کور / شعر / اختر

اختر

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې
ټول عالم باندې خوښي او تل اختر کړې
بیا د سولې زېرۍ زمونږ په لوی ټبر کړې
هم خپلواک مې دغه خکلۍ لر او بر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

بېا د مينې ، محبت وختونه راوړې
ما د ده ، او دی بیا ما لره دلبر کړې
چې بیا ټوله لاس په لاس وطن ودان کړو
افغانان غاړه ، په غاړه په اشر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

ځوانان واړه مې د علم په جوهر کړې
بې علمۍ او تورو شپو نه یې بهر کړې
چې بیا صیال د کور او کلي ګاونډي شي
ور په برخه یې تعلیم ، علم او هنر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

هر یو کاڼۍ مې لعلونه سیم او زر کړې
ټول ګلزار مې دغه سمه دغه غر کړې
لاس په کار مې کارګران ،پخ او بزګر کړې
شړ باغونه مې بېا واړه په ثمر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

بیا نسیم د ګل غوټو مشک او عنبر کړې
بیا د پېغلو کتارونه په ګودر کړې
پګړۍ هڅکه د ځوانانو ور په سر کړې
د پردو دود او دستور نه یې بهر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

دښمنان مو شرمنده زېر او زبر کړې
تل رسوا او شرمنده دا ښکرور کړې
له غېبي عالمه تندر یې پر سر کړې
د یتیم د زړه له حاله یې خبر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

با انصافه ټول چارواکي مو پر سر کړې
په خوارانو ، غریبانو یې نظر کړې
زما حامد دغه ارمان او دا درمان دی
چې یو ځای دا ټول افغان په لر او بر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

ما حامد لره کافي او هم شافي ده
چې یو ځای دا ټول افغان په لر او بر کړې

خدایه بیا اختر د ټولو بختور کړې

محمد حامد الوتاند د ۲۰۱۳ ع کال د اکتوبر د مېاشتې ۱۴مه