کور / شعر / د مینې درخواست

د مینې درخواست

ماپه ژوندوني درنه یو د مینې خواست کړیده
دامې په مینه هم جانانه په اخلاص کړیده
تاچې دمینې دمنزل کوڅې اوږدې کړې ګرانه
ستا دراتلومې ټوله ورځ ګرانه باس خواست کړیده
دلته دکلي غمازان موږ ته لانجې جوړوي
داستا په مینه کې مې یاره هریو خواست کړیده
دلته دمینې ګودرونه ګرانه تش ښکاریږی
تانه دمینی مې جانانه بس یو خواست کړیده
ته پدې وران کلي کې مینه راکړه زړه راکړه
د لیونتوب مې هم له خدایه بس درخواست کړیده
زه په جنون او لیونتوب جانانه ویاړ لرمه
تانه پرون مې هم د سپینې خولې یو خواست کړیده
په لیونتوب دمینې ویاړ کومه فخر کوم
ماله ژوندون نه د جنون دکلی خواست کړیده
ته چې ماښام وعده کړې بیا په نیمه شپه راځې
په وخت راتلو مې درته څو ځلی درخواست کړیده
زه د جنون او لیونتوب کلی او مالت کې لوی شوم
ځکه په هر یوه خبره مې څو څو ځلی ټینګار کړیده
بریال نایاب
اکتوبر-۲۰-۲۰۱۳ ماښام انتظار