کور / تازه خبرونه / په غزني کې وسلوالو طالبانو یوولس پولیس وژلي.

په غزني کې وسلوالو طالبانو یوولس پولیس وژلي.

وسلوالو طالبانو د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه کاروان برید کړی چې له امله یې یوولس پولیس وژل شوي او یو یې ټپي کړی، د غزني د والي مرستیال کاظم علیار رسنیو ته د پيښې پخلی کړی ویلي یې دي چې په پيښه کې دری د پولیسو موټر هم ویجاړ شوي دي، په همدی حال کې په همدی ځای کې دیو بل خبر له مخې پولیسو ادعا کړې چې دوی په یوې جلا نښته کې یو طالب وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.