول انسان ته وايي چې له يوې
    خوا خپل ځان له ټولنې نه شي بيلولى او له بلې خوا د خلكو د هيلو،غوښتنو او اړتياوو
    ژباړن ويØ
     �دا كوم ډول ځواك نه لري چې د ضرورت پر وخت كې ترې استفاده وكړي
    مګر هغه څه چې دده وسله او ځواك دى هغه يوازې قلم او مايك دي،ژورناليست يو داسې
    انسان ده چې د مظلوم او ظالم ترمنځ د حساب وركونې زمينه برابروي،ژورناليست د خلكو
    او دولت ترمنځ د روابطود ساتلو د يو پل حيثيت لري.

    دا بې تورې او بې وسلې انسان د هر انسان په درد شريك دى همدا لامل دى چې په
    ټولنه كې د يو منلي او ټولنيز انسان په عنوان ژوند كوي،خو شته داسې كسان چې دا بې
    وسلې انسان د ټوپكو په مرميو وژني،ګناه يې داده چې د مظلوم د زړه غږ را پورته كوي
    او د ظالم له كړنو پرده پورته كوي،په ډېرې خواشينۍ سره مو واوريدل چې د بي بي سي
    راډيو خبريال ځوان،متدين،په دين ،خاوره او اولس مين صمد روحاني په ډېره بې رحمۍ سره
    په شهادت ورسول شو،د ارواښاد روحاني په زړه كې پرته د اسلامي،ملي او وجداني مينې او
    جذبې بل څه نه وو پراته ،نه چا د هغه ددې اسلامي او ملي جذبو درناوى وكړ او نه هم
    چا هغه ته د يو بې پارې انسان په سترګه وكتل ،برخلاف يې دده په سينه كې پراته
    ايماني او ملي جذبه په مردكيو شهيده كړه،نوموړي خو كومې وسلوالې ډلې نه درلودې او
    نه هم يو داسې څوك وو چې د نورو ګټو ته خنډ او مانع وو،هغه د يو انسان ،مسلمان او
    افغان په عنوان د خلكو او خاورې خدمت په ځان پور ګاڼه،خو دده د دا ډول احساساتو
    ځواب يوازې او يوازې د ټوپك په ګولو وركړ شو،ايا دې خلكو چې دده و ژنې طرحه يې جوړه
    كړي وه دده د بوډۍ مور ،دده مينې او عاطفې ته سترګې په لار لور او دده هغه ميرمنې
    چې له ده پرته يې بل چاته د اميدونو او هيلوسترګې نه اوښتې په پام كې نيولي وې،اوس
    به څوك د هغې كوچÙ
     �ى لور ته دده مينه او عاطفه وركړي ،اوØ�ه څوك 
    دده بوډۍ مورته دده ناز او درنښت وركړي او اوس به څوك دده درنې ميرمنې د وير او درد
    له ټغر څخه را پورته كړي،تاسو يوازې روحاني نه بلكې د هغې بوډۍ مور،دهغې ماشومه او
    معصومه لور او د هغې ميرمنې وژلي ،

    نه پوهيږم چې په دې سينو كې اوسپنې پراتې دي او كه د غوښې زړونه،دا لوى او عظيم
    جنايت چې هر چا ترسره كړى وي د بخښلو وړ نه دى،نو همدې ټكي ته په پام سره لازم دادي
    چې عاملين يې ژر تر ژره پيدا او دخپل عمل په سزا ورسيږي،پوهيږم چې د ارواښاد روحاني
    په شهادت سره د هغه لارويان دا لار نه خوشي كوي او په دې لار كې به هرومرو دا ډول
    سرښندنې او قربانى وركوي،خو هغه څه چې ان
     سان زوروي له يوې خوا ددې بې
    تورې او بې ډاله انسان په بې رحمۍ سره په شهادت رسول دي او له بلې خوا د نوموړي تر
    شاه د خپلې معصومي لور،بوډۍ مور خو دده له پاره د نړۍ تر هر شي لوړه هستي او دده د
    درنو ميرمنو پاتي كيدل دي،مونږ د لوى څښتن (ج) په لوى دربار كې لاسونه لپه كوو چې
    اې لويه خدايه ته ددې لوى او سپيڅلي انسان روح ته په جنت الفردوس كې ځاى وركړې دده
    بوډۍ مور كومه چې دده په مينه ژوندۍ وه او دده درنې ميرمنې كومو چې دده په لورې د
    هيلو او اميدونو سترګې نيولي وې د جميل صبر په درملو تداوي كړې او دده بې وروره لور
    دملالې په څېر ددې هيواد له پاره د وياړ شمله وګرځوې.امÙ
     �ن يارب
    العلمين،روح يې ښاد او بركت يې
    ه نورو.

    د همدې دعا دقبليدو په هيله ،
    ميرولي جان لكڼوال

  66. بسم الله الرحمن الرحیم
    انا
    لله  و انا الیه  را جعون

    د په مذهب او وطن مین  لیکوال ، خبرنګار او  ژورنالست ، شهید عبدالصمد
    روحاني ،  په شهادت  رسونه   ،د هیواد  د تاریخ  په
    دغه ناورین  کی  یو بل ستر کرغیړن  عمل دی  چی دعلم او 
    پو هې ددښمنانو  لخوا تر سره  شوې . دغه  عمل  له هره اړ
    خه  په کلکو  ټکو   سره   غندو  او ددی
    عمل  مجرمینو ته د  ولسي سزا غوښتونکې یو.

    مونږ په داسې حال کی  چی د شهید عبدالصمد روحاني کورنۍ ته د هغه د
    شهادت  په  هکله د الله  جل جلاله  له اړخه  د زړه 
    زغم او صبر  غواړو او په دی ستر غم  کی  ورسره ځان  شریک 
    ګڼو  د شهید  ټولو د قلم او فکر  ملګرو او د ژورنالستانو ټولې
    کورنۍ  ته ،  چې  زه هم د هغی  یو غړې ېم د زړه   له
    کومی   خپله  غمرازي  څرګندو.

    همدا راز  غواړم  چی د هیواد  ټول  روڼ  أندی  ،
    او په عامه ټوګه  ټول هیوادوال  په  یوه اواز او یوه غږ  سره ،
    په هیواد کی د  تروریزم  تر نامه  لاندی  دبهرنیو اشغالګرو
    ځواکونو په لاسو داوسنۍ  عام  وژني  په هکله ،  چی هر ه 
    ورځ   په کې په لسګونو کوچنیان ، ښځی  او زاړه  د ځوانانو په
    ګډون  سوځي،  د بین المللي  ټولنی  څخه   په کلکه و
    غواړي  چی  دا  عامه وژنه  چی د پښتنو د قوم  د
    نابودۍ  په خاطر  روانه ده  سمدستی  او پرته  له
    ځنډه  و دروي .
    همدا  راز  په
    جنګ  کی د را ښکیلو اړخونو څخه په کلکه و غواړو چی  د هیواد  د
    بچیانو د ښوونځآیو د ویجاړولو څخه ځان  و ژوغوري  او برعکس  هغوی ته
    د امن او سکون  زمینه  برابره کړي  تر څو   زمونږ
    نوې  کهول   د ښوونې  او روزنې  څخه بې  برخې
    نشي  . او ددغسې  شیهدانو  تشه  پرې  ډکه 
    شي.

    په درنښت
    قریب الرحمن  سعید
    دپخواني افغان خبري اژانس  رئیس اود
    حزب اسلامی   افغانستان پخوانی ویاند

  67. دلمن ادبي،کلتوري مجلې دخواشینۍ
    پیغام

    ځیني وخت انسان نشي کولای دیوچا دژوندانه ټول اړخونه اوکړه وړه په یوځل بیان
    اوخلکوته ښکاره کړي.

    عبدالصمدروحاني هم یوله همداسې کسانوڅخه ؤچې سړی نشي کولای په یووار دهغه ټول
    خویونه اوټولې ځانګړنې وستايي ،په هرحال روحاني یوزړور،باتور،اودټولو انساني
    اصولوپابند ځوان ؤ،دهغه مړینه دټول پښتون ولس اوبیادرسنیوپه ډګرکې یوه ستر
    ضایعه.خدای خبرولې داسلام اوبشریت دښمنانوپداسې یوتنکي ځوان خپل زړونه تش کړل چې
    تراوسه یې هیچاته هم په بدنظرنه وکتلي بلکه تل یې دخپل هېواداوخپلوخلکو دخدمت لپاره
    مټې رابډ وهلې وې.

    اوس پکار ده چې افغان دولت اوپه افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه ددغې پېښې به
    اړه جدي پلټنې وکړي اوتورن کسان دقانون منګلوته وسپاري.

    دلمن ادبي،کلتوري مجلې مشرتابه دمرحوم روحاني له کورنۍ اوخپلوانوسره پدغه غم کې
    ځان شریک بولي اوارواښادته دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمغفرت اوجنت غوښتنه کوي.الله
    پاک دې دارواښادکورنۍ له نوروغمونوڅخه وساتي.

    انالله واناالیه راجعون

    دلمن ادبي،کلتوي مجلې اداره

  68. ALLAH PAK DE ABDUL SAMAD ROHANI TA JANATFEDOS NAEEB KE AW DA SHAHED FAMEL TA AW TOLO AFGHANANO TA SABARUL JAMEL .DA DE QATELEN DE ALLAH PA TABA AW BARBAD KE AW KEGI BA INSALLAH.>

  69. قتل \” روحانی\” جدال کور اندیشان با
    حقیقت است

     هفت ، هشت سال قبل از امروز را به یاد بیاوریم  که گزارشگران رادیو
    های بین المللی  داخل کشور، را اکثرا خارجیها تشکیل میدادند که در بسیاری از
    موارد انچه مورد دلچسپی گزارشگر قرار داشت زمینه نشر می یافت تا واقعیت های که هر
    روز اتفاق می افتاد و مصیبت می افرید . و در انزمان تمامی تصورات زیر سایه
    معادلهءغیر عملی و غیر منطقی 2+6  مردم این سرزمین را به جهان چنین با اب و
    تاب بیسواد ، بیکاره ، تنبل و جنگجو معرفی کرده بودند که در بسیاری از مواردحتا
    دفاتر پناهندگی در کشور های امریکا ، کانادا ، اروپا و استرلیا بالای هویت مهاجرین
    باسواد کشور ما شک می کردند ودر دایرهء تصور شان نمی گنجید که در افغانستان خانمی
    از فاکولتهء طب ، انجنیری ، حقوق و یا تعلیم تربیه فارغ شده و با همان اندوخته های
    تحصیلیش چند روزی مصدر خدمت گردیده باشد .

    اما با کنار رفتن طالبان از صحنهء سیاسی افغانستان و روی کار امدن حکومت به اساس
    توافقنامهء بن انچه اولین حلقه های این طلسم را  در هم شکست حضور فعال
    خبرنگاران جوان مستعد، پرکار ، اگاه در عرصهء تلویزیون ، رادیو و نشرات چاپی بود که
    به همت و تلاش جسورانهء همین خبرنگاران هر لحظه از اخبار کشور ما در جریان قرار می
    گیریم. شنیدن ، دیدن و یا خواندن یک گزارش شاید اسانتر از نوشیدن یک پیاله چای باشد
    اما تهیه یک گزارش برای گزارشگر، ان هم از یک نقطهء داغ و پر از جنجال خالی از
    مشکلات نیست . و انچه اساسی ترین مشکل در برابر خبرنگاران ، امروز در کشور ما قرار
    دارد ، دستانی است که با ماشه و اندیشه محو فزیکی طرف مقابل خود عادت کرده اند
    بدون اینکه  برای یک لحظه فکر کنند که هدف نشانهء تفنگ شان کی است . عبدالصمد
    روحانی خبرنگار دلیر نویسنده وشاعر اگاهء کشورما  که بعد از سقوط طالبان
    نخستین تجربه های کاری خبرنگاریش را با خبرگزاری پژواک اغاز نمود و تا گزارشگر
    بخش  پشتو ، دری و سرویس بین المللی بی بی سی کام به کام بیش رفت هم بدبختانه
    نشانهء تیر همین قماش گردید که قتل عبدالصمد روحانی یک نمونهء دیگری از جدال 
    کور اندیشان با حقیت است .

    روانش شاد باد .

  70. په رښتيا سره كله هم چي مي خبر تر لاسه كړي چي عبدالصمد روحاني د ظالمانو له لاسه په شهادت ورسيد ډير ورباندي خواشني سوم ،دده سره خو ما هيڅ كله نه وه ليدلي ،خو كله چي پري خبر سوم ډيرخپه ګان مي ښكاره كړي
    انا الله و انا الله راجعون.
    څرنګه چي صمد روحاني د بي بي سي يو تكړه ژورناليست هم وو
    خو دخداي (ج)له دربار څخه د جنت پيردوس غوښتنه غواړم
    او كورني ته يي د صبر جميل غوښتنه كوم

  71. دارواښاد عبدالصمد روحاني دمړيني له امله دعبدالغفورلېوال دخواشيني
    پيـــــــغام!
     په ژوري خواشيني سره خبرشوم  چي دهيواد يوتکړه ژورناليست عبدالصمدروحاني دهيواد ددښمنانو له خوا شهید شوې دی
    .
    انالله  وانااليه راجعون
    ارواښاد عبدالصمد روحاني يوه
    زړه  سواند اوفعال  ژورناليست و،داڅوکاله پرله پسي يي دهلمند په ولايت
    کي  ژورناليستي فعاليتونه درلودل ،او ددغه جنګ ځپلې سیمې په اړه یې بې پرې او
    رښتیني معلومات خپله افغانانو او نړيوالو ته ورکول ، چې د هېواد دښمنه عناصروته یې
    زغمل نور د دوی له وسه بهر و نو ځکه یې  دحق يو بل غږ دخپ کولو په لړ کې داځل
    بې ګناه روحاني دخپلې چاړې تیغ ته برابر کړ  .
    د ارواښاد روحاني وينه به
    اخرهم رنګ راوړي او دغه هېواددښمنه عناصر به مخ توري پاتې شي
    زه په خپل وار د
    ارواښاد عبدالصمد روحاني  وژنه غندم  او دده کورنۍ ، دوستانو ، ته 
    تسلیت وايم  . له افغان دولت او د ژورنالیستانو له ټولنو څخه غوښتنه کوم ،چې
    ددغه  پېښې په اړه پلټنه وکړي او عاملان یې  د قانون منګولو ته وسپاري .

    په درنښت
      عبدالغفور لېوال

  72. ويرنه  !

    د ځوان عبدالصمد روحاني شهادت ته ،
    د هلمند سوي زړه ته ،
    د
    ځوانيمرگ د  مور د بي وسۍ اوښکو ته ،
    او هغه غيرتي پلار ته چي د زوي 
    ټوکر ټوکر ځوانۍ  ته ودريد او خپلي اوښکي يي ټينگي کړي !
     
    هلمنده
    ! دا منم چي نن هيځ ځوک نسته چي ستا آه واوري 
    د ځوان شهيد موري ! ستاسره
    يو ځو اوښکي ما هم توي کړي  ، هغومره سري او تودي وي او هغومره د بي وسۍ 

    او د ځوان شهيد بابا ! زه هم هغومره غيرتي يم لکه ته ، زما اوښکي هم والله که
    چا ليدلي وي

  73. په ډېرې خواشينۍ مې خبر تر لاسه کړ، چې ځوان او تکړه ژورناليسټ
    عبدالصمد روحاني نور له دې نړۍ وکوچېد.
    ماخوستن و چې کور ته ورسېدم او لومړی مې
    خپل مشر ورور وليد، په ډېرې ناارامۍ يې ږغ راباندې وکړ چې: د بي بي سي راډيو د
    هلمند خبريال عبدالصمد روحاني وژل شوی او مړی يې وموندل شوی دی.
    خدای شته، هک_پک
    حيران او ډېر غمجن شوم، تر څه ګړيه مې هېڅ زړه نه منل، او پر کوربجه چوپ ناست وم.
    وروسته مې ورور ته وويل چې دوه_درې ورځې وړاندې مې په انارګل مشاعره کې وليد، زما
    مخې ته ناست، په کړس_کړس يې خندل او د ډېرې خوشالۍ
    احساس يې کاوه.

    خو د مرګ شېبې چې کله پوره شي، نو وخت نه غواړي.
    خدای
    تعالی دې، دی وبخښي او مېرمنې، ماشومې لور او ټولې کورنۍ ته صبرجميل ورکړي.

  74.  دشهيد(روحاني)له كورنۍسره
    دغمرازۍپيغام

    دارواښادعبدالصمد(روحاني)دشهادت خبرموپه داسي حال كي واوريدچي هيڅ
    فكرمونه كاوه ،ځكه خداى بخښلى (روحاني)په سيمه كي يوله هغوژورناليستانوڅخه ؤچي تل
    به يې دژورناليزم دټولواصولودپه پام كي نيولوسره خبرونه اوراپورونه خپرول . په
    كندهاركي (افغان ازاده راډيو)او(هڅه اونيزه )خپل ځانونه دعبدالصمد(روحاني)له
    كورنۍسره په دې لوى غم كي شريك بولي اوخپله روحاني ته دفردوس جنت جګي ماڼۍغواړي .
    خودده قاتلان بايدپوه سي چي دمرحوم روحاني په وژنه هيڅكله دبيان ازادي نه يوازي چي
    غلې كيداى نه سي بلكي لابه ورځ تربلي وده كوي اودده ټول ملګري اوهمسلك كسان به دخپل
    مسلك اود(روحاني) دپاك روح دخوښۍپه هيله لاهم قلمونه ګړندي كړي ترڅود(روحاني) غوندي
    دپاكوشهيدانوارمانونه په ښه ډول سرته ورسيږي اوددښمنانويې توري څېرې لاهم نړيوالوته
    ښه رسواسي  .موږيوځل بيادخداى بخښلي عبدالصمد(روحاني) كورنۍته دجميل صبرغوښتنه
    كوو اوددغه قلمي اتل پاكي ارواح ته دعقيدت ګلونه وړاندي كوو. په ټول هيوادكي دبيان
    دازادۍډيري غوړيدااوپرمختګ په هيله 
     محمدابراهيم(سپېڅلى)/كندهار

  75. له ډېره وخته مي سترګي دعبدالصمد(روحاني )دڅېرې سره اوغوږونو مي ددغه خواخوږي
    ځوان دنوم له اورېدوسره اشناوو ځكه نوموړى په هلمندولايت كي يوله هغوتكړه
    ځوانانوڅخه ؤچي قلم يې شعر،ليكوالۍاوژورناليستۍته ښه جوړؤ . زه چي دده څېره
    راپيادوم نوماته دده ورين تندى اوله خنداډكه خوله راپياديږي اوداددې معنى لري چي
    خداى بخښلى (روحاني)په كندهارۍاصطلاح ((يودنامي زوى
    اوديارانويارؤ .))
    هرمهال چي (روحاني) راسره مخامخ سوى ؤنوپه ډېرورين تندي
    اوخندانه لهجه به يې دكندهاردټولوفرهنګيانواوژورناليستانوداحوال پوښتنه راڅخه كوله
    اوبيابه يې وروسته دهلمندي قلموالوپه راليږولوسلامونونازولم . ددغه ځوانيمرګ دمرګ
    خبرمي په لومړي ځل له طلوع ټلوېزون څخه په داسي حال واوريدچي  هيڅ باورمي نه
    كېده چي زموږدغه قلموال دي دمرګ توري بلاته په لاس ورغلى وي ځكه نوموړي له هيڅ
    چاسره دښمني نه لرل اونه يې هم كوم څوك ازاركړى ؤ تل به يي همداخبره كوله چي ځوانان
    بايدكاروكړي اودزړونودزهيرېدوپرځاى دخپل هيوادچوپړته لستوڼي راپورته كړي .

    نوموړي كه څه هم په ژورناليزم كي مسلكي زده كړي نه وي كړي خوله دغه مسلك سره يې
    دونده مينه درلوده چي له رپوټ اورېدوڅخه يې داسي ښكارېدل لكه ديوه مسلكي ژورناليسټ
    راپورچي څوك اوري . دده په راپوركي تل دژورناليزم ټولواخلاقوته پاملرنه سوې
    وه  اوهڅه يې داوه چي دژورناليزم داصولوله مخي دځپلوهيوادوالوله احواله مسؤل
    كسان خبركړي .
    نوموړى نه يوازي دبي ،بي،سي اوپژواك اژانس لپاره كاروكاوه بلكي
    په هلمندولايت كي دخپلواكي مجلې (بګړۍ)مسؤل مديريت ته يې هم په پوره ايماندارۍسره
    اوږه وركړې وه اوپه دې مجله كي يې هم دهلمنددناخوالوراڅرګندول ستره موخه وه .
    دژورناليزم ترڅنګ هغه يوتكړه شاعر،ليكوال اوښه اناونسرهم ؤ اوپه
    خپلوليكونواوشعرونوكي به يې دظالمانوظلمونوته ګوته نيول اودسټيج پرسرچي به كله
    داناونسرۍلپاره ودريدنوپه يوه ښه اندازبه يې شعرونه ويل اوناست كسان به يې هڅول چي
    دغونډي يامشاعرې ترپايه ورسره پاته سي ،چي دغه كمال دهرچاكارنه دى
    خودادروحاني(روحاني ) لوى كمال ؤچي په خندانه لهجه به يې شاعران دشعرويلولپاره
    ددريځ سرته رابلل. 
    ځوانيمرګ (روحاني) دحق ملګرى اوپه دې لاركي له هيڅ
    ډاراوګواښ څخه (خار)نه خوړى ځكه دى پوهيدى چي :

       ((حق نه ټوكيږي په باران
    داوښكو   حق هميشه دوينواوبه خورغواړي .))

    همداوسبب ؤچي
    زموږدغه خداى بخښلي ياردحق درختي ته دخپل زړه وينه وركړه خودبيان دخپلواكۍږغ يې پټ
    نه كړاوپه ښكاره يې دننګياليانولارونيول اودخپل زړه ارمان ته چي هغه دبېچاروږغ
    راپورته كول ؤ ككرۍخاوري كړه خوچاته يې ټيټه نه كړه.
    چي خبره راڅخه اوږده نه سي
    راګرځم خپل مطلب ته اوهغه داچي : دغه ځوانيمرګ خبريال ترخپل شهادت يوه اونۍمخكي
    همدلته كندهارته ديوڅوتنونوروهلمندي شاعرانوسره يوځاى دانارګل دوديزي مشاعرې ته
    دګډون په موخه راغلى ؤ كله چي په ژړي مازيګرنوموړى دمشاعري لپاره ترتيب سوي ځاى
    (منډيګك ماڼۍ)ته راورسيدنوزه دروغبړلپاره ورولاړسوم دروغبړپرمهال يې ټينګ په غيږكي
    ونيولم اوپه خندايې راته وويل : ((وزن دي زيات سوى دى . ))په هغه ورځ لكه خبرچي ؤچي
    دامي له ((سپېڅلي))سره وروستى روغبړدى ،ترډېره يې په غيږكي ټينګ نيولى وم اوپه دې
    حال كي يې دپوښتنولړۍروانه كړې وه ،له ده څخه وروسته مي له نوروهلمندي شاعرانوسره
    هم روغبړوكړا وبيامي دمشاعرې ترپيل كيدوترمخه دخپلي ادبي خپروني (شپه ،شپون
    اوشپېلۍ)لپاره دهمدې مشاعرې دجوړېدپه اړه دنظرغوښتلوورته وويل په ډيرورين تندي
    اوخندانه څېره يې راته وويل : ((زه پرپوښتنوغښتلى يم خوپرځوابونوباندي نه .))ماورته
    وويل زه هم ډيري پوښتني نه درڅخه كوم يوازي ستاسونظرغواړم ،هغه ؤچي دانارګل مشاعرې
    په اړه يې خوراښه اومعقول نظرراته وړاندي كړاوماهم ثبت كړ. شهيدعبدالصمد(روحاني
    )دغسي مشاعرې ډيري ګټور ي وبللې اوبيايې په هلمندكي دجوړي سوي مشاعرې
    (دهلمنددڅپاندسيند) په اړه هم ډيري خبري راته وكړي او په ګيله راته وويل چي نه وې
    راغلى ؟ !! زه څه پوهيدم چي دابه زماله خپل ګران ملګري اوهمسلك ځوان (روحاني)سره
    ورستۍخبري اوورستى روغبړي وي !!اوبيابه ترقيامته له يواوبل سره ونه
    وينو!!   

  76. دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري
    دټولنې خواشینۍپیغام

    قالوانالله واناالیه راجعون

    دځوانیمرګ هلمند کې د بي بي سي د نړیوالې رادیو خبریال تکړه لیکوال، پیاوړي
    ژورنالیست او فرهنګپال ځوان شهید شهیدعبدالصمدروحانی دشهادت له امله دميدان
    ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري دټولنې خواشینۍپیغام

    په خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړ چه په وطن مین ځوان عبدالصمد روحانی ددښمنانو
    لخوا په شهادت ورسید .دده شهادت ټول افغان ولس په غم کښیناوه. روحاني
    .یوزړور،باتور،اودټولو انساني اصولوپابند ځوان ؤ

    مونږدميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې غړي د ارواښادکورنۍ
    اودهلمندولايت له ليکوالانواوشاعرانوسره په دې غم کې ځان شريک بولو. دکورنۍ غړيوته
    يې اوږدعمراواورواح ښادته جنتونه غواړي.

    ارواح يي ښاده اوياديي تل

    همت الله امين زى

    دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري دټولنې مشر

  77.  
      دافغانستان
    ژورنالېستانودملي ټولنې خواشینۍپیغام
    قالوانالله واناالیه راجعون

    دځوانیمرګ هلمند کې د بي بي سي د نړیوالې رادیو خبریال تکړه لیکوال، پیاوړي
    ژورنالیست او فرهنګپال ځوان شهید شهیدعبدالصمدروحانی دشهادت له امله دافغانستان
    ژورنالېستانودملي ټولنې خواشینۍپیغام

    په خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړ چه په وطن مین ځوان عبدالصمد روحانی ددښمنانو
    لخوا په شهادت ورسید .دده شهادت ټول افغان ولس په غم کښیناوه. روحاني
    یوزړور،باتور،اودټولو انساني اصولوپابند ځوان ؤ

    مونږ دافغانستان ژورنالېستانودملي ټولنې غړي د ارواښادکورنۍ اودهلمندولايت له
    ليکوالانواوشاعرانوسره په دې غم کې ځان شريک بولو. دکورنۍ غړيوته يې
    اوږدعمراواورواح ښادته جنتونه غواړي.

    ارواح يي ښاده اوياديي تل
    همت الله امين زى

    دافغانستان ژورنالېستانودملي ټولنې وياند

  78. عبدالصمد روحاني د پاريس د
    کنفرانس قرباني شو

     

    دا ياران لكه
    ګلونه د بهار دي د خزان په باد رزېږي درېغه درېغه
    زموږ دهيواددښمنان يو وژنی چي سل پرې خوار شي

    له ۲۰۰۱ کال نه راپدې خوا
    دافغانستان په اړوند دمختلفو اجنداو په لرو سره څو نړيوال کنفرانسونه جوړ شوه . ددې
    کنفرانسو لړئ له جاپان څخه پيل داده تر پاريس پوري راورسېدل . په نورو ټولوکنفرانسو
    کې له افغا نستان سره ۲۵ مليارډه ډالره مرسته وشوه ،داچي دامرستی څومره دافغان ولس
    په گټه اودافغا نستان درښتيانۍ بياجوړونې په لارکښي مصرف شوې اوڅومره بيرته دوباره
    دمعاش،سفر خرڅ اونورونومونو له افغانستان څخه ووتلې اوس زما دليکنې موخه نده ،
    خودجون پر ۹ مه په کابل کښي پر بهرنيو مرستو دکنترول اونظارت يوسازمان (IWA) چي
    مرکز ئي په کابل کښي دی په خپل خپاره شوی رپوټ کي دې مسلې ته گوته نيولې چي له ۲۰۰۱
    م کال نه بياتر اوسه د۲۵ ميليارډو ډالروڅخه يوازي ۱۵ ميليارده ډالره مصرف شوي ، دا
    پداسي حال کي چې دافغانستان دولت دپاريس په کنفرانس کي چي دجون پر ۱۲ نېټه به داير
    شي د افغا نستان حکومتی چارواکي وايي چې د بيا رغنيزو او پرمختيايي پروژو د پلي
    کولو په موخه به د پاريس په غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه ۵۰ مليارده ډالره مرسته
    وغواړي،ددې لپاره چي خبره گډه وډه نشي دغه ۵۰ ميليارډه ډالره دپخوانيو ۲۵ ميليارډو
    ډالروسره حسابېږي . سره لدې چي پورته يادسوی سازمان (IWA) په خپل رپوټ کي داهم وايي
    چي په دهروسلو ډالرومرسته شوو پيسونه يوازي ۲۰ ډالره افغانانولاسته رسېږي ،د۱۵ او
    ۳۰ په سلوکي دمرسته شوي پيسې دمرسته کوونکو سازمانوپر امنيتي چارو لگېږي او۸۵ په
    سلوکې وسايل او انساني نيروله بهرنه راوړل کېږي پدې اساس دافغان کارگرانو لپاره
    ددغو مرستو په مټ دکارځاي هم نه پيداکيږي .

    ادامه

  79. روحاني چا شهيد کړ
    ؟

    هــغـه پـورې سپـېـره کلـي کـې

    يــوڅــو سپـېـره کورونه ښکاري
    پـــه ډېـروکـې اورونـــه، بــل دي
    دې
    کــلي تــوردودونـه ښکاري
    يــوکـورګی پـه دغـه کـلـي کـې
    لـوېــدلـي يـې
    بـامـونـه ښـکاري
    څـه پـېښـه هـغه کـورکـې شـوي
    چې ړنګ يې دېوالونه ښکاري

    څـو ورځـي يـې اور،نـه بـلېـږي
    تـيـاره يـې دالانـونــــه ښـکــاري
    دغه
    وران له ويـنـوډک کورکې
    يــوڅــوبـبـرســرونــه ښــکــاري
    لـه چــانـه مـې
    پـــوښـتـنـه وکـړه
    دې کــورکې ډېر غمونه ښکاري
    دې کـورکې يـوه مورکۍ په
    ژړا
    يوه ناوي سره لاسونه ښکاري
    هـلتـه! دوه ګلالـي مــاشومـان
    شکېدلې
    ګـرېـوانــونـه ښکاري
    دا کـورد روحـــانـي شـهيـد دی
    غمجن پر ې آسمانونه
    ښکاري

    ***

    مـاوې،دا بـې ازاره چـــا
    شــهـيـدکــړ؟
    وې،قـاچـــاق بـــرد ايـروينو ښکـاري
    ماوې،ګمان کوې کوم بل څوک
    به وي
    وې،دوښمــنـان دمسليمينو ښکــاري
    ماوې،خو،اوس کمونيستان ورک
    شوي
    وې،کـــوم قــاتـــل دمــلتــونــو ښکـــاري
    مـــاوې،دغــه قــاتــل
    کـــلـيـمـــه وايـــي
    وې،پــه جــيــبــو کــې ډالـرونــه
    ښکاري
    مــاوې،پـرېــميــږ ده چــې ښه ډېر وژاړم
    راتــه ډېــرلــيــري
    سلامــونــه ښکـاري

    ۲۰۰۸/۶/۹

  80. د شهيد روحاني وژنه يو غلط عمل بولم، خو دومره
    كش نه دئ په كار

    له څو ورځو راهيسي تقريباً ډېري پښتو او غير پښتو
    خپروني د شهيد روحاني په اړه بېلابېل مضامين او پيغامونه خپروي، چي په دې توګه
    غواړي چي ځانونه په دغه اړه ډېر مسوول وښيي،ما ته وړمه ورځ له كاناډا څخه يو دوست
    ټيلفون را كړى و او ويلي يې وه چي ستاسو له لوري مي هيڅ پيغام نه دئ ليدلى، ولي
    داسي بې تفاوته يې، ما ور غبرګه كړه چي وروره اول خو زما (خاشه ماسديك(محمد صديق)
    په خوله څوك تريخ پياز لا ولاكه ميدوي، زه به څه يم او پيغام به مي څه وي، وايي ادم
    خيره ستا يې د خيره، خو ما هغه ته دا وويل چي دا يادونه به نو ضرور كوم، چي دا زموږ
    خپروني او په تېره بيا ژورناليستان؟؟؟ او يو و نيم فرهنګيان كله-كله له منطقه لېري
    كارونه او اقدامونه كوي، ځكه د روحاني شهيد په باب چي يا د هلمند ژورناليستانو؟؟؟،
    يا د مملكت نورو فرهنګيانو كومي پرېكړي او اعلاميې خپرې كړي دي، نو داسي څرګندېږي
    چي دوى خو يا له حقيقته سترګي پټوي او يا اصلاً په حقيقت نه پوهېږي، ځكه تاسو
    وګورئ، دلته زموږ په سهېل لوېديځه وحشي او حيواني سيمه كي څه رنګ فجايع دي چي نه تر
    سره كېږي، خو زموږ خبريالانو؟؟؟ او فرهنګيانو؟؟؟ يې په اړه خپلي ژبي په تالو پوري
    لوړي تړلي دي او له ځانونو څخه يې تيار د كندهار ښار د عليزو دكوڅې ګونګيان جوړ كړي
    دي، خو د شهيد روحاني په اړه بيا په دومره شدت او كثرت سره چيغاري او نارې وهي او
    هغه هم له دې خاطره چي روحاني يو خبريال و او ځكه نو خبريالان له خپلي بېري څخه پر
    دغه موضوع خورا تاوده سوي دي. زه د يوه كشر په حيث دا ويل ضرور بولم چي زما ښاغلو
    وروڼو! لطفاً داسي مه كوئ، راځئ چي د نورو پر وژنه او ربړونه هم اوښكي تويي
    كړو.

    مننه
    سركښ

  81. زه په خپل واردجوانیمرگ عبدالصمدروحانی وژنه په کلکه غندم اوقاتلانوته یی دخدای (ج)له حضوره دسختی دنیوی اواخروی جزا غوشتونکی یم .

  82. سرکښه ! له لیکني  دی هم  سرکښی معلومیږي  خونه پوهېږم  چي
    مطلب دی  هم دغه دی که پرخپله لیکنه نه یې برلاسی !؟
    زه تاپه دې ګرم نه
    بولم چي ته ولی وایی دومره کش ؟ ته ضرورت نسته ځکه دیوانسان وطنی ، انساني او اسلامي عاطفه له بله سره زیات توپیر لري !
    خویوسیمی ته وحشی  او حیواني ویل هغه څه دي چي په لومړي سر کي مي  درته
    ستا پر دووحالتوووېشل!
    خپله لیکنه څوواره ولولئ ګوندي په خپله اشتباه پوه
    سئ  اوبخښنه هم وغواړئ !
    فطرت

  83. بېخونده نظر او بېځايه نيوكي دي وهڅولم.

    څه ګړى تر مخه ما د شهيد روحاني په اړه خپل نظر څرګند كړى و، چي زه يې وژنه غلط كار بولم او په دې اړه مي بيا زموږ د خبريالانو؟؟؟ او د ښاغلي فطرت غوندي فرهنګيانو؟؟؟ په باب هم يوه يادونه كړې وه چي دوى د مور او ميرې سلوك كوي او يوازي د يوه ژورناليست پر مرګ دونه حال جوړوي، خو د هغو كسانو بيا مازي يوه عادي او ساده يادونه كوي چي بسته كورنۍ، ښځي، كوچنيان او لويان يې له منځه ځي او زما د خبرو مطلب هم همدا و چي د هغو بېوزلو او اسكېرلو په اړه هم زموږ ژورناليستانو ته ښايي چي ږغ پورته كړي، خو زه نه پوهېږم چي د ښاغلي فطرت ورور د افادې او اخذ قوه او ځواك ولي دومره كمزورى دئ چي بيا هم زما په رسا او ساده خبره نه و پوهېدلى. خير په هر صورت، ښاغلى فطرت به خداى ونازوي او يو څه د افهام او تفهيم قوه به پر پېرزو كاندي او ضمناً ګوندي ليكوال يې هم كړي.
    دلته يوه خبره د يادوني وړ بولم چي ښاغلي فطرت ويلي دي چي يوې سيمي ته بايد وحشي او حيواني هغه نه وويل سي او زما(سركښ) څخه يې غوښتي دي چي بايد بخښنه هم وغواړم، خو زه د ښاغلي فطرت په جواب كي دمره ويلاى سم چي وروركه!، ستا قربان سم، ته لا هم د هغو احساساتي او جذباتي انسانانو په ليكه كي ولاړ يې چي په ژوند يې حقيقت نه ومانه او هيڅكله يې خپل ګرېوان ته سر ور كښته نه كړ چي موږ څه يو او څه كوو. وروره! ستا واري سم، دومره مه احساساتي كېږه، خداى د كراري مل دئ، هر څه به سم سي، يو وخت به لا ته زما ساده انسان په خبره وپوهېږې چي زه په خپله خبره كي صادق يم كه يا. ته راسه دلته د لوى كندهار ټول اجتماعي، سياسي، اقتصادي، تشكيلاتي، ذهني او عقيدوي حالتونه وګوره او كه په رښتيا سره وګړى نه، بلكي سړى وې، نو دې نتيجې ته به ورسېږې چي دلته بېله وحشت او حيوانيت څخه بل څه نسته. ته راسه وګوره، اوس لا هم زما د لوى كندهار له ښځو سره د عربو د جاهليت د زمانې كړني او اعمال كېږي، دلته لا هم زما وګړي د خرافاتو په سيند كي لاهو دي، دلته لا هم زما وګړي په دې ګروهه دي چي د خپل كلتور منفي ابعاد ور ته د قرآن كرښه معلومېږي او د مذهب پر ځاى په رواجونو او دودونو پسې ورك دي، دلته لا هم مكتب او ښوونځى د كفر ځاله ګڼله كېږي، دلته لا تعليم د بدمرغيو مور شمېرله كېږي او…، نو ګرانه فطرته! دا يو اوږد بحث دئ چي كېداى سي كتابونه-كتابونه پر وكښل سي، خو د مرچو له قراره يې واټكلوه، پورتني مي ستا د ذهن د روښانولو لپاره يو څو بولګې او مثالونه درته ذكر كړل.
    ستاسي د معقول جواب په تمه

    تلواري سركښ

  84. روحاني دملتپاني پرسپېڅلې روحیه شهید سو!
    دروحاني قتل یووحشیانه عمل دی

    شهید عبدالصمدروحاني دهیوادپیاوړي اوزړورژورنالست اولیکوال خپل ژوند دملت ویښتیااواسانتیا په لار کي قرباني کړ، چي تل به یې هڅه کوله څودخپل ولس ږغ دنړۍ پوری و رسوي دافغانستان په فرهنګي تاریخ کي به یې تل نوم په زرینوکرښولیکل سوی وي اودادبیان دازادی اتل ته به د افغانستان تاریخ پخپل غیږ کي ځای ورکوي
    ( تکړه اودکتابو لیکوال ښاغلی سرکښ بس نورنومننه )

  85. وايي ميره مي نه ليده، تر مور مهربانه.

    د زړګي سر فطرت صاحب!
    وايي سپى چي هډوكى خوري،اول بايد له خپلي……..سره سلا وكړي. تا چي د منطق او مناظرې او مبارزې توان په ځان كي نه ليدى، نو ولي دي ناحقه په موضوع لاسه واهه؟. وايي: وهم دي چيري او ډب دي چېري دئ، زما انتقاد پر څه دئ او ته پر څه راته ګډ يې، زړګيه وايي ميره نه ليدله تر مور مهربانه، ته اوس دونه پر روحاني شهيد مهربانه يې چي ما يې له خواخوږۍ څخه باسې؟، كېداى سي چي تا به له نږدې ليدلى لا نه وي، خو هغه زما ډېر نږدې ملګرى و او له كندهاره چي به هر وخت لښكرګاه ته ولاړم، نو شپه به مي له روحاني سره وه او پر ما پور ده چي د هغه د نمك حق ور ادا كاندم، خو قربانو! يا ستا زما په خبره سر نه خلاصېږي او يا به ممكن سر نه خلاصوې او د كندهار په اصطلاح سرټمبګي به كوې، زما دا مطلب نه دئ چي روحاني يا پر حق يا پر ناحقه وژل سوى دئ، بلكي موخه مي د روحاني تر څنګ د نورو اسكېرلو شهيدانو يادونه ده چي بايد زموږ مطبوعات پام ور ته وكړي. زړګيه، بل وخت چي دي زړه غواړي چي پر يو چا بېځايه نيوكه وكړې، نو لومړى په ذهن كي يو څه تومنه پيدا كوه بيا د مناقشې او مناظرې پر لور را دانګه. تا مخكي پر ما د تكفير ټاپه ووهله چي ګواكي زه ولي دې سيمي ته په حيواني او وحشي القابو قايل سوى يم، په داسي حال كي چي اوس خپله تاسي دا ادعا لرى چي روحاني په وحشيانه ډول وژل سوى دئ، نو ګرانه هر چا چي وژلى دئ، خو د همدغي خاوري به و او د همدغي سيمي اوبه او هوا به يې پر بدن موښتې وي،نو ته لا د دې سيمي په وحشي څېره كي شك لرې؟؟؟، وايي سل يې مړه كړل، تې لا بدي نه بولې.

    كه دي ذهن بېخي نه دئ كډو سوى، نو مهرباني وكړه يو معقول جواب راكړه.
    په مينه
    سركښ

  86. انالله وانا اليه راجعون !
    وروڼو ! که غواړئ د خپل شهيد ارواح خوشاله وساتئ؛ نو دوخت ضايع کولو پر ځای يودوعا، درود او قل هوالله پسي وواياست !

  87. Abdul Samad Rokhani was an outstanding Journalist who served Pashto and Pashtun/Afghan Nation alike.He suffered difficulties while performing his services.Journalists are impartial and their assassination will create problems.His untimly shahadat shocked us all.We convey our condolence to his family,well-wishers and entire Afghanistan.I my self was his great fan as he was impartial and had a good command on his profession.His services will be rememberd for a long time to come.Pashtun Democratic Council condemn it .

  88. اروا ښاد شهید روحانی
    ته

    هڅه وه  ټینګ عزم ارادو سره
    ګوره دصمدزړه د اسرو
    سره
    څوک دی چه احساس ته قربانی ورکړی
    ودانګی  مرچل  ته  عقیدو
    سره
    ژوند ترخوخوږوچه وی پوخ کړی څوک
    اور وه د احساس  بلو لمبو
    سره
    پوهه هم ښکلا ی په زړګی کی وه
    خلکو سره ښو  مرودو  سره
    عمر
    چه شی تیر په ولسونو کی
    ګوره دروزګارڅه ورځو شپو سره
    ټینګه  اراده قوی
     تصمیم  تر څنګ
    ژوند کی شجاعت راز او مزوسره
    مرد وی د روزګارچه
    سربازی کوی
    سیند وه که سیلاب لوړی څپو سره
    ما یی افغانی احساس  احساس
    کړلو
    مینه  د  وطن  یی  خاطرو  سره

    سمیع الدین
    افغانی

  89. شهید
    روحاني ته !
     
    ځوانی مرګه شهادت دی مبارک شه
    ابدی مقام جنت دی
    مبارک  شه
     
    دپښتون اولس دعاوي درپسي دي
    روحانی ستر معنویت دی
    مبارک شه
     
    محمدعلی عمری / مسلم باغ

  90. د (روحاني) په وير کښي

    هر مازديګر به چې کله له خپلې دندې څخه کورته راغلم نو دمعمول په څيربه مې
    غوښتل،چې دباندې په شنه جوس کې چکر وواهم ، ترڅولږ مې  روح اودماغو ته تسکين
    پيداشي ، ځکه ټوله ورځ پدې اخته وو,چې په دې غم لړلي پيښه کې څومره دسراومال
    زيانونه او په هغه کې څومره… بس همدا ويرونه دي, مونږ هڅه کوو چې دخپلې رسنۍ
    دخپراوي لپاره ريښتوني مؤثق اوپه توازن ولاړ خبرونه پيداکړو , دغه ورځ ډير ناوخت ؤ،
    ماښام مخ په خوريدو و تياره غوندې وه شفق دغرونو په څوکو کې نه ترسترګو کيده، خپله
    لمنه يې دشپې له شره ټوله کړي وه، خو بيا مې هم دعادت له مخې تلوسه وه چې له کوره
    ژر ووځم، دکورڅخه دوتلو پرمهال مې له جيب څخه راډيولرونکی ټليفون راوخېست، غوږګۍ مې
    ورواچوله، بې . بې .سي راډيو مې ونيوله اورم چې خپلواک ساپي په ژړغوني اواز سره
    داخبرپيل کړ🙁 بې بې سي په ډيري خواشينۍ سره د خپل
    خبريال عبدالصمد روحاني دوژني خبر خپره وي، چې …
    په دې وخت کې عجيبه حالت
    راباندې راغی او ټليفون مې له لاس ولويد،يو سوړاسويلی مې له خولې وکېښ، له ځان سره
    لکه ملنګ ليونۍ ودريدم اوفکر مې وکړ ظالمانو داسې څوک کوي !؟ اخر دغه ځوانيمرګ څه
    کړي وو. يوازې مو پدې وواژه، چې له حقيقونو يې پرده پورته کوله ، اويايي
    دکړيدلي  اولس  غږ تر نړۍ رسوه ،تاسو زما خبره واورئ ! که په دې مو ژولی
    وي ،چې حقيقت بايد روښانه نشي په ياد ولرئ، چې تاسو بدکړنې به ټولې نړۍ ته روښانه
    کيږي او دروحاني روحانيت به لا نورې غزونې وکړي. دحقيقونو او واقعيتونو دبربنډولو
    لړۍ به دوام پيداکړي . اوتاسې دعظيم جنايت سرته رسوونکي به دنړۍ دهر وګړي په وړاندې
    شرخوټوونکي ، او بشر وژونکي  .رټلي څيري وپيژندل شي . اوبيا به مو د خدای
    دځمکې پرمخ داستونګځای نه وي ، اوټوله بشري ټولنه به ستاسو د ورکيدو او له منځه وړو
    هڅې پيل کړي .ځکه تاسو دحقيقت او انسانيت دښمانان ياست .!
    ګرانو سلامونه مې ومنئ !

    دشهيدځوانيمرګ روحاني دوير له امله تاسو ټول ته تسليت غمشريکي  وړاندي کوم
    ،پدې وير  کې زه هم دنورو همزولو ژونالستانو سره يوځاي دغم اوښکې څاڅوم ،خداي
    دروحاني ته جنت الفردوس دکورنۍ غړو اوخواخوږو ته صبر ور په برخه کړي.  نو
    ګرانو له همدې امله زه خپل فکر ديته اړ ايستلم چې د شهيدروحاني په وير کې څو کرښې
    تورې کړم چې دادی پورتنۍ  ليکنه درليږم که چيرې مو مناسبه وګڼله نو په خپله
    پاڼه کې راته خپره کړی.

              په ټوله پښتنه مينه

                نورشاه
    نوراني 

  91. خزان
    اي کاش چي
    خزان نه وائ
    ګل او بورا تروتازه وائ
    دغوټي په ښکلي غيږکښي
    روحاني شبنم
    تازه وائ

    — ——————————————————————————
    سيدعبدالباري
    روحاني
    هيوادټلويزيون ١١ـ٦ـ٠٨

  92. مونږ دشهيد عبدالصمدروحانى وژنه په کلکه غندو،داداسلام اودافغانانو ددښمنانوکار دى.
    افغان دولت دې بايدپه دې اړه پاخه ګامونه واخلي.اوددې شهيد قاتلين دې ونيسي .

  93. په ډېره خواشينۍ دتکړه شاعر او وتلي ژورنالېست عبدالصمد روحاني له ناڅاپي مړينې خبر شوو
    انالله و انا اليه راجعون
    په لندن کي د افغان ځوانانو ټولنه د خداي بښلی عبدالصمد روحاني مړينه غندي او کورنۍ ته يې د زړه صبر او تسليت وړاندې کوي او زر تر زره يې د اړوندو ادارو څخه څخه د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.

  94. کاش چي زه هم لکه روحاني
    ومرم!

    ژوند ډېر لوی نعمت دی او دغه نعمت څښتن تعلی پر انسان ديوې موخې دتر لاسه کولو
    په خاطر  رالورولی ٠ دمرګ او ژوند ټول واک او اختيار يوازې د حق تعلی سره
    دی٠

    ځانوژنه او  مرګ غوښتنه دا دواړه يې پر انسان حرام او ناجايزه ګرځولي٠

    هوس او ځانغوښتنه چې د انسان په خټه کې اخښکل شوې کله کله انسان ځيني شيان د ټول
    حراموالي سره سره بيا هم غواړي!!

    زه چې کله ووينم چې په نړۍ کې يو تن داسې ومري او يا ووژل شي چې ګرده نړۍ د خپل
    ماتم پر ټغرکښېنوي،نو په همداسې شېبو کې ماته هم د يو نفساني انسان په توګه رخه
    راشي او ارمان وکړم چې ای کاش په ما کې  هم دومره متره او يو څه راپيدا شي چې
    پر مړينه او بېلتون مې نه يوازې خپله کورنۍ او خپلوان اوښکې او وينې ، له زړه
    اوسترګوتويې کړي بلکې داسې دې ومرم چې ټول نړۍ وال راباندې د خپل سکني ورور ،کليوال
    اوخپلوان په څېر ودرديږي او وژړېږي ٠

    تېره اوونۍ مې يو غږ واورېد چې د يوه مظلوم،بې کسه او بې وسه ځوان شاعر مټې په
    توره نيمه شپه کې  تر شا وتړل شوې ،قلم ترې وتروړل شو او له انساني مينې او
    عاطفې ډک زړه يې پر غشو وويشتل شو٠

    دغه غږ زما ستونی راتنګ کړ ،سترګو مې دهغه په مظلوميت  ډېرې اوښکې تويې کړې
    اوله زړه مې وينو لارې وکړې٠

    و مې ليدل چې دټول ولس ستونی سره ورغلی ،و مې ليدل چې ټول پرې ژاړي او ومې ليدل
    چې د ټولو له زړونو وينې څاڅي ،نو د همدغه ځوانيمرګ پر غم او وير ما ته هم رخه
    راغله ،هوس او نفس پر سر واخيستم او يو ځل بيا مې ارمان شو چې ای کاش ،چې زه صمد
    وای ،څومره به ښه وي چې زه هم د روحاني په څېر  د حق په ننګه  له 
    وياړه ډک مرګ ته غاړه ورکړم٠

  95. لومړۍ او روستۍ ليدنه

    روحاني نن په دې دينا کي نسته باور وکړئ هيڅ مي زړه ته نه لويږي هر ځل چي د دفتر
    ور پرانستل کيږي زه ګمان کوم چي اوس به  روحاني صاحب راسي توره بکسه به يې په
    څنک کي وي او په لوړ اواز به ووايي (( انډيوالانو سلام )) وروسته به ماته واي ((
    پاڅون صاحب زه کوم کمپيوټر ته کښينم )) او هر ځل چي مي ټليفون زنګ وهي ګمان کوم چي
    اوس به د هغې لور اواز راسي (( پاڅون صاحب سلام  په پلاني وخت په پلاني ځاى کي
    غونډه ده ورسه ))

    سمه ده

    روحاني به بيا ووايي (( مننه جان ))

    د روحاني د نامه سره هغه مهال اشنا سوم څه وخت چي په هلمند کي په لومړي ځل د (
    بګړۍ ) په نامه يو مجله چاپ سوه او د روحاني صاحب يوه ليکنه مي پکښي ولوستل هغه
    مهال چي روحاني صاحب په سباوون کي دنده پيل کړه بيا خو د هلمند هر وګړى يې د ږغ سره
    ډير ښه اشنا سو

    هغه مهال چي ما او روحاني سره و ليدل دوهم ځل وو چي ما د بست فرهنګي ټولني په
    مشاعره کي ګډون درلود ډير ښه مي په ياد دي محمد زخمي په ترنم کي خپل شعر وايه د
    ټولني ور پرانستل سو لوړ قدى انسان ټولني ته دننه سو خوله يې د خندا څخه نه ټوليده
    د ټولني پاى ته تير سو پر يوې پلاستکي چوکۍ کـښيناستى توره بکسه يې پرانستل (مني
    ډيسک او غوږۍ) يې چمتو کړې د شعرونو په ثبتولو يې پيل وکړ زماد شعر ځيني برخي يې هم
    ثبت کړې . د هغه ورځي څخه زما او د روحاني ملګري پيل سوه زموږ د ملګريتوب لا لومړي
    پړاوونه وه چي روحاني په بي بي سي کي دنده پيل کړه د مشاعرې په ورځ ما غوښتل چي
    روحاني ته د نوي دندي مبارکي ورکړم خو هغه وار د مخه کړ او زما د شعر ستاينه يې
    وکړه .

    خداى بخښلى روحاني د لوى حوصلې څښتن وو يوازي يې کار پيژندى د کار کولو په وخت
    کي يې د چا سره خبري نه کولې د دواده په شيرينه ورځ ورته بي بي سي د يوې اونۍ لپاره
    رسمي رخصتي ورکړه د با احساسه روحاني  د واده په دوهمه ورځ د عامو وګړو د
    ږغونو څه ډک يو راپور خپور سو .

    روحاني په خپل سپيڅلي نيت دا با ور درلود چي په
    هلمند کي به يې هيڅوک هم په بده نوي خوشحاله ځکه خو بې له کومي وريري يې د هلمند
    لري لري سيمو ته سفرونه کول

    څه وخت چي خداى بخښلى په کندهار کي وو هلته هم ډير و ځليدى خپل کار يې په ډير
    ميړانه سر ته رسوى د ځينو کسانو د خولې مو اوريدل چي هلته ډيرى کسان د روحاني د
    راشه درشه څخه ناخوښه دي زه پوهيدم چي ولي؟ ځکه روحاني د خپل کار په ښه توګه د
    بشپړلو په موخه د چا سره په ټليفون کي  او مخامخ اوږدې خبري نه کولې .

    روحاني که هر چرته تللى واى هغه روحاني وو هغه مهال چي ارواښاد په کندهار کي وو
    موږ ځيني ملګري د يو کار په موخه کندهارته روان سولو روحاني ته مو په دې موخه
    ټليفون وکړ چي موږ په خپل منځ کي دا خبره پخه کړېوه چي شپه به د ورحاني صاحب سره
    تيروو .

    خداى بخښلى زيات خوشحاله سو  څه کم يو ساعت يې ( تم ځاى ) اډه کي انتظآر
    وويست هر لحظه يې په ټليفون کي زموږ خبر اخيست وروسته يې زړه بې طاقته سو نور هم
    مخه ته راغلى تر څو په سنګسار کي مو سره پيدا کړل پر هغه ځاى مو د لين موټر خوشي کړ
    او د اواښآد روحاني په موټر کي د هغه کور ته راغلو هغه شپه مو تر ناوخته پوري وخندل
    او ټوکي مو وکړې

    د خداى بخښلي د ښهادت څخه يو اونۍ مخکي په لښکرګاه کي د عامه اړيکو تر عنوان
    لاندي يو ورکشاپ داير سو څه وخت چي ټرينر وليدل چي روحاني صاحب هم په دې ورکشاپ کي
    ګډون لري زيات خوشحاله سو ځکه هغه مخکي هم د ارواښاد روحاني د ږغ او شخصيت سره اشنا
    وو

    د روحاني د ژوندى شېبې نوري هم لڼدي سوي وې د ورکشاپ وروستۍ ورځ راورسيدل د بري
    ليکونو د ويشتلو لړى پاته و رسيدل د خورو ورو چوکيو په منځ کي ورحاني زما خواته
    راغلى غټي ژړي سبح يې په لاس کي وې تسبيح مي له لاسه جني وکښې موسکى سو راته يې
    وويل ( (راپور دي واخيستى ؟ )) ما د هو ځواب وکړ دا مي د روحاني سره وروستى ديدن وو

    د شنبې ماښام وو د روحاني دلاس هغه تسبح مي اړولي
    ټليفون راغلى (( روحاني لادرکه دى تا خو به نوي ليدلى )) زړه مي و ريږديدى خو بيا
    مي هم ځان ته تسلي ورکړه .

    هغه تسبح مي په لاس کي وې چي د روحاني د شهادت زړه بوږ نونکى ږغ راباندي وسو

    زما هغه تسبح په لاس کي وې چي روحاني په خپل لاس راکړي وې د امبولانس دروازه
    پرانستل سوه د خداى بخښلي روحاني جسد مي وليد سپيني جامې يې په خپلو وينو سرې وې

    ډير مي وژړل هغه تسبيح کي په اوښکو لندې کړې

    روحاني ولاړى د ابد په لور

    هغه تسبح اوس هم راسره دي هر ځل چي ورته ګورم هغه صحنه را په زړه کيږي چي روحاني
    په مينه ناکو قدمو زما لوري ته را روان وو .

  96. په ډيره خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه كړ چې عبدالصمد روحاني د افغانستان د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيده.

    زه د روحاني مړينه يوه نه هيريدونكې ضايعه دګران هيواد افغانستان او په ځانګړې توګه د هيواد د مطبوعاتو لپاره بولو ، ده ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د پاك رب له دربار څخه د جميل صبر غوښتونكى يم.

    اناالله و انا اليه راجعون

    ويس سلطاني وردك

  97. بسم الله الرحمن  الرحيم

    په  اروپا کی د افغان څوانانو
    دپيوستون موسيسی  د خواشينۍ او خواخوږۍ پيغام

    په ډېرې خواشينۍ سره مو د رسنيو نه خبر تر لاسه کړ چې زمونږ 
    د هېواد  او خلکو قسم خوړلو دښمنانو  دقلم خاوندشاه ځلمی  
    ځوان او تکړه خبرال خدای بښلۍ عبدالصمد روحاني په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسولۍ .

    قالو انا لله و انا الله
    الراجعون

    مونږ د پيوستون موسيسی مشرتابه او ټول غړي په داسې حال کې چې د
    خدای بښلي روحانې پاک روح  ته لاس په دعا يؤ ، د شهيد روحاني  کورنۍ او
    خواخوړو ته خلپې ژورې اندېښنې او  خواخوږۍ په بيا،بيا څرګندوو   او
    دا او ور ته نورې کرغېړنې کړنې په کلکه غندو٠

    په اروپا کی دافغان ځوانانو موسيسه

    هلنډ ٢٠٠٨ / جون /١٤

  98. څو ورځې وړاندې مو خبر تر لاسه كړ چې په هلمند كې د بي بي سي راډيو او پژواك
    خبري اژانس خبريال عبدالصمد روحاني دي هيواد د دښمنانو لخوا په شهادت رسول شوى
    دى.

    ارواښاد روحاني يو تكړه خبريال ول چې تل يې د مظلومو
    هيوادولو غږ يې هيوادولو او نړيوالو تر غوږونو رسولى دى، د ريښتيا لپاره يې مبارزه
    كړې او د ريښتيا ويلو په لاره كې يې خپل ځان قرباني كړى دى.

    دې سنځلې مجلې اداره د هيواد په دې حساسو او تاريخي شيبو كې چې پښتانه له هر
    لوري ټكول كيږي دې روحاني صيب وژنه په هيواد كې د ژورناليزم د ډګر لپاره ستر او نه
    جبران كيدونكى زيان بولي ، د اروښاد روحاني وژنه د هر چا له لوري چي وي او په هر
    نوم چې تر سره شوې وي په كلكه غندي ، ځان د نوموړې كورنۍ، د هيواد د ژورناليستانو ،
    هيلمند ميشتو فرهنګيانو او د ده د دوستانو سره په دې درانه غم كې شريك كڼي.

    د سنځلې مجلې اداره د شهيد روحاني ته جنتونه، كورنۍ او دوستانو ته يې جميل صبر
    غواړي.

    د سنځلې مجلې مسوول مدير

  99. وروستى روغبړاوروستۍخبري

    له ډېره وخته مي سترګي دعبدالصمد(روحاني )دڅېرې سره اوغوږونو مي ددغه خواخوږي
    ځوان دنوم له اورېدوسره اشناوو ځكه نوموړى په هلمندولايت كي يوله هغوتكړه
    ځوانانوڅخه ؤچي قلم يې شعر،ليكوالۍاوژورناليستۍته ښه جوړؤ . زه چي دده څېره
    راپيادوم نوماته دده ورين تندى اوله خنداډكه خوله راپياديږي اوداددې معنى لري چي
    خداى بخښلى (روحاني)په كندهارۍاصطلاح ((يودنامي زوى اوديارانويارؤ .))هرمهال چي
    (روحاني) راسره مخامخ سوى ؤنوپه ډېرورين تندي اوخندانه لهجه به يې
    دكندهاردټولوفرهنګيانواوژورناليستانوداحوال پوښتنه راڅخه كوله اوبيابه يې وروسته
    دهلمندي قلموالوپه راليږولوسلامونونازولم . ددغه ځوانيمرګ دمرګ خبرمي په لومړي ځل
    له طلوع ټلوېزون څخه په داسي حال واوريدچي  هيڅ باورمي نه كېده چي زموږدغه
    قلموال دي دمرګ توري بلاته په لاس ورغلى وي ځكه نوموړي له هيڅ چاسره دښمني نه لرل
    اونه يې هم كوم څوك ازاركړى ؤ تل به يي همداخبره كوله چي ځوانان بايدكاروكړي
    اودزړونودزهيرېدوپرځاى دخپل هيوادچوپړته لستوڼي راپورته كړي .
    نوموړي كه څه هم
    په ژورناليزم كي مسلكي زده كړي نه وي كړي خوله دغه مسلك سره يې دونده مينه درلوده
    چي له رپوټ اورېدوڅخه يې داسي ښكارېدل لكه ديوه مسلكي ژورناليسټ راپورچي څوك اوري .
    دده په راپوركي تل دژورناليزم ټولواخلاقوته پاملرنه سوې وه  اوهڅه يې داوه چي
    دژورناليزم داصولوله مخي دځپلوهيوادوالوله احواله مسؤل كسان خبركړي .
    نوموړى نه
    يوازي دبي ،بي،سي اوپژواك اژانس لپاره كاروكاوه بلكي په هلمندولايت كي دخپلواكي
    مجلې (بګړۍ)مسؤل مديريت ته يې هم په پوره ايماندارۍسره اوږه وركړې وه اوپه دې مجله
    كي يې هم دهلمنددناخوالوراڅرګندول ستره موخه وه . دژورناليزم ترڅنګ هغه يوتكړه
    شاعر،ليكوال اوښه اناونسرهم ؤ اوپه خپلوليكونواوشعرونوكي به يې دظالمانوظلمونوته
    ګوته نيول اودسټيج پرسرچي به كله داناونسرۍلپاره ودريدنوپه يوه ښه اندازبه يې
    شعرونه ويل اوناست كسان به يې هڅول چي دغونډي يامشاعرې ترپايه ورسره پاته سي ،چي
    دغه كمال دهرچاكارنه دى خودادروحاني(روحاني ) لوى كمال ؤچي په خندانه لهجه به يې
    شاعران دشعرويلولپاره ددريځ سرته رابلل. 
    ځوانيمرګ (روحاني) دحق ملګرى
    اوپه دې لاركي له هيڅ ډاراوګواښ څخه (خار)نه خوړى ځكه دى پوهيدى چي :

       ((حق نه ټوكيږي په باران
    داوښكو حق هميشه دوينواوبه خورغواړي .))

    همداوسبب ؤچي زموږدغه خداى بخښلي ياردحق درختي ته دخپل زړه وينه وركړه خودبيان
    دخپلواكۍږغ يې پټ نه كړاوپه ښكاره يې دننګياليانولارونيول اودخپل زړه ارمان ته چي
    هغه دبېچاروږغ راپورته كول ؤ ككرۍخاوري كړه خوچاته يې ټيټه نه كړه.
    چي خبره
    راڅخه اوږده نه سي راګرځم خپل مطلب ته اوهغه داچي : دغه ځوانيمرګ خبريال ترخپل
    شهادت يوه اونۍمخكي همدلته كندهارته ديوڅوتنونوروهلمندي شاعرانوسره يوځاى دانارګل
    دوديزي مشاعرې ته دګډون په موخه راغلى ؤ كله چي په ژړي مازيګرنوموړى دمشاعري لپاره
    ترتيب سوي ځاى (منډيګك ماڼۍ)ته راورسيدنوزه دروغبړلپاره ورولاړسوم دروغبړپرمهال يې
    ټينګ په غيږكي ونيولم اوپه خندايې راته وويل : ((وزن دي زيات سوى دى . ))په هغه ورځ
    لكه خبرچي ؤچي دامي له ((سپېڅلي))سره وروستى روغبړدى ،ترډېره يې په غيږكي ټينګ
    نيولى وم اوپه دې حال كي يې دپوښتنولړۍروانه كړې وه ،له ده څخه وروسته مي له
    نوروهلمندي شاعرانوسره هم روغبړوكړا وبيامي دمشاعرې ترپيل كيدوترمخه دخپلي ادبي
    خپروني (شپه ،شپون اوشپېلۍ)لپاره دهمدې مشاعرې دجوړېدپه اړه دنظرغوښتلوورته وويل په
    ډيرورين تندي اوخندانه څېره يې راته وويل : ((زه پرپوښتنوغښتلى يم خوپرځوابونوباندي
    نه .))ماورته وويل زه هم ډيري پوښتني نه درڅخه كوم يوازي ستاسونظرغواړم ،هغه ؤچي
    دانارګل مشاعرې په اړه يې خوراښه اومعقول نظرراته وړاندي كړاوماهم ثبت كړ.
    شهيدعبدالصمد(روحاني )دغسي مشاعرې ډيري ګټور ي وبللې اوبيايې په هلمندكي دجوړي سوي
    مشاعرې (دهلمنددڅپاندسيند) په اړه هم ډيري خبري راته وكړي او په ګيله راته وويل چي
    نه وې راغلى ؟ !! زه څه پوهيدم چي دابه زماله خپل ګران ملګري اوهمسلك ځوان
    (روحاني)سره ورستۍخبري اوورستى روغبړي وي !!اوبيابه ترقيامته له يواوبل سره ونه
    ينو!!

  100. rohani shahadat de mubarak sha kash ch za ham da rohani pe shnti woam rohani zan de da afghan pa nom de qorban karo

  101. روحاني ملګريه
    !

     

    روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟

    بيا هلمند باندې بمونه اورېدلي
    بيا د لارې
    د سر ماين  دى پټاو شوى
     بيا په شنو باغو اورونه لګېدلي

    روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې 

    بيا يوچا ځان سره ګڼ قدونه مات
    کړل
     بيا له خړ کلي لنبې را پورته کېږي
     خداى خبر چې بيا يې څو
    کوره ميرات کړل ؟

    روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟

    توره  وريځه د ګرشک په سر خوره
    ده
     هر پلو خواره واره هډونه ښکاري
    ته به وايې  چا سپړلې هديره
    ده

    روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟

    څوک وئ  : بيا يې بلا ډېر ترهګر مړه
    کړل
    بل پلو وئ :   ميوندى  ياد تازه شوى
     مکناټن سره يې
    ډېر روحونه مله کړل
    خو ،
    روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟

    ستا دکلي ماشومان ټول  تري تم
    دي
     پاس په ونو کې سرې شنې لوپټې ښکاري
     د سرونو انبارونه هر قدم
    دي

     روحاني ملګريه پاسه را وچت شه
    !

    هلمندۍ مور ځينې وه کوه پوښتنه
    د جګړې د
    قربانيانو غږ کړه پورته
     له ړنګ کلي نه دې بيا وکړه ليدنه

    روحاني ملګريه اوس هم ته په کار يې

    کليوال دې لا هماغه شان قتلېږي
    هيڅوک نه
    شته چې وروستۍ سلګۍ يې واوري
    چوپه خوله ترېنه سرونه جلا کېږي

     روحاني ملګريه پوه شوم ګيله من
    يې

       ستا په غم کې د تمساح اوښکې
    بهېږي
        جمعې وشوې لا قاتل دې معلوم نه
    شو
        داسې خاورې ته دې بيا کله زړه کېږي


    محمد نعمان دوست ، کابل ، دچنګاښ ٤مه
    Numandost75@yahoo.com

     عبدالصمد روحاني ، زما خوږ ملګرى چې د تېرې مياشتې په ١٨مه ، په هلمند
    کې  لادرکه شو او په سبا يې بې روحه بدن وموندل شو
    .

  102. دا ډير د تعجب ځای دی چي د روحاني پر مړينه له ليکوالو او ژورناليستانو نېولې بيا تر جمهور ريس کرزي پوري ټولو نارې سورې پورته کړې او ډيري ددرواغو ژمني يې وکړې خو ډير ژر يې هرڅه هېر کړه ، ريس جمهور کرزی او ټول هغه کسان چي وعدې يې کړلې بايد فکر وکړي چي که ددوی د کور يو ځوان په داسي بې رحمي وژل سوي وای هم به دوی داسی چوپه خوله پاته سوي وای ، بي بي سي خو هسي هم يوه انګريزي ګټو ته وفاداره اداره ده ، د هغوی څخه ګيله نه کيږي ، ښايي په هغوی کي به هم د روحاني غوندي يو دوه نور هيواددوست کسان وجود لري خو مشرتابه يې دومره کمزری دی چي ځانونه د ايرانيانو له منګولو نه شي خلاصولای ، له طالب چارواکو هم تمه وه چي د شهيد روحاني د قاتل پيداکولو په برخه کي يې خپله ونډه مسوليت ادا کړی وای ، اوس داسي ښکاري چي هغوی هم د خپلو روحانيانو پاکستاني ګوډاګيانو ته ډيره ترجېح ورکوي .
    اوس هم کيدای شي چي د روحاني قاتلين وموندل او ولس ته وپيژندل شي تر څو په خپله سزا ورسيږي .

  103. لکه زه چې د روحاني قاتل يم !!

    د يوه کال په ترڅ کې مې تر لس ، دولس وارو ډېره هڅه وکړه چې د خپل يوه ځوانيمرګ ملګري د ټليفون شمېرې ،د خپل ګرځنده ټليفون د شمېرو له لېسټه ړنګې او لرې کړم ، خو ددې هر ځل خوارۍ سره سره مې بيا هم د دواړو مټو په دا لسو واړو ګوتو کې دومره زور او ځواک را پيدا نه شو چې فقط دا دوه بې خاونده او شهيدې شوې شمېرې ړنګې کړاي شي٠

    زه کله کله هسې حيران په دې شم چې د دې غوښين او تر ګل نازکه انسان په دا پسته، مسته سينه کې دا د تورو غرونو کلک او زيږه کاڼي له کومه راپيدا کيږي ،چې د انسانيت له لوړ مقامه يې د حيوانيت او څلوربولو په ليکو ورګډوي٠

    ما تر اوسه پورې کله نا کله همدغه دوې شمېرې د اور پر لمبو اړوي را اړوي ، خو پاکوی او ړنګوی يې ځکه نشم چې په هر ځل مې د روحاني مظلومه اروا مخي ته داسې ودريږي لکه زه چې يې قاتل يم او خدای مه کړه دم ګړۍ يې پر پسته مرۍ د قصاب تېره او بې رحمه چاړه راکاږم.

    درېغه پر هغه لاس او ګوته چې ددې بې ازاره ، بېوزله او بې وزرو خوږغږي بلبل پر ټټر يې د باروتو سرې سکروټې سړې کړي٠

  104. i hope i was rohani we should know we lost him easily i present my deepest condelence to his family, who killed rohani they actually dont know that this life ends and Allah will punish the blamed people the people who kill inocent humans.