کور / تازه خبرونه / د لوګر والي ارسلا جمال د اختر د لمانځه پر مهال وژل سوی دئ

د لوګر والي ارسلا جمال د اختر د لمانځه پر مهال وژل سوی دئ

راپورونه وايي د لوګر والي ارسلا جمال هغه مهال په یوه بم چاودنه کي وژل سوی، چي د لوګر ښار په مرکزي مسجد کي د اختر لمانځه ته راغلی وو.

لومړني راپورونه وايي پر ښاغلي جمال باندي د مسجد مایکروفون هغه وخت چاودلی، چي د اختر تر لمانځه دمخه يې په مسجد کي وینا کوله.

د ځينو نورو منابعو پر اساس چاودونکي توکي په مایکروفون کي نه بلکي د وينا ميز ته نژدې ځای پر ځای سوي وه.د لوګر چارواکي وايي په دې چاودنه کي تر شلو ډېر ټپیان دي، چي د اتو کسانو حالت مرګونی دئ.

ارسلا جمال د ولسمشر کرزي نیژدې ملاتړی وو، تر دې دمخه يې د خوست د والي په حیث دنده ترسره کړې او د ۲۰۰۹ کال په جمهوري ریاست انتخاباتو کي د ولسمشر کرزي کمپاینر وو.

د ښاغلي ارسلا جمال وژنه پر افغان چارواکو او د ولسمشرۍ راتلونکي دورې ته کاندیدانو سربېره ډېری ځوانانو غندلې او په خپلو فیسبوک پاڼو کي یې پر دې کړنه خواشیني څرګنده کړې ده.